روزنامه اصلاح

افغانستان کې د کرونا ویروس ۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۹۶مثبتې پېښې ثبت شوی او څلور تنه نور مړه شوی دی.
روغتیا وزارت پرون یکشنبه (تلې ۲۰) ویلی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۷۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی چې ۹۶ مثبت ثابت شوی دی.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۷۹۹ ته پورته شو.
همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو تنو په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۷۷ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت وایی چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۱۱۴ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوی دی.
کرونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوی او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید