روزنامه اصلاح

افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوی

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۵۸مثبتې پېښې ثبت او یو تن مړ شوی دی.
روغتیا وزارت پرون سې شنبه (تلې ۲۲) ویلی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۰۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی چې ۵۸ مثبت ثابت شوی دی.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۹۲۸ ته پورته شو.
همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یو تن په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۸۰ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت وایی چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۳۰۸ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوی دی.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوی او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید