روزنامه اصلاح

افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۸۶مثبتې پېښې ثبت او۱۳تنه مړه شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کرونا ویرس۱۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوی او ۱۳کسان مړه شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت پرون جمعه نومبر ۲۰ (لړم ۳۰) ویلی چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۵۹۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی چې ۱۸۶یې مثبت وو.
ددې وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۳۶۳ ته پورته شو.
همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د ۱۳تنو د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۶۶۳تنو ته ورسېد.
د رسمی شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۵۳۷۰ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوی دی.
کرونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.
د امریکا د جانز هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۵۴ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوی او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید