روزنامه اصلاح

افغانستان کې د ځان وژنې ډېر قربانیان څـوک دی؟

دچارشنبې په ورځ اکتوبر لسمه) د برتانیا لومړۍ وزیرې تېریزا مې په خپل هېواد کې د ځان وژنې مخنیوی لپاره د روغتیا وزیره جیکې ډویلپرایس د ځانګړې وزیرې په توګه وټاکله.

مېرمن مې دغه راز د حکومت له لوری له ‘سماریتنز ‘ نومې مرستندویه ادارې سره د ۱۸۰۰ زره پاونډو مرسته هم اعلان کړه.

ویل کېږی، د ځان وژنې شمېر لږ شوی خو دې سره هم هر کال نژدې ۴۵۰۰ کسان ځانونه وژنی.

سماریتنز چې په دې اړه شمېرې خپروی وایی، چې تېر کال برتانیا کې د نارینه ځانوژونکو شمېر د ښځو پرتله ډېر و او په سلو ځانوژونکو کې پنځه اویا نارینه او پنځه ویښت ښځینه دی.

په افغانستان کې بیا دا شمېرې ډېرې برعکس دی. که څه هم هلته کره شمېرې موندل ګران دی، خو د اټکلونو له مخې د ځان وژونکو شمېر د اووه او نهو زرو تر منځ یادېږی.

هغه شمېرې چې دا وروستیو کلونو کې د افغانستان عامې روغتیا چارواکو خپرې کړې ښیی، چې یوازې پلازمېنه کابل کې د ټولو برتانوی ځان وژونکو سره برابر کسانو د ځان وژنې کوښښ کړی دی.

بل توپیر دا دی، چې هلته په ځانوژونکو کې د ښځو شمېر تر نارینه وو خورا زیات دی. ۱۳۹۵ کال کې یوازې هرات ولایت کې د چارواکو په وینا ځانوژونکو کې د ښځو شمېر ۹۰ سلنې ته رسېده.

یو بل توپیر دا دی، چې د افغان چارواکو په خبره د افغان ځان وژونکو عمرونه له څوارلس کلنۍ تر ۱۹ کلنۍ پورې دی، چې دې سره ښځینه ځان وژونکې د ښځو پر ځای باید پېغلې وبلل شی.

برتانیا کې چارواکی وایی، له خیریه ټولنې سماریتنز سره مالی مرسته ځکه کېږی، چې دوی خلکو ته مشورې ورکوی او که یو انسان له هره کبله ځانوژنې ته چمتو کېږی، باید تر وروستی حده هڅه وشی او یو څوک داسې وی، چې خبره یې واوری او د ژوند له ختمولو یې راوګرځوی.

پر دې سربېره هم پر حکومت نیوکې کېږی، چې هڅې یې کافی نه دی یا یې له دې ډېرې ژمنې کړې وې، چې تر اوسه یې نه دی پوره کړې.

خو په افغانستان کې بیا لیدل کېږی، چې حکومت هم د شمېرو په خپرولو او یا د ځانوژنې پر لاملونو خبرې کوی او پر همدې بسنه کوی.

دوی مثلاً وایی، د کم عمرۍ یا خوښې خلاف ودونه، په بدو کې ودول، کورنی تاوتریخوالی، خواشینۍ، روانی ناروغۍ او داسې نور مسایل د دې سبب کېږی، چې ځوانې ښځې ځانونه وژنی.

لومړی خو دا د حکومت پر ځای د خیریه مرکزونو او مدنی فعالانو کار دی، چې شمېرې راټولې کړې او عامه پوهاوی ډېر کړی او که چارواکی هم پر دې بسنه کوی، بیا باید حل څوک ولټوی؟

 پنجشنبې داکتوبر ۱۱ مه چې د نجونو نړیواله ورځ و، افغان چارواکو د ځان وژونکو د شمېرو خپرولو په څېر کټ مټ یوازې د هغو نجونو پر شمېر غږیږی، چې ښوونځی ته نه ځی یا نه شی تلای.

دې کې هم بې وزلی او کلتوری محدودیتونه هغه عوامل بلل شوی، چې له کبله یې ماشومانې مکتب ته نه ځی. دوی دا ویلی چې څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه ځی او دې کې هم ۶۰ سلنه نجونې دی، نو داسې حالت کې چې افغانستان کې شپیته سلنه نجونې له تعلیمه محرومې دی، د زهرو له خوړلو وروسته د درملنې لپاره د درملو نه موندل کېدو شکایت کېږی او یوه نجلۍ له ماشومتوبه ځوانۍ ته د رسېدو پر مهال د روانی مسایلو له نامه سره هم نابلده وی، میاشتنی ښځینه عادت ورته مصیبت ښکاری، له درده ژاړی، خو د درد ګولۍ نه پېژنی او نه یې موندلای شی.

 هلته چې شپیته سلنه له تعلیمه محرومې وی او چارواکی د عامه پوهاوی څرنګوالی او عملی کولو پر ځای یوازې د کلېشه خبرې په توګه د عامه پوهاوی په یادولو سره خپل مسوولیت پوره شوی بولی، یا یوازې یوه ولایت ننګرهار کې یوه میاشت کې د نجونو اووه ښوونځی په بمونو الوځول کېږی او زده کونکې ماشومانې یې د تل لپاره په کور کښېنی او تر لسیزې پورې له زابل او پکتیکا یوه نجلۍ هم کانکور ته نه رسېږی.

هلته چې نجونو ته د حق مهر ورکولو پر ځای د ولورونو پر لږوالی او ډېروالی بحث کېږی، چې د پلرونو جیب ته ځی، یا د روغتیا، تعلیم او نورو روا حقونو پر ځای د ښځو حقونو موضوع له بې لارۍ سره تړل کېږی او پرې نیوکې کېږی. څوک چې په نه خبره یا بې دلیله نه یوازې د مرګ تر حده وهل ټکول کېږی، بلکې تر کلونو پورې ذهناً هم ځورول کېږی.

هلته څنګه داسې تمه کېدای شی، چې یوه ماشومه به له سالم ذهن او بدن سره د ژوند له ناخوالو سره مخامخ شی، څنګه به د پېغلوټو د ځان سوځولو، غرغره کولو یا موږکانو دارو خوړلو مخه ونیوله شی، څنګه به د نیمو سوځلو ناوکیو د ټپونو درملنې پر ځای د هغوی د زړونو درد او غم درمل وشی، کاشکې یو څوک پرې وغږیږی!!!

نور سعید

ممکن است شما دوست داشته باشید