روزنامه اصلاح

افغانستان کې د تلوېزیون پیل:۴۱ کاله یې څه خپرول؟

په افغانستان کې ۹۳ کاله مخکې د امان الله خان پاچاهی کې لومړی ځل د راډیو غږ له کوټی باغچه نومې ودانۍ واورېدل شو، چې څو کاله وروسته به یې پېړۍ بشپړه شی، خو سفر یې له لوړو ژورو ډک و.

دغه راز پروسږ کال ‘ ۲۰۱۷ ‘ افغانستان کې د چاپی رسنیو د پیل یوه نیمه پېړۍ ولمانځله شوه، چې دغه سفر هم له ستړیو مزلونو سره مل و.

بل لور ته د زمان له توپیر سره په افغانستان کې د ټلویزیون نکل هم ډېر مختلف نه دی.

د ټلویزیون له تاسیسه نژدې ۴۱ کاله تېرېږی او نیمې پېړۍ ته په نژدې کېدو دی. افغان ملی ټلویزیون د ۱۳۵۶ کال د کب میاشتې پر ۲۹ د محمد داود خان د حکومت پر مهال لومړی ځل فعال شو.

عبدالله شادان چې د افغان ټلویزیون له لومړنیو مدیرانو و وایی، ټول تجهیزات یې له جاپانه راوړل شوی وو او د جاپانی انجینرانو په تخنیکی مرسته یې په لومړی سر کې د یوه ساعت لپاره ازمایښتی خپرونې پیل کړې، چې وروسته تر شپږو ساعتونو وغځېدې.

د ښاغلی شادان په خبره داود خان حکومت نه یوازې د ټلویزیون کارکونکی د روزنې لپاره بهر ته استولی وو، بلکې ټلویزیون ته یې نوې ودانۍ او سټوډیوګانې هم جوړې کړې.

د پاچا امان الله خان تاسیس کړې راډیو د هغه د حکومت له ړنګېدو سره تر څو کلونو پورې غلې پاتې شوه.

د داود خان تاسیس کړی ټلویزیون بیا د ده د حکومت له نسکورېدو وروسته د ده پر ضد د تبلیغاتو لپاره وکارول شو، بلکې د پرانیستې ویاړ یې هم نورو د ځان وباله.

د تاریخ پوهانو په وینا د ۱۳۵۷ کال د ثور پر اوومه داودخان له هغو پوځیانو د خپل حکومت ړنګېدو خبر هم له راډیو په خپله واورېد، چې د راډیو ټلویزیون ګډې ودانۍ ته په ټانکونو کې ورغلی وو.

ملی ټلویزیون له هغه څو میاشتې وروسته بېرته د هغه مهال د ولسمشر نور محمد تره کی له لوری پرانیستل شو او د ښاغلی شادان په وینا ۱۹۸۰ کلونو کې یې خپرونې د شوروی سټلایټ په مرسته تر ۱۷ ولایتونو پورې ورسېدې.

بیا یو مهال داسې هم و، چې افغانستان په بې تصویره هېواد مشهور و او تر کلونو پورې د ټلویزیون پرده مړه وه، بلکې په ‘ دار ‘ د ټلویزیون ځړولو پېښې هم وشوې.

ملګرو ملتونو ۱۹۹۷ کال کې د نومبر ۲۱ مه له دې کبله د ټلویزیون نړیواله ورځ وبلله، چې د ملګرو ملتونو په آند ټلویزیون د عامه پوهاوی یوه مهمه وسیله ده.

سږ کال چې د ټلویزیون نړیواله ورځ لمانځله کېږی، که څه هم تر اوسه لږ افغانان د بېلا بېلو لاملونو له کبله ټلویزیون ګوری، خو افغانستان کې نه یوازې د دولتی ټلویزیون چینلونه او د خپرونو وخت ډېر شوی، بلکې د شخصی ټلویزیونونو شمېر هم لسګونو ته رسېږی، چې شپه او ورځ فعال دی.

بل لور ته د ټلویزیون فعالیت څرنګوالی او ګټورتیا په تړاو لا هم په افغانستان کې دننه ډېرې پوښتنې شته.

پروسږ کال همدغه نومبر میاشت وه، چې پر شمشاد شخصی ټلویزیون وسله والو برید وکړ او له هغه مخکې د ۲۰۱۶ کال پیل کې د یوه بل شخصی ټلویزیون طلوع پر کارکونکو برید وشو، چې اووه کسان پکې ووژل شول.

دغه راز د هېواد بېلا بېلو برخو کې د دولتی او شخصی ټلویزیونونو یو شمېر خبریالانو په هدفی وژنو کې ژوند له لاسه ورکړی او یا د تاو تریخوالی ښکار شوی دی.

که یوه لور ته د ټلویزیونونو خبریالان او چارواکی اطلاعاتو ته د لاسرسی لړ کې شکایت کوی، د زورواکو له تاو تریخوالی سر ټکوی، د زورواکو شکایتونه لری، نو بل لور ته خپله له دغو ټلویزیونونو هم شکایت کېږی، چې ځینې یې د معلوماتو ژر خپرولو په بېړه کې ځینې وخت ان د خپلو خبریالانو خوندیتوب ته اهمیت نه ورکوی.

بل لور ته که له دولتی ټلویزیونه یوازې د چارواکو خوشحالولو ګیله کېږی، چې له هماغه پیله کېدې، له شخصی ټلویزیونونو بیا د (بې پروګرامۍ) شکایت عام دی.

په شخصی ټلویزیونونو کې د پریمانه هندی، ترکی او نورو ژبو سریالونو په اړه داسې شکایتونه هم وشول، چې ګواکې له ځایی دود، دستور سره په ټکر کې دی او یا دا چې ګواکې دینی، ژبنیزو او توکمیزو اختلافونو ته لمن وهی.

د همدې تورونو له کبله د چارواکو له لوری په تېر کې د ټلویزیونونو فعالیتونو بندولو پېښې هم شوې او ځینو ته خبرداری ورکړل شوی.

دغه راز د شخصی ټلویزیونونو په ډله کې ځینې داسې هم شته، چې د ګوندونو او یا لږ تر لږه د ځینې ګوندونو د مشرانو اړوند بلل کېږی او له دې کبله پرې د مشخصو سیاسی ګټو تر لاسه کولو لپاره د خپرونو تور پورې کېږی.

خو په دې ټول بحث کې د ټلویزون ورځې لمانځنې لپاره د ملګرو ملتونو دلیل په افغانستان کې لا هم له پوښتنو سره مخامخ دی، چې وخت یې ښایی ځواب ومومی.

نور سعید

ممکن است شما دوست داشته باشید