روزنامه اصلاح

افغانستان کې د امریکا ۲٫۴ میلیارډه ډالره بې ګټې لګول شوی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار ادارې په خپل نوی راپور کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مرسته شوېو پیسو په لګښت نیوکه کړې.
سیګار د دې مرستو شمېر ۷٫۸ میلیارډ ډالر ښودلی چې د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۹ میلادی کلونو د امریکا د ۱۰۹.۲۴ میلیاردو ډالرو مرستو له ډلې دی چې د افغانستان د بیارغونې لپاره شوی دی.
دا پیسې د امریکا د دفاع وزارت، د امریکا پراختیایی ادارې، د امریکا بهرنۍ خصوصی پانګونې شرکت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا تمویل شوی.
سیګار په دې راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی لیکلی، د ۷,۸ میلیارډو مرسته شوېو ډالرو څخه ۲٫۴ میلیارډ یې بې ګټې لګول شوی دی.
راپور زیاتوی، دا پیسې د ښوونځیو، روغتونونو، زندانونو، سړکونو، یو هوټل او د یو شمېر
نظامی تاسیساتو د جوړولو لپاره لګول شوی چې ترې هېڅ ګټه نه ده اخیستل شوې، یا ویجاړ شوی او یا هم له‌منځه تللی دی.
د سیګار له قوله، ډېری هغه ودانۍ یا هم تأسیسات جوړ شوی چې ترې ګټه نه ده اخېستل شوې او همداسې پاتې شوی، په امریکایانو پورې اړه لری او د رغونې پر مهالیې دې ته پام نه دی شوی چې ایا افغان لوری ورته اړتیا لری او که نه، یا هم د افغانستان حکومت یې د ساتنې لپاره مالی امکانات او ظرفیت لری که خیر؟
راپور کې زیاتوی، په ۲۰۰۸ کال کې کانګرس ته د سیګار له‌درې میاشتنی راپور وروسته، افغانستان سره د امنیت، بیا رغونې او بشری برخه کې ۱۰۹,۲۴ میلیارډ ډالر مرسته‌ شوې ده.
خو د راپور پر بنسټ، د‌ دې مرستو اغېزمنتیا، د امریکا د دفاع وزارت، د امریکا پراختیایی ادارې، د بهرنۍ پانګونې شرکت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د۷٫۸ میلیارډ ډالرو له ارزونې معلومولای شو.
د افغانستان حکومت بیا وایی، د‌ دې لپاره چې د مرستو په لګښت کې روڼتیا وی او افغانانو ته یې ګټه ورسېږی، باید د افغان حکومت له لارې مصرف شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید