روزنامه اصلاح

افغانستان کې دویم دولتی هوایی شرکت«باختر افغان الوتنه» کار پېل کړ

باختر هوایی شرکت- چې په نوی یمه لسیزه کې د کورنېو جګړو له کبله له کار لوېدلی و، د ولسمشر محمد اشرف غنی لخوا د “باختر افغان الوتنه” په نوم بېرته پرانېستل شو.
ولسمشر غنی د دغه شرکت د پرانیستو پر مهال وویل، دا شرکت د اړتېا له مخې بېرته فعال شو او ژر به ورسره د هغو افغان امنیتی ځواکونو د لېږد تړون لاسلیک شی، چې په رخصتېو کورونو ته ځی او یا له رخصتېو دندو ته ستنېږی.
ولسمشر غنی وویل ژر به ټولې دولتی تصدۍ د ډیرو عواېدو لپاره په دولتی شرکتونو واړوی.
د باختر افغان الوتنه هوایی شرکت مشر احمد مسلم خرم وایی، تېرو اوو میاشتو کې یې دا کمپنۍ بیا فعاله کړه.
د افغانستان د هوایی چلن ادارې رییس محمد قاسم وفایی زاده د “باختر افغان الوتنه” بیا پرانیسته د هېواد د هوایی چلن د تاریخ د یوې ویجاړې شوې برخې بیارغونه ګڼی.
هغه وایی دا ګام د هوایی چلن برخه کې اړتیا ته په کتو اخیستل شوی دی.
وفایی زاده وایی باختر افغان هوایی شرکت د دې لپاره بېرته فعال شوی چې ولایتونه په کم لګښت د هوا له لارې ونښلی.
دغه شرکت دمګړۍ یوازې یوه الوتکه لری.
د باختر افغان الوتنه شرکت رییس حمد مسلم خرم وایی د دغه شرکت د بیا فعالېدو هڅې اووه میاشتې وړاندې پېل شوې.
د نوموړی په وینا دا شرکت اوس یوازې یوه الوتکه لری خو په راتلونکې یوه میاشت کې به یې شمېر دریو ته لوړ شی.
افغانستان کې د لومړی دولتی هوایی شرکت (اریانا) بنسټ په ۱۳۳۴ کال کېښودل شو.
دغه شرکت تر ډېره پر بهرنېو الوتنو بوخت و نو د کورنېو الوتنو لپاره په ۱۳۴۵ کال باختر هوایی شرکت رامنځ ته شو.
خو دغه شرکت په ۱۳۷۱ کال د کورنېو جګړو له کبله له چارو ولوېد.
د افغانستان دولتی او خصوصی هوایی لیکې په وروستېو کلونو کې له ډېرو لوړو ژورو تیرې شوې دی.
ساپی، پامیر او افق شرق هوایی شرکتونه په تېرو څو کلونو کې یو په بل پسې وتړل شول او افغانستان کې د اریانا دولتی هوایی شرکت ترڅنګ یوازې کام ایر خصوصی شرکت فعالیت کوی.
د افغانستان د هوایی چلن ادارې د شمېرو له مخې تیر کال ۲ اعشاریه ۸ میلیونه کسانو د کورنېو او بهرنېو هوایی شرکتونو له لارې افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید