روزنامه اصلاح

افغانستان پاکستان ته د امریکا د مرستو د بندولو هرکلی وکړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امریکا د دفاع وزارت له خوا پاکستان ته د درې سوو میلیونو امریکایی ډالرو د پوځی مرستو د بندیدلو د پریکړې په اړه ویلی، چې دا ډول اقدامات به پر پاکستان فشار راولی، تر څو پاکستان د تروریزم څخه د ملاتړ څخه لاس واخلی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ سره په مرکه کې ویلی، چې پر پاکستان د پوخی مرستو بندیدل د جنوبی اسیا په اړه د امریکا د حکومت د پالیسۍ یوه برخه ده.

ښاغلی دانش وویل: “باور لرو، چې لازم فشارونه کولی شی، پاکستان دې ته اړ باسی،چې د تروریستانو اصلی مرکزونه، په ځانګړی ډول هغه مدرسې، چې هلته د تروریزم د تولید په برخه کې فعالیت لری، وتړی“.

د امریکا دفاع وزارت د تروریستی ډلو پر وړاندې د پاکستان له خوا په قاطع اقداماتوکې د اسلام اباد د پاتې راتللو له امله دغه هیواد ته د درې سوو میلیونو ډالرو پوځی مرستو د بندولو اعلان کړی دی.

پاکستان په خپله خاوره کې تروریستی ډلو سره د مرستې او ورته د ملاتړ د برابرولو په اړه دا ډول تورونه رد کړی دی.

څو ورځې مخکې یو امریکایی مقام ویلی وو چې پاکستان سږکال د امریکا د متحده ایالاتو د پوځی زده کړو له نړیوال پروگرام نه ایستل شوی دی. ټاکل شوی وه چې سږکال د پاکستان د پوځ ۶۶ منصبداران د نظامی زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته ورشی.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې پاکستان د متحده ایالاتو د سمندری ځواکونو د جنگ په پوهنتون کې د پوځی زده کړو له پروگرامونو او همداشان د سایبری امنیت د مطالعاتو په څیر د معتبرو پوځی زده کړو له پروگرامونو نه هم حذف شوی دی.

د امریکا حکومت د ٢٠١٨ کال په جنورۍ کې پاکستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت خپلې امنیتی مرستې وځنډولې خو یواځې ۳۴۵ میلیون ډالریې هغه هیواد ته ورکړل چې ۱۳۴ میلیون ډالر یې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې لپاره امنیتی مرستې وې او ۲۱۱ میلیون ډالر یې اقتصادی کمکونه وو. اسلام اباد تراوسه د امریکا ددې نوی اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید