روزنامه اصلاح

افغانستان ویتنام نه‌دی او حکومت سقوط نه‌کوی

جمهور رئیس محمد اشرف غنی یو ځل بیا د افغانستان د ستونزې حل، په سیاسی منطق او بحث کې نغښتی بللی.
هغه له‌ بی‌بی‌سی نیوز انګلیسی برخې سره په خپله نوې مرکه کې په زور واک ته رسېدل، یو خوب بللی.
ولسمشرغنی زیاته کړې، طالبان نه‌شی کولای د زور له لارې خپل هدف ته ورسېږی او یا هم د زور له لارې بری خپل کړی.
جمهور رئیس د طالبانو له‌خوا د حکومت د ړنګېدو یا سقوط خبره هم بابېزه وبلله: “دوی په تېرو ۶ کلونو کې په دې ونه‌توانېدل چې دواړه موخې ترلاسه کړی. که هغه د حکومت پرځول او د ځواکونو ختمول وی او دوهم دا چې د افغانستان جغرافیه په دوه برخو ووېشی. دا ویتنام نه‌دی او نه هم دا حکومت د پرځېدو دی.”
د افغانستان جمهور رئیس بی‌بی‌سی سره خبرو کې د ناټو وروستی دریځ ته په اشارې ویلی، دا ټولو لورو ته نوی فرصت برابروی، څو یو ځل بیا دې پرېکړې ته ورسېږی چې زور د حل لار نه‌ده.
د ناټو سرمنشی ینس سټولتنبرګ تېره اوونۍ د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته وویل، په اوس وخت کې افغانستان کې د ناټو د پوځی حضور د راتلونکې په اړه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.
ناټو طالبان تورن کړی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی د کمېدو پر ځای زیات شوی او د سولې په برخه کې هېڅ ډول پرمختګ نه‌دی شوی.
ولسمشرغنی هیله ښودلې چې لا هم د سولې لپاره فرصت شته.
خو هغه څه چې خلک‌یې اندېښمن کړی دی، په قطر کې د سولې خبرو ورک برخلیک دی. د جنورۍ له شپږمې چې د سولې دوهم پړاو خبرې پیل شوې، تر ننه د دې خبرو په لړ کې هېڅ ډول پرمختګ نه‌لیدل کېږی او تر خوا یې دواړو لورو پر یوه او بل د تورونو لړۍ هم ګرمه ساتلې.
خو د افغانستان د‌ سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا هم له طالبانو غواړی چې خبرې پیل کړی.
د‌دې وزارت ویانده ناجیه انوری وایی: “مقابل لوری تر اوسه د خبرو مېز ته د‌ کېناستو لپاره چمتو نه‌دی. له همدې کبله په روانه جګړه او تاوتریخوالی کې د ملکی تلفاتو بدې پایلې د هغوی مسؤلیت دی چې د سولې مذاکراتو بهیر یې ځنډولی دی.”
خو طالبان بیا وایی، هیله ده چې د سولې په اړه شوې ژمنې عملی شی.
په قطر کې د دې ډلې د سیاسی دفتر ویاند محمد نعیم ویلی ، د سولې لپاره شوې څرګندونې باید په عمل کې ثابتې شی.
خو له دې ټولو سره سره امریکا، اروپایی ټولنې او ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتی چې د سولې خبرو ته کېنی.

ممکن است شما دوست داشته باشید