روزنامه اصلاح

افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجراییوی کمیټې ناسته وکړه

د افغانستان د تلپاتې موخو د پراختیا اجرایوی کمېټې پرون له غرمې وروسته خپله ناسته د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د تېرې ناستې رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې په کاری ګروپونو کې هم د اغېزمنو چارو لپاره منظمې ناستې شوی دی.

ورپسې د غونډې ګډونوالو د SDG ( Sustainable Development Goals ) راتلونکیو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویی ویل، چې تر ۲۰۳۰ کاله پوری د تلپاتې پراختیا د موخو پروګرامونه د افغانستان په ټولو برخو کې تطبیقېږی .

دوی زیاته کړه، چې په دې تېرو کلونو کې د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو خپلو ټولو پروګرامونو کې د افغانستان خلکو لپاره د سهولتونو په برابرولو کې کار کړی دی.

هغوی همدا راز وویل، چې زمونږ راتلونکی نورو برنامو کې د فقر، اقتصاد، ښځو، مالیه او روغتیا په برخه کې د افغانستان خلکو پکې برنامې په نظر کې نیول شوی، چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې دا برنامې به د تطبیق وړ وی .

د غونډې ګډونوالو زیاته کړه، چې په دې ټولو برنامو کې د افغانستان خلکو لپاره لوی کارونه ترسره کېږی، چې د دوی په وینا په دې برنامو کې ورسره ټول نړیوال او کورنی همکاران مرسته کوی تر څو د خلکو لپاره ښه سهولتونه برابر کړی .

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د غوڼډې ګډونوالو ته وویل، چې افغانستان ته د نړیوالو متخصصونو راتګ سره به نور هم د تلپاتې پراختیا موخو د ښه تطبیق کولو په برخه کې ګټور تمام شی .

د هېواد اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، ټول هغه مسایل چې په لوړه کچه پرېکړو ته اړتیا ولری باید د حکومت له رهبری سر دې شریک شی او ټول وزارتونه دې د تلپاتې پراختیایی موخو د برنامو په تطبیق کې برخه
واخلی .

اجرائیه رئیس وویل، چې د تلپاتې پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره د وړاندې شویو طرحو د تایید ترڅنګ ټینګار وکړ، چې باید د نورو ااقداماتو لپاره هم زمینه سازی وشی او تعقیب شی.

ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې ټول کارونه په سمه توګه مدیریت کړی تر څو راتلونکی حکومت هم په دې برخه کې تاسو سره لازمه مرسته وکړی .

د هېواد اجرائیه رئیس د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د اجرایوی کمېټې چارې اغېزمنې یادې کړې او ویې ویل، چې دا د ټولو اړونده ادارو د هڅو او پشت کار پایله ده، چې نن دې کمېټې خپله لار موندلې او د عملی اقداماتو خوا ګامونه اخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید