روزنامه اصلاح

افغانستان د اسیا کپ سیالیو لپاره لوبغاړی اعلان کړل

د افغانستان د کرکټ بورډ د اسیا کپ را روانو سیالیوته د لوبغاړو نوملړ خپور کړ.

په لوبډلې کې له منیر احمد او شرف الدین اشرف پرته نور ټول هماغه لوبغاړی دی چې ایرلنډ سره په سیالیو کې ولوبېدل.

منیر احمد کاکړ د افغانستان د امان الله خان په یوې ورځنیو سیالیوکې وځلېد او دا اول ځل دی چې په ملی لوبډلې کې لوبیږی.

د غواروی کمیټې د یکشنبې په ورځ (سپتمبر۲) په یوې خبری ناستې وویل چې ۱۷ لوبغاړی یې یاد جام لپاره نومولی دی.

د غوراوی کمېټې مشر نوروز منګل د لوبغاړو نومونه واخیستل ”
محمد شهزاد محمدی، محمد جاوید احمدی، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر افغان، حشمت الله شهیدی، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواری، منیراحمد کاکړ، محمدنبی عیسی خیل، ګلبدین نایب، راشدخان،
وفادار مومند، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، افتاب عالم او سید احمد شېرزاد د اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان د ټیم غړی دی.”

ښاغلی منګل دا هم وویل “هره شېبه امکان لری چې یو لوبغاړی ټپی شی ځکه مو منیر احمد چې په کورنیو سیالیو، امیرجینګ، نولس کلنې لوبډلې او الف لوبډله کې یې ښه وړتیا ښودلې د کیپر په توګه لوبډلې ته راوست.”

ښاغلی منګل زیاته کړه چې
دولت ځدراڼ د ډاکټر د سپارښتنې پر اساس تر درملنې لاندې له همدې امله په لوبډله کې شامل نه دی.

د (ICC) یا د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکی لوبډلې په حیث افغانستان د لومړی ځل لپاره په اسیایی جام سیالیو کې برخه اخلی.

یادې سیالۍ د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵مه متحده عربی اماراتو کې پیلیږی او د تر ۲۸مې به دوام ولری. افغانستان د همدغې میاشتې په۱۶ له سرېلنکا او په ۱۹ له بنګله دېش سره لوبې لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید