روزنامه اصلاح

افغانستان د اسیا په کچه د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولی خپله کړه

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ټیم د اسیایی جام په فاینل لوبه کې د پاکستان سیال ټیم د ۱۸۵ منډو په توپیر مات کړ او د دې جام اتلولی یې وګټله.

د مالیزیا په پلازمېنه کوالالامپور کې د اسیایی جام په فاینل لوبه افغان لوبغاړو په ۵۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۸ منډې وکړې او ۲۴۹ هدف یې ورکړ خو ټول پاکستانی لوبغاړی په ۲۳م اوور کې اوټ شول او یوازې ۶۳ منډې یې وکړې. په پرونۍ لوبه کې اکرام علی خېل د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره سلیزه وکړه. افغانستان تېره اوونۍ په نیمه پایلوبه کې نیپال ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او له پاکستان سره فاینل ته راووت، خو په لومړی پړاو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له پاکستان څخه وګټله، دوهمه لوبه یې سریلانکا ته بایلوده خو درېیمه لوبه چې له متحده عربی اماراتو سره وه، په لوی توپیر وګټله.

ممکن است شما دوست داشته باشید