روزنامه اصلاح

افغانستان ته سـتانه شـوی کـډوال  تر پاکستان مېشتو زیاتې ستونزې لری

د نړیوال بانک او کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ د راپور له‌مخې د ۲۰۱۴ نه بیا تر ۲۰۱۷ کال پوری افغانستان ته راستانه شوی کډوال نسبت هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې اوسېږی له زیاتو ستونزو سره مخ دی.

پرون شنبه د «چنګاښ پر ۲۳مه»د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ لخوا رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې اقتصادی ستونزې بېکاری، د ښوونیزو او روغتیایی فرصتونو نشتوالی د راستنو شوو افغان کډوالو د لویو ستونزو په توګه یاد شوی دی. د راپور له‌مخې افغانستان ته د راستنو شوو کډوالو یوه پر دریمه برخه د خپلو اصلی ولایتونو پر ځای په کابل او ننګرهار کې ځای پر ځای شوی چې نسبت هغو کډوالو ته چې پخپلو ولایتونو کې مېشت دی له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د راپور چمتوو کوونکو افغانستان ته د راستنوو شوو کډوالو ستونزو ته د ژر تر ژره رسیدګۍ غوښتنه کړې ده.

هغه سختو شرایطو ته په کتو سره چې افغان کډوال ورسره مخ دی؛ اړینه ده چې د دوی ستونزو ته د رسېددنې په موخه یو لړ بیړنی او هراړخیزه ګامونه د اړوندو ادارو له خوا طرحه او عملی شی.”

دا راپور پر داسې مهال خپرېږی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ د مشر کارولین وان بورین د معلوماتو له‌مخې۲۰۱۹ کال له خپل هېواد څخه د افغانانو د اجباری کډوالۍ د پېل له څلویښتمې کلیزې سره سمون خوری.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت هم د کډوالو د شمېر زیاتوالی ته په کتو ستونزې منی خو وایی، کډوالو ته د کار او ځای پیدا کولو په هدف له بېلابېلو نړیوالو بنسټونو سره پر دوو برنامو کار کوی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر،امریکا غږ ته وویل چې یاد وزارت د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې هېواد ته راستنوو شوو یولک او ۲۰ زره کډوالو لپاره لنډمهاله کاری فرصتونه برابر کړی دی.

هغه وویل:”بیا هم ستونزې شته، په دې معنا چې د راستنېدونکو کډوالو شمېر زیات دی، موږ یوازې په تېرو څلورو کلونو کې یولک او شل زره کډوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده، چې دغه کاری زمینه موقته وه، چې تر یوې لنډې مودې وروسته هغوی بېرته بېکاره شوی او ستونزې نه دی حل شوی.” د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې د روان ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر دا مهاله ۲لکه ۳۷زره افغان کډوال له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوی چې یوه زیاته برخه چې ۲ لکه او ۲۴زره تنه یې یوازې له ایران څخه راستانه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید