روزنامه اصلاح

افغانستان ته د محمد ولی خان دروازی دیپلوماتیک خدمتونه

د محمدولی خان د سیاسی چوپړ پایښت او نورو هېوادونو ته یې دیپلوماتیکی سفرونه

کله چې ښاغلی دروازی په ترکیه کې اوسېده نو خپل سیاسی روابط یې د ترکېې هېواد له مشرانو سره ساتلی وو،  خو ترکیه پرهغه مهال د یونانی لښکر تر یرغل لاندې وه-او ستونزې موجود وې.

له دې وروسته د محمد ولی خان دروازی په مشرۍ افغان پلاوی د ۱۹۲۱کال په فبرورۍ کې برلین ته ولاړ او د المان له هېواد سره یې سیاسی خبرې پیل کړې.

خو المان پرهغه مهال د نړیوالی جګړې څخه زیان لیدلی ؤ او د بریتانیا حکومت تر اغیزې لاندی ؤ له افغان پلاوی سره یې مذاکره دومره اغیزمنه نه وه.

– له دې وروسته افغانی هیات د ۱۹۲۱ میلادی کال په می میاشت کې ایتالیا دولت سره د خبرو له پاره روم ته ولاړ  پرهمدی مهال روم له لندن سره د سیاسی روابطو له کبله ترینګلی حالات درلودل  نو ایتالیا دولت خوشال شو او ډېرژر په ۱۹۲۱ م کال د جون په دریمه د ښو سیاسی اړیکو او دوستۍ ژمنلیک لاسلیک کړ او دایونوی باب ؤ چې ددواړو دوستو هېوادونو ترمنځ پرانیستل شو چې هماغه خواږه روابط بیا تر اوسه پورې پایښت لری.

ط- د ۱۹۲۱ میلادی کال د جون په ۹ مه د فرانس مشر میلیران او صدراعظم په پاریس کې له ښاغلی دروازی سره د دوستانه لیدنی کتنی وکړې، سربیره پردې فرانس هم څرګنده کړه چې بریتانیا به دافغانستان په اړه دښو اړیکو جوړولو په خاطر وهڅوی اوفعالیت یې پیل  کړ.

– د متحده ایالاتو پرلور اوږد سفر پیل شو: محمد ولی خان د ۱۹۲۱ میلادی کال د جولای په ۲ نیټه د نیویارک پرلوری په کشتۍ (بېیړۍ )کې اوږ سفر پیل کړ. بیا هم په دې سفرکې د محمد ولی خان سره سردار فیض محمد خان او ذکریا خان هم وو او په واشنګتن کې یې د ولسمشر د ملاقات هیله مندی درلوده  نو پرهغه مهال د بریتانیا لابیګری په واشنګتن کې توده وه.

دغو دیماګوژیک پروېاګنډه اولابیګریو د واشنګتن په سیاسی فضا هم تت (تور)سیوری وغوړاوه، نو افغانی پلاوی آړشو  چې د شاه امان الله خان رسمی لیک  دسپینې ماڼۍ سیاسی دفتر ته د ولسمشر هارډنګ له ملاقات څخه پرته وسپاری .

– افغانی هیات په واشنګتن کې دبریتانیا سفارت ته مراجعه وکړه تر څو ویزه ترلاسه کړی او لندن ته رسمی سفر وکړی.

– په لندن کې دبهرنیو چارو وزیر لارد کرزن سره یې په ۱۹۲۱ م کال د اګست په ۱۷ مه وکتل خو حالات ترینګلی او ترخه ؤ، پرهغه مهال کرزن په څرګنده وویل چې د کابل دپلاوی ملاقات په لندن کې ضرور نه دی بلکی له برتانوی هند سره یې ملاقات لازم دی.

وروستنی چارې: افغانی هیات د ۱۹۲۱ میلادی کال تر ۱۹۲۲ تر مارچ پورې په پاریس او برلین کې دخپلو مذاکرو دپایلو له پاره پاتې شول، دغه ډول د ۱۹۲۱ د اپریل په ۲۸ مه د افغان – فرانس د دوستی معاهده هم لاسلیک شوه. او داهم یو نوی باب ؤ.

دغو ټولو سفرونو،لیدنو کتنو، خوالو او ناخوالو، خوږ و او تر خو، د محمد ولی خان په سیاسی چارو استازیتوب او تجربو کې زیادښت راووست او د ښې دیپلوماسی خاوند شو د وطن او ملی ګټو له پاره جوګه شو.او حتی دنورو سیاسی شخصیتونو دسیکالوژۍ څخه محیط او ایکالوژیکی حالاتو ، فرهنګی او اجتماعی تاریخی او جغرافیایی انځو رونو او نخشو او پیښو څخه یې کارنده کره او الزماً ښې تجربې ترلاسه کړلی او د خپل وطن او نوی ځوان دولت په غوړیدا او سمسورتیا کې یې وکارولې،چې په سیاسی ډګراو هېواد پالنه او دملی اتوریتې په لوړتیا ، پرمختیا، پیاوړتیا، غښلتیا او سیاسی ملی چاروکې انسیتاتیف( نوښت) او خوځښت کې دهغه دلوړ شخصیت بریالیتوب او لوړ سیاسی درایت او پوهی له پاره غوره توکی او تمثال ګڼل کیدل.

– دهغو پیښو (رویدادونو )یادښت

چې پرسیاست، دولت او چارویې اغیزدرلود:-

د ۱۹۱۲میلادی کال د اوړی په پیل د (می په میاشت کې )دبخارا څخه امیر سید میر عالم شاه له خپلو ۳۰۰تنو ملګرو او کورنیو سره یوځای د آمو دریاب له لارې افغانستان ته راغی (پناهنده شو)- په دې کار سره شاه امان الله خان خورا خپه او متاثر شو نو خاماخا دافغان – روس پردوستۍ یې منفی اغیزی پرې ایستلی.

امیر امان الله خان – هغوۍ ته په کابل کلای فتوح کې ځای ورکړ.

دهغه بخارایی باچا نورو ملګرو ته یې په کابل – هلمند – بغلان – بلخ – او فاریاب کې هم کورونه ورکړل.

یادونه! چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ او لښکرګاه ښارکې دهغه د کورنۍ څخه د سید عبدالوهاب سید اعظم عزیزی او سید رسول لاتراوسه هورې ژوند کوی.

– په امانی دولت کې لویې پیښې کورنې چارې – خواغیزمنې چارې، له دې څخه وروسته په امانی دولت کې په ځانګړی ډول په بهرنی پالیسۍاوکرسۍ کې بدلون راغی په (۱۹۲۲= ۱۳۰۱ل کال جواز – می میاشت )د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی محمود طرزی د همدی وزارت له مقام څخه لیری شو او په پاریس کې د مختار وزیر په توګه وتاکل شو، له دې څخه وروسته هغه ځای (ښاغلی محمد ولی خان دروازی) ته وسپارل شو، ځکه چې ده هم په دریو کالونو کې خورا زیاتی سیاسی تجربی ترلاسه کړی وې او لاسته راوړنې یې درلودې ، خو دی هم لکه د خپل ماقبل یا سلف (محمود طرزی )په څیرد ځوانو،  پوهوکادرونو کوم چې په بهرنیو ژبو هم وپوهیږی له کمبود سره مخامخ شو چې همدا تشه د بهرنیو او معارف په وزارتونو کې تر سترګو کیدله یا (محسوسه وه).

له دې وروسته په ۱۹۲۲میلادی کال د جولای په ۲۹مه په (امان افغان )جریده کابل کې ددولت اعلامیه خپره شوه چې ((د بخارا اوضاع په‌بخا راپورې اړه لری او دهغه کورنۍ مساله ده ، نه ښایی چې افغانستان او شوروی روسیه په هغی کې لاس وهنه وکړی ))مګر ګټه یې ونکړه بلکی شوروی د منځنی آسیا په سیمه کې خپل سیاسی نفوذ لاپسې پراخوله د یادونی وړ ده چې له دی وروسته د آلمان هېواد مهندس د هارتل په نوم ۱۹۲۲کال اګست په پای کې کابل ته راغی او د هارتل پله او د دارالامان ښکلی ماڼی دجوړولو نخشه یې ترتیب کړه. بیا د ایتالیا هېواد سفیر کابل ته راغی او سیاسی اړیکی پخې او تودې شوې ، له دې سره هم فرانس هېواد هم د امانیه ښوونځی چې منظور و رڅخه د اوسنی (استقلال لیسه ده )په کابل کې په خپلی مرستی سره جوړه کړه او پرانیستل شوه.

له دې وروسته ۱۹۲۲ = ۱۳۰۱ش کال د سنبلی په ۵مه نېټه ښاغلی غلام صدیق خان څرخی په آلمان کې د مختار وزیر په توګه د آلمان (جرمنی )هېواد او افغان  دولت ترمنځ د ښو سیاسی اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته ادامه ورکړه او په هغه هېواد کې یې د سیاسی نمایندګی، د زیاتوالی له پاره سعی وکړه له همدی لامله وه د آلمان هېواد سیاسی استازی ګروباهم کابل ته راغی.

د ۱۹۲۲ میلادی کال تر پایه د فرانس، بریتانیا، شوروی روسېې، ترکېې، ایتالیا او آلمان هېوادونو سیاسی نمایندګې په کابل کې ودانې او فعالې شوې

د دیپلوماسی چارو په اړه د ښاغلی دروازی سعی کوښښ او ابتکار په حب الوطن ولاړو نو همدا لامل و چې باچا ته یې ځانګړی ځای درلود او دسیاسی اړیکو په مخته تلو جوړېدو او پراختیا کې یې ډېره ونډه درلودلې وه

د پغمان لویه جرګه او بدلونونه:

د شاه امان الله خان غازی عصر کې درې ځلی لویی جرګی جوړې شوی

 په ننګرهار کی په ‍۳۰۱کال کې

په ۱۳۰۳ل کال په ښایسته پغمان کې د ۷۰۰تنو شخصیتونو په رابللو سره دغه لویه جرګه جوړ شوه او په کې د وګړو استازیو د یو شمیر مهموکورنیو او حکومتی ستونزو د هوارۍ په آړه لازمی پریکړې وکړې.

بله لویه جرګه په ۱۳۰۶ل کال په پغمان د جناب اعلیحضرت امان الله خان غازی په حضور کې د ۱۰۰۰تنو  په ګډون جوړه شوه.

په دغی لویې جرګه کې له کوردننه او بهرڅخه ۱۵۰تنو دیپلوماتانو هم ګډون کړی و، د جرګې غړیو د بخارا خیوا د حکومتونو ړنګولو په اړه له ګاونډی هېواد ګیله درلوده او نیوکې هم موجودې وې او هم د ترکېې دولت څخه یې هم ګیله مندی درلوده چې داټولو په بهرنی پالیسۍ او چارو کې د نوی حرکت  د منځته راوړلو یوه مفکوره را پیداکړه

له دې وروسته په امانی دولت کې بیا هم بدلون منځته راغی محترم محمود طرزی په۱۹۲۴کال کې له پاریس څخه را وغوښتل شو د دوهم ځل له پاره د بهرنیو چارو وزارت پرڅوکۍ یې مقررکړ.

ښاغلی دروازی یې د دفاع وزیر په توګه وټاکه

د اعلیحضرت شاه امان الله خان سره د یورپ او نور و هېوادونو ته د سفر پر مهال مهم شخصیونه او واکمن دولتی اراکین ملګری وو.

 ((…دغه رسمی یون (سفر)په ۱۹۲۷ل کال په دسامبر کې پیل او د ۱۹۲۸کال د جولای تر پایه یې دوام وکړ،په دې سفرکې ۱۲ تنه لوی کسان له شاه سره یوځای وو،چې یو له هغو څخه د محمد ولی خان دروازی خوره یې محمد آمین دروازی نومیږی د شفر او مخابرې لوی مدیر ؤ هم ملګری و. سربیره پردې دبهرنیو چارو وزارت څخه غلام یحیی خان طرزی او ذوات هم حاضر ول.

په هغه کتاب کې چې د (لوی ننګرهار تاریخ او جغرافیا)نومیږی په ۲۴مې پاڼې کې داسې راځی: (…له باچاسره د یورپ په سفرکې کوم چې ۸ هېوادونو ته د کریمیا په ګډون تر سره شو،د دربار له منشیانو څخه یو هم حاجی حضرت لغمانی و، چې لیکنې، سکرتریت او قلمی چارو موضوع یې پرغاړه وه هغه لیکی چې د محمد آمین خان دروازی ځلمی او د کندک مشر عبدالتواب خان موجودیت د ښاغلی محمود بیګ په مشاورت ترسره شوی وو کوم چې د محمود خان بیګ بارکزی فیض خان بدخشی او سردار ولی محمد خان له کورنیو څخه سیاسی امنیتی محرمکاره کسان وو، ورسره یو ځای او د باچا په خدمت کې حاضر وو…).

چې داټول د محمد ولی خان دروازی د لوړسیاسی شخصیت د تعریف او پوهی او دهغه د عالیجاه کورنی په حب وطنی صفاتو مشهور وو- ښکارندویی کوی.

پایله (نتیجه ګیری):-افغانستان ته د انګریزانو لومړنۍ سیاسی پلاوی د ۱۸۰۹میلادی د فبرورۍپه ۲۵مه د (Elphinstone)مونت استوارت الفنستن)په مشرۍ راغلی و، له هماغه نیټې څخه را دیخوا د ښکیلاک ګرۍ ستونزې په افغانستان کې لیدل شوی او په کندهار سویلی او مشرقی سیمو کې یې مرانډې لیدل کېدلې.

دوهم داچې په افغانستان کې د شاه امان الله خان له سلطنت څخه ړومبی هم د اقتصادی اجتماعی او فرهنګی جوړښت له نظره نښې نښانې لیدل کېدلې او د علومو فنونو، صنعت حتی عمرانی نقطه نظره د حکومتونو ترتت سیوری لاندې وو.

کله چې اعلیحضرت شاه امان الله خان غازی او دافغان شریف ملت په حضور سره خپلواکی ترلاسه شوه، نو هماغه لومړیو– میاشتو او کلونو څخه رادیخوا په ټولو مدنی، پوهنی، فرهنګې، میډیاوو، خبری رسنیو، قوانینو جوړونۍ او هم د وټه ییزو یا اقتصادی صنعتی مالی او ددې ترڅنګ په بهرنیو چارو او دیپلوماتیکو استراتیژیکو پالیسیو او دوه اړخیزو (متقابلو دولتی )تعاملاتو او اړیکو کې د وخت د غوښتنو (تقاضاوو) او امکاناتو سره سم لازم اړین او غښتلی ګامونه اوچت شوی و او بریالی تګلاره(ستراتیژی) یې درلوده.

چې په دې اړه د ښاغلی محمود طرزی او ښاغلی محمد ولی خان دروازی سیاسی هڅې ځغاستی ، چوپړونه او په هوښیارۍ،  د رایت او په وطنی مینې یې افغان با وقار ملت ته خورا زیات خدمتونه کړې، دباور، تایید او عزت وړدی.

چې دادی مونږ یې نن، دهغو لوړ شخصیت په تیره بیا دمحمد ولی خان دروازی د خدمتونو یادښت کوو او په مینه او ویاړ سره یې شخصیت یاد او ستایو.

(میړنی دی چې یادیږی په سند رویا په ویر )

ممکن است شما دوست داشته باشید