روزنامه اصلاح

افغانستان ته د محمد ولی خان دروازی دیپلوماتیک خدمتونه په کابل کې د محمد ولی خان دروازی په نوم د نړیوال سیمینار د جوړېدو په مناسبت

محمد ولی خان او له امیر حبیب الله خان څخه،  وروسته حالات:

امیر حبیب الله خان کله چې لغمان ، د الینګار درې ته دکله ګوش په سیمه کې په تفریح تللی ؤ  هغه د ټولې عملېې سره په الینګار کې اوسیده.

په اړه یې چې امیر څرنګه ووژل شول ، ښاغلی میر قاسم خان لغمانی چارباغی چې یو ملی مبارز ؤ په یوه لیکنه کې داسې کښلی دی د ۱۹۱۹جنورۍ په لومړۍ هغه (امیر)جلال آباد او بیا لغمان الینګار ته د تفریح له پاره ولاړ، امان الله خان عین الدوله په کابل کې ؤ او شجاع الدوله چې یو امنیتی (استخباراتی) سړی ؤ ، له باچا سره یو ځای ؤ او تومانچه یی هم درلوده.د ۱۹۱۹میلادی د فبرورۍ میاشتې ۲۰ مه د پنجشنبی شپه ۱۲ بجی کله چې امیر په الینګار کې په خپله خیمه (د خوب پر ځای)کې بیده ؤ د نامعلوم کس له خوا له نږدې څخه د تومانچې په ډز په شهادت ورسید.

ډېر ژر شهزاده امان الله خان په کابل کې پر سلطنتی پلاز (تخت)کېناست او د باچاهۍ جوغه (تاج )یې پرسر شو. د امان الله خان (خسر) چې ښاغلی محمود طرزی ؤ، د ۱۹۱۹میلادی کال د اپریل په لسمه نیټه دبهرنیو چارو وزارت په کرسی مقرر شو. ښاغلی طرزی په پښتو او دری خبری کولی او په دواړو  ملی ژبو یې شعرونه ویلی. په ترکی او عربی ژبو هم پوهېده او هم یې  په کابل، غزنی او هرات کې دری ادبیات لوستلی او مطالعه کړی ؤ او له خپل مرحوم پلار غلام محمد خان څخه یې په پښتو او دری ادبیاتو او صرف و نحوکې
زده کړې کړی وې.

له دی۱۰ ورځې وروسته د ښاغلی محمد ولی خان رسمی دنده هم معلومه شوه. د یادونې وړده چې شاه امان الله خان او محمود طرزی د افغانستان په سیاسی اړتیاووښه پوهېدل، څوځلی یې د بریتانیا حکومت ته لیکونه واستول، خو هغه هېواد د افغانستان خپلواکې په رسمیت ونه پیژندله نو ددی ضرورت پیدا شو، چې د افغانستان ځوان دولت دنړۍ له نورو دولتونو په تیره بیا له شمالی ګاونډی سره خپل سیاسی (دیپلوماتیک )روابطه او تعاملات جوړ او بر قرار کړی

د محمد ولی خان دروازی ، سیاسی (دیپلوماتیک )چوپړونه (خدمات )

په امانیه ځلانده عصرکې د سیاسی خدمتګار شخصیت او دیپلومات

په توګه د ښاغلی دروازی کارکړنې.

لومړی کرونولوژیک اړخ، خدمتونه،  هڅی، تلاش ،  سفرونه او لاسته راوړنې

د ځوان باچا امان الله خان د هدایت له مخې او دبهرنیو چارو وزیر په لارښوونه. دیو ګرځنده سفیر (رسمی سیاسی استازی)په توګه د ښاغلی محمد ولی خان دروازی دنده معلومه شوه هغه له کابله څخه د شمالی ولایتونو پرلور چې هدف او موخه یې تر ټولو لومړی د بخارا امارت ته ورتګ ؤ پیل شوه له دروازی سره د شوروی روسېې او اروپایې هېوادو د مشرانو (زعیمانو )په نومونو د باچا لیکونه هم موجود وو.

او دغه مهمه سیاسی دیپلوماتیکه دنده یې رسماًَ پیل کړه.

– د ۱۹۱۹ میلادی کال د جون په ۴ مه  د ۱۲۹۸ ل کال د سرطان په ۱۴ مه محمد ولی خان او ملګری یې بخارا او اندیجان ته له سفرڅخه څلور ورځې وروسته د روسېې ترکستان مرکز تاشکند ښار ته ورسیدل او همدلته یې ډېرتود هرکلی (پذیرایی)وشوه له دوه ورځو وروسته له همدې ځایه یې دهغه مهال د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ښاغلی پریذنت ویلسن‌ هغه ته تلګرامی خبرورکړ،چې امریکاته افغانی رسمی سیاسی استازی ورتلونکی دی او دپاریس د سولې کنفرانس ریاست یې پرغاړه دی.

دیادونې وړ ده چې په همدې موده کې د شوروی نوی جوړشوی رژیم د سیاسی امنیتی نقطه نظره له ستونزو سره لاس او ګریوان ؤ، چې په هغه هېواد کې انقلاب ضد الکساندر کولچاک نومی وسله وال د نوموړی هېواد پرضد مقاومت او فعالیت کاوه

– د ۱۹۱۹میلادی کال د سپتامبر په ۲۳ د ۱۲۹۸کال د میزان په لومړی نیټه دمحمدولی خان دروازی په مشری، کوم چې بل سیاستوال ښاغلی فیض محمد ذکریا هم ورسره ؤ، په اورګاډی کې یې تاشکند ځخه دمسکو پرلوری خپل یون (سفر)پیل کړ چې د ۱۹۱۹میلادی د اکتوبر په ۱۵مه نیټه (مسکو)ته ورسیدل هلته یې هم ډېر تود هر کلی وشو.

له دې سره مسکو کې خپرېدونکو ورځپاڼو په تیره بیا د (ربوچې او کراسنایا زا ویزدا)ورځپاڼو چې نوی یې اساس ایښودل شوی ؤ د افغانی رسمی سیاسی پلاوی همداراز د باچا شاه امان الله خان او د افغانستان د ستر ملت په اړه ډیرې خپرونی وکړې او مقالې یې خپرې کړلې  او په دې توګه یې د کابل، مسکو ترمنځ اړیکې ښی وپاللی او زمینه یې برابر کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسی معاهده (ژمنلیک)لاسلیک شی چې ترسره شو.

– د ۱۹۱۹میلادی کال د دسامبر په۱۹ مه نوموړی هیأت بیرته تاشکند ته ورغلل.

تردې د مخه د شوروی دولت هوډ کړی ؤ چې د ۱۹۱۹کال د اګست میاشتی په پای کې سیاسی پلاوی د Bravinپه مشرۍ کابل ته د باچا او محمود طرزی حضورته ورولیږی، چې د یاد کال سپتامبر په ۴ مه نیټه یې په ارګ کې له باچا سره رسمی کتنه (ملاقات )وکړ او ومنل شو  په دې توګه یې د شوروی روسېې د مشر رسمی لیک و اعلیحضرت باچا ته تقدیم کړ

– په شوروی روسېې کې د هستوګنې دوهم پړاو

له دې وروسته محمد ولی خان له ۱۹۲۰کال د منی له پای څخه تر ۱۹۲۱کال تر مارچ پورې یې په مسکو کې هستوګنه غوره کړه او له دې سره مسکو ته ثابته شوه چې د کابل له دربار څخه د سفیر په توګه هلته اوسی او سیاسی خبری سرته رسوی او د یو دیپلومات په توګه چلندته اړتیا لری. نو دهمدې خبرو په پایله کې د ۱۹۲۱میلادی کال د جنورۍ په ۲۸مه نېټه په مسکو کې د افغان- شوروی د دوستۍ تړون لاسلیک شو.

–  د محمد ولی خان تر مشرۍ لاندی د افغانستان د شاهی دولت سیاسی دیپلوماتیکو خبرو په دوام کوم چې له ده سره په دې خبروکې ښاغلو غلام صدیق څرخی، ذکریا، مرزا محمد خان یفتلی هم حاضر وو د شوروی روسېې له خوا صدراعظم چچرین او قره خان دیپلومات خبرې کولې کوم چې نتیجه یې ړومبی ذکر شوه.

ممکن است شما دوست داشته باشید