روزنامه اصلاح

افغانان نـور له جګـړو ستړی شـوی سولـه غـواړی

دا تریخ حقیقت اوس ټولو نړیوالواو هېوادوالوته څرګند شوی چې په افغانستان کې ملی ثبات په یوازې سرکوم ځانګړی قوم اویا هم د نظامی کودتاګانوله لارې کوم ګوند او یا هم د بهرنیانودانتصاب له لارې د کوم شخص په وجود کې نشی را منځ ته کېدای ترڅود ملی هویت په رڼا کې دملک میشت قومونه په یوه اتحاد او اتفاق خپل ځانونه تریوه متحد اومتفق ملی چترلاندې ونه وینی، سوله به را منځ ته نشی. په تکرارسره وایوچې د پیړیو په پوړکې اشغالګرانو٬ د هغه لاسپوڅو ٬ قومی ګرایشونو٬ ډلګیواود احزابوپلویانو ونشوای کړای چې دتیروڅلویښتو کالونوپه ترڅ کې د ملیونو انسانانود وینوپه تویولوسره بریالیتوب په لاس راوړى موږ د کودتا ګانو له لارې را منځ ته شوی حکومتونه ولیدل چې دخپل اقتدارد تداوم لپاره یې دڅومره بیګناه انسانانود سرونو قربانی واخیستې خوبیا یې هم کومه خاص نتیجه ورنکړه ٬ داچې ترکومه به دیوه دنامعلوم او نا پاک هدف لپاره ورور وژنې ته ادامه ورکوو٬ بیا هم نه ده معلومه ٬  تجربو ښودلې ده چې په افغانی ټولنه کې د کودتا ګانو او قومی جوړښتونو له لارې را منځ ته شوی حکومتونو د وژنو٬ بربادیو٬ بدبختیو٬ تعصبونو٬ تبعیضونوپرته نورهیڅ په ارمغان نه دی راوړی چې راتلونکی تاریخونه به ددوی په ټولوکړنواو کارنامو ګواه وی ٬ افغانان نورله جګړوسخت ستړی شوی او سولې ته سترګې په لارې دی ٬ دا سوله به را منځ ته کیږی او دغه هېواد به په ملی ٬ سیاسی ٬ اقتصادی او نظامی لحاظ که څوک وغواړی یا نه ٬ حتمی جوړیږی خیر که اوس ځوریږی په دغه ملک کې هیڅ بیګانه قدرت ښه ورځ نه ده لیدلې اوکه چیرې د سولې په راوانو خبرو کې کوم پلو د مقابل لوری د تیرایستلو اراده وکړی نوخپل ځانونه به یې تیرایستلی وی ځکه دپخوانۍ متل پر بنا چې دجنګ له لارې افغانان ډګرگټی ٬ خودخبرو اتروپرمیدان یې بایلی دا متل اوس سرچپه راختلی دی، ځکه افغانان نورهوښیارشوی چې هرڅوک یې په مقابل کې له چل او فریب څخه کارواخلی له شک پرته یې ددوهم او دریم ځل لپاره خوله د وینو ورډکوی چې ښه مثال یې د مجاهدینو پروخت کې دختیځ او لویدیځ دواړوآبرقدرتونو لخوا دافغانانو یوازې پریښودل وو چې په پایله کې د سیمې په هېوادونو کې داسې خپل سری تحریکونه را منځ ته شول چې آمریکا او له نړۍ یې په چیغو راوسته او بیرته مجبورشول چې په افغانستان را وګرځی ٬ له لویه سره افغانستان داسې هېواد دی چې که څوک ورسره چل وکړی نو حتمی به د نړیوالو له سیاسی (پړتک) سره مخ کیږی ٬ انګلیسانو د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې ددغه ملک له وګړو سره له سیاسی چل او نیرنګ څخه کار واخیست او افغانان یې په قومونو وویشل او ددوی ترمنځ یې تفرقې را منځ ته کړې او په ځینو قومونو پسې یې په نسبی لحاظ ناروا تبلیغات وکړل خو کومه داسې نتیجه یې ترلاسه نکړه چې هغه د انګلیسانو په ګټه او دنړیوالو په تائید د نړۍ په سیاسی تاریخ کې سجل شی اوبرعکس دا د تاریخ پاڼه شوه چې د انګریزانو هغه امپراطوری چې په قلمرو کې یې لمر نه ډوبېده د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوه ٬ ٬ ډګرجنرال عبد الوهاب قهرمان  ( زما ژوند د هوا په ستړیو څپو) کتاب کې لیکی:  د قومی تضادونو بنسټ روسانو په افغانستان کې کېښود ځکه دوی حکومتی واک د یوې ډلګۍ په تشکیل کې یوه قوم ته وسپاره چې وروسته دې ناکامې ډلې واک خپلو جهادی اوقومی متنفذینو ته وسپاره او نورټول هېوادوال یې له سیاسی مشارکت څخه محروم کړل چې دا ټول ددې سبب شول چې په افغانستان کې جګړه اوږده شی ځکه روسان پوهېدل چې ددغه فورمول په عملی کولو سره په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره ملی سرخوږی را منځ ته کیږی ٬ خوپه افغانستان کې نا امنی په نړیواله نا امنی بدله شوه او په نتیجه کې د روسانو خواته هغه ابر قدرت را نیږدې شو چې په خوب کې به ترې ډارېده ٬ دا تهدید دچا په ګټه شو ؟

ښه به دا وی چې دا ځل نړیوال له طالبانو سره د سولې په راتلونکې خبرو کې د بن د غونډې په شان خپله هغه تیروتنه تکرارنکړی چې هغه وخت یې د افغانستان د لانجې ښکیل دریو مهمو اړخونو ته د ګډون اجازه ورنکړه ٬ چې دا به بیا داسې اوږده خپل منځی لانجه وی چې نړیوال به ورسره سرګردانه وی ٬ موږ ولیدل چې د بن له غونډې یوکال وروسته په افغانستان کې د طالبانو لخوا نظامی تحرکات را پیل شول که چیرې نړیوالو هماغه وخت هوښیاری کړې وای او د هېواد ټولې متخاصمې ډلې یې تر یوه متحد سیاسی نظامی او اجتماعی چتر لاندې را ټولې کړې وای نو ولې به په افغانستان کې د ناتو د قواوو با وجود داسې نا امنۍ را منځ ته کېدې چې اوس یې له نړیوالو څخه د حل لاره ورکه کړې ده .

د خپلو خبرو په وروستیو کې دغه ټکی ته اشاره کوو چې اوس هم لیر ې نه ده چې د سولې په را تلونکو خبرو کې ذیدخلې ملی او نړیوالې غاړې دچل او فریب یا یوبل د تیرایستلو له سیاست څخه کار وانخلی چې خدای مکړه ددې کار په صورت کې به په راتلونکې کې یو ځل بیا په ملی اونړیواله کچه داسې سرخوږی را منځ ته شوی وی چې د حل لاره یې له هیچا سره نه وی .

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید