روزنامه اصلاح

اسلامی دولت د لندن برېج برید مسؤلیت ومانه

په لندن کې د تېرې جمعې ورځې د برید مسؤلیت “اسلامی دولت” نومې ډل منلی چې وایی دا برید د دوی پرضد په نړیواله ټلواله کې د غړو هېوادونو د وګړو د وژلو په موخه شوی دی.

د برتانیا د ترهګرۍ د مبارزې پولیسو ویلی، بریدګر، چې دوه لارویان یې په چړې ووژل او درې نور یې ټپیان کړل، مخکېنی بندی دی چې له ترهګرۍ سره د اړوندو جرمونو په تور بندی شوی و.

د پولیسو یوه مشر نیل باسو ویلی، بریدګر د پولیسو په ډزو ووژل شو. ۲۸ کلن عثمان خان له زندانه په دې شرط خوشی شوی و چې څارل کېږی به.

اسلامی دولت” نومې ډلې پر ټیلېګرام یوه خبرپاڼه کې ویلی، دا برید ددغې ډلې پرضد د نړیوالې ټلوالې د غړو هېوادونو پر وګړو د وژلو یوه پیلامه ده.

پولیس وایی، عثمان خان په ۲۰۱۲ کال کې هم د ترهګریزو فعالیتونو په تور زندان ته تللی و او د ۲۰۱۸ کال په ډېسمبر میاشت کې له بنده خلاص شوی و.

رتانوی ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ښاغلی خان له هغه وروسته ازاد شوی چې د پولیسو لخوا د خپل تګ راتګ د څار لپاره یې د جی پی اس سیستم لګولو سره موافقه کړې وه.

برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ د ځینو سرچینو په حواله لیکلی د لندن د تیر ماښام برید کوونکی چې عثمان خان نومیده د المهاجرون د سخت دریځې ډلی غړی و. ورځپاڼه د دې سرچینو په حواله زیاتوی ددې ډلې مشر انجم چودری دی او په برتانیا کې تر ټولو خطرناکه او سخت دریځ ډله بلل کیږی. ورځپاڼه زیاتوی برید کوونکی د ترهګرۍ په جرم په زندان کې و او له زندانه له راوتلو وروسته د پولیس تر څار لاندې و.

د برتانیا له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو مشر نېل باسو ویلی، په دې برخه کې لا هم څېړنې روانې دی، خو اوسمهال پولیس ددې برید په تړاو د بل چا لټه نه کوی. ښاغلی باسو زیاتوی چې د نورو احتمالی ګواښونو د مخنیوی لپاره جدی تدابیر نیول شوی دی.

د لندن ښاروال صادق خان هم خبری رسنیو ته خبرو کې وویل چې “یو شمېر خلک ټپیان دی “، خو د اوس لپاره محرمیت په پام کې نیسی او تر دې ډېر معلومات نه ورکوی. ښاغلی خان د ځینو ټپیانو وضعیت نازک وباله.

ممکن است شما دوست داشته باشید