روزنامه اصلاح

اریوب ځاځی؛  د سیلانیانو چکر ځای له نا امنۍ کړېږی

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیا ولایت دنګو غرونو په لمن کې اریوب ځاځیو ولسوالۍ د خپل زرغون او ښکلی طبیعت له امله د ځینو له خوا له سویس سره پرتله کېږی.

د اریوب ولسوالۍ د پکتیا له مرکز ګردېز ښاره اویا کیلو متره لېرې شمال ختیځ خوا ته پرته ده.

دغه سیمه له کلونو راهیسې د خلکو لپاره د سیل، چکر او مېلو یو ځای ؤ.

د اریوب ځاځیو په ځنګله پوښل شوی منډهېر غر، سپینه شګه، ګل غونډۍ او ځینې نورې سیمې به هر کال په سپرلی او دوبی کې د زرګونو سیلانیان دمه ځای ؤ.

دا غرنۍ ولسوالۍ ځکه هم د چکر او لیدنې ځای ؤ چې غرونه یې ځنګلونه او هواره یې طبیعی چمنونه لری.

خو وروستیو نا امنیو او په سیمه کې د وسله والو شتون دغلته د سیلانیانو ورتګ هم کم کړی، او ورسره یې د سیمې سوداګرو پر کاروبار ناوړه اغېز کړی.

د اریوب یو اوسېدونکی جلال له دې حالته خفه بریښی. نوموړی له بی بی سی سره خبرو کې وویل:

مخکې به اتڼونونه وو، زرګونه خلک به راتلل. د موټر درولو ځای به نه ؤ. خو اوس کم خلک اریوب ته راځی

اریوب ته پر غځیدلې لارو د امنیت خرابوالی یو مهم لامل دی چې دې سیمې ته یې د سیلانیانو ورتګ پیکه کړی دی.

یو ځوان فریدالله تېر اختر کې له ملګرو سره د اریوب لیدو ته تللی ؤ. خو هلته په رسېدو وسله والو طالبانو د څو ساعتونو لپاره کېنولی ؤ او پوښتنې یې ترې کړې وې. فریدالله اوس ویریدلی او د اریوب د ښکلاګانو له لیدلو یې توبه ایستلی.

د پکتیا په دې سیمه کې پر تفریح ځایونو کومه خاصه پانګونه نه ده شوې، خو د چاوڼۍ او کوټکی بازارونو کې یې تر څلور سوو هټۍ شته.

د زرغون په نامه یو دوکاندار بی بی سی ته وویل:

“د یوې ورځې مو تر یو لک او یا پنځوسو زرو پورې سودا خرڅوله. د ورځې دومره زیات خلک راتلل چې لارې به بندې شوې. خو چې ولسوالۍ ته راتلونکی خلک کم شی نو مونږ هم د ورځې ډېره سودا نه کوو”.

دا یوازې د زرغون دوکاندار کیسه نه ده، بلکې هوټل، نانوایی او هر ډول روزګار کم رنګه شوی.

د پکتیا ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سیلانیانو د شمېر معلومولو ځانګړی پلان نه لری، او ځکه هم ورسره دې سیمې ته د ورتلونکو سیلانیانو کره شمېره نشته.

خو د سیمې خلک وایی، په تېرو کې به هر کال زرګونه سیلانیان اریوب ته د چکر لپاره ورتلل.

د اریوب والسوال ازاد خان ځدراڼ نه مو پوښتنه وکړه چې ایا دا سیمه به یو ځل بیا هم د سیلانیانو په چکرځای بدله شی او که څنګه. نوموړی په دې اړه وایی:

“د لارې اوږدو کې مو د امنیتی پوستو ځینې قومندانان بدل رابدل کړل. اوس وضعیت ښه دی. تفریح کوونکی دې راځی. موږ ډاډ ورکوو چې سیمه کې امن دی، او هغوی چې ډله ییز راځی موږ دې خبر کړی چې امنیتی تدابیر ورته
ونیسو”.

نصرت الله تسل

ممکن است شما دوست داشته باشید