روزنامه اصلاح

ارګ: ملا عمر پاکستان کې ژوند کاوه او هلته مړ شوی دی

افغان حکومت وایی، دا چې د طالبانو د تحریک بنسټګر ملا محمد عمر د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د یوې پوځی اډې په څو کیلومترۍ کې اوسېدی هیڅ حقیقت نه‌لری.

تازه د یوې هلنډۍ ورځپاڼې لیکوالې « بیتا ډام» پخپل یو کتاب«د ملا عمر پټ ژوند» کې ویلی چې ملا عمر په زابل ولایت کې د امریکایی ځواکونو د یوې پوځی اډې پنځه کیلومترۍ کې اوسېدلی او هېڅکله پاکستان کې نه و پټ شوی.

د ولسمشر غنی ویاند هارون چخانسوری د دوشنبې په ورځ د «کب پر ۲۰مه» پر خپل ټوېټر ویلی چې دا له حقیقته لرې ادعا طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو یوه هڅه ده.

هغه ویلی:”موږ دا له حقیقته لیرې ادعا په کلکه ردو او دا ګڼو چې دا طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو یوه هڅه ده، موږ کافی شواهد لرو چې دا ښیی چې هغه په پاکستان کې ژوند کاوه او هلته مړ شوی دی.”

اغلې ډام دغه څېړنه په واشنګټن کې د «زوما» سنټر په نوم د یو څېړنیز مرکز لخوا د امریکا د ایروزینا پوهنتون په نوښت تر سره کړې ده.

نوموړی پخپلې کتاب او څېړنه کې ویلی چې د طالبانو د تحریک له ړنګېدو وروسته ملا محمد عمر چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته امریکا د هغه د وژلو پر سر ۱۰ میلیون ډالره جایزه اعلان کړې وه په زابل کې د امریکایی ځواکونو یوې اډې ته نژدې د یوه کور په یوه پټه خونه کې اوسېده.‌

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې مخکې تل ویلی چې ملا محمد عمر د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته په پاکستان کې پټ و او هلته وژل شوی دی.

افغان حکومت په ۲۰۱۵ کال کې د ملا محمد عمر وژل کېدل اعلان کړل چې وروسته طالبانو هم د خپل مشر وژل کېدل تائید کړل.

اغلې بیتا تر دې وړاندې د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په اړه هم «یو سړی اویو موټر سایکل»کتاب لیکلی دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید