روزنامه اصلاح

ارګ: له بودیجوی اړخه راتلوونکو ټاکنو ته پوره چمتووالی لرو

د افغانستان جمهوری ریاست وایی، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بودیجوی لګښت ته یې پوره چمتووالی نیولی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون تېره اونۍ پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو لپاره د بودیجې د برابرولو غوښتنه وکړه.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال صمیم عارف امریکا غږ ته ویلی، چې افغان حکومت په تازه ګۍ سره د راتلونکو ټاکنو د لګښت لپاره ۹۰ میلیونه ډالر بودیجه منظور کړې ده.

ښاغلی عارف زیاته کړه چې پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو باندې ۱۴۹میلیونه ډالره لګښت راځی چې ۵۹ میلیونه یې د نړیوالو متحدینو او ۹۰میلیونه یې د افغان حکومت لخوا ځانګړی شوی دی.

هغه وویل:”حکومت چمتووالی نیولی دی، که تر دې اضافه بودجه هم پکار وی، حکومت چمتو دی ځکه ټاکنې یو ملی پروسه ده او د حکومت لپاره یو ستر لومړیتوب دی، چې باید تر سره شی.”

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال همدارنګه زیاته کړه چې مالیې وزارت هم د ټاکنیزو کمېسیونونو له مسؤلینو سره خبرې کړی او په دې اړه یې پوره ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون تر دې مخکې د راتلونکو ولسمشریز ټاکنو د مدیریت او په ښه ډول د عملیاتی چارو تر سره کېدو لپاره پر وخت د بودیجې سپارولو غوښتنه کړې وه.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات وایی چې د بودیجې سپارلو په اړه یې د مالیې وزارت لخوا ډاډ تر لاسه کړی دی:”د بودیجې په برخه کې د مالیې وزارت لخوا موږ ته ډاډ راکړل شوی دی. کومې اندېښنې چې موږ لرلې هغه اوس لیری شوی دی.”

هغه وویل، نړیوالې ټولنې هم له خپل اړخه دوی ته د بودجې ورکولو په اړه ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د محمد اشرف غنی او داکتړعبدالله عبدالله په ګډون ۱۸تنه ورته کاندیدان دی ټاکل شوې د میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید