روزنامه اصلاح

ارګ: د کاندیدانو د»سرپرست حکومت« طـرحـه د قـانون خـلاف ده

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، د «سرپرست حکومت» رامنځته کېدو په اړه د یو شمېر کاندیدانو غوښتنه د افغانستان د اساسی قانون او نظام خلاف ده.

ارګ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې پرون سې شنبه د «غوایی پر ۲۴مه»د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ۱۱ کسیزې شورا یو ځل بیا د جوزا میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته د «سرپرست حکومت» رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

یادې شورا وړمه ورځ هم د افغان حکومت مشرانو ته په دې اړه یوه طرحه وړاندې کړې وه او د «سرپرست حکومت» رامنځته کېدو په اړه یې دوه وړاندیزونه ورته کړی وه.

د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ کاندیدانو د “سرپرست حکومت” جوړېدو وړاندیز کړی.

خو د ولسمشر غنی ویاند هارون چخانسوری د یادو کاندیدانو غوښتنې ته په غبرګون کې ویلی، چې د قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع د افغانستان ستره محکمه ده او احزاب او اشخاص په خپله خوښه د قانون تفسیر نشی کولای.

چخانسوری په دې اړه پرخپل ټوېټر لیکلی:

د افغانستان د اساسی قانون له‌مخې “د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولې میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږی، د ولسمشر د دندې تر پای ته رسېدو مخکې د نوی جمهور رئیس ټاکلو لپاره ټاکنې له ۳۰ څخه تر ۶۰ ورځو مودې پوری کېږی.”

په داسې حال کې ټاکل شوې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وری میاشتې پر ۳۱مه تر سره شوی وای، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره میاشت اعلان وکړ چې دغه ټاکنې به پنځه میاشتې وروسته د مېزان پر ۶مه نېټه تر سره شی.

دا بیانونه پر داسې مهال رامنځته کېږی چې د افغانستان سترې محکمې د روانې غوایی میاشتې له لومړۍ نېټې د ولسمشر اشرف غنی د کار موده تر ولسمشریزو ټاکنو پورې غځولې ده.

د یادو ۱۱ کاندیدانو شورا وویل، که حکومت د دوی غوښتنه ونه منی دوی به یوه پراخه سیاسی اجماع رامنځته کړی او د اعتراض په ډول به خپل غږ پورته کړی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم په ارګ کې له ولسمشر غنی سره پر ټاکلی وخت د جمهوری ریاست ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خبری وکړې.

اغلې وېلز په دې اړه د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرانو سره لیدنه کې له هغوی د شفافو ټاکنو تر سره کېدو غوښتنه کړې وه.

د ولسمشر غنی او اجرائیه رئیس عبدالله په ګډون ۱۸ تنو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید