روزنامه اصلاح

ارګ د طالبانو ځواب کې: موږ تل بین الافغانی مذاکرات غوښتی

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، افغان حکومت د سولې د «بین الافغانی» مذاکراتو اصلی تسهیلوونکی او غوښتونکی دی.

ارګ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې د طالبانو مشر پخپل اختریز پیغام کې ویلی چې افغان حکومت د طالبانو او افغان سیاسینو ترمنځ په «بین الافغانی» مذاکراتو کې خنډ جوړوی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې چې افغان حکومت د سولې د تامین په برخه کې کوم اقدامات تر سره کړی بیساری دی.

ارګ په اندونیزیا، سعودی عربستان او افغانستان کې د دینی علماوو کنفرانسونه او مشورتی لویه جرګه، د افغان سولې په اړه هغه لوی اقدامات یادوی چې د افغان حکومت په ابتکار او غوښتنه شوی دی.

د ولسمشر غنی د ویاند مرستیال صمیم عارف له امریکا غږ سره مرکه کې ویلی، چې افغان حکومت هره لحظه اوربند او بین الافغانی مذاکراتو ته چمتو دی. خو زیاتوی چې طالبانو تل پر جګړې ټینګار کړی دی.

هغه وویل، افغان حکومت تېره میاشت د دوحې «بین الافغانی» کنفرانس ته پوره چمتووالی درلود، خو د طالبانو د مخالفت له امله دغه مذاکرات لغوه شول.

نوموړی زیاته کړه: “د افغان حکومت په استازیتوب یو لوی ګروپ اماده شوو چې ولاړ شی د رئیس جمهور هدایت هم دا و چې (دوی) د سولې پیغام یوسی … خو بدبختانه دغه ډایلوګ و نه شو … نو هغه چې ونه شو د هغوی ناکامی په چا پوری اړه لری؟ هغه ناسته ولې ونه شوه؟ طالبان 

صرف ادعا کوی هغه ثابتولی نشی.”

طالبان پر داسې مهال د افغان سولې په اړه په «بین الافغانی» مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوی، چې تېره اوونۍ دغه ډلې له افغان سیاسی او جهادی مشرانو سره په روسیه کې دوه ورځنی «بین الافغانی» مذاکرات وکړل. په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات ترڅنګ پر اوربند هم خبرې وکړې، خو کومه موافقه پکښی رامنځته نه شوه.

تر دې مخکې د افغان سولې په اړه په دوحه کې هم د امریکایی استازو او طالبانو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پای ته ورسېدې چې دواړو لورو له کومې موافقې پرته پکې د پرمختګ خبر ورکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید