روزنامه اصلاح

ارګ: د سولې په خبرو کې امریکا د افغان حکومت ځای ناستی نه‌شی کېدای

د افغانستان جمهوری ریاست د هغو راپورونو په غبرګون چې ګوندې امریکا له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته چمتوالی ښودلی وایی، د سولې په خبرو کې امریکا د افغانانو او حکومت ځای ناستی نهشی کېدای.

د جمهوری ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی وایی، امریکا د افغان حکومت په غوښتنه دې ته چمتو شوې چې د سولې په خبرو کې ونډه واخلی، ملاتړ یې وکړی او اسانتیاوې ورته برابرې کړی.

د نوموړی په وینا د افغانستان د سیاسی راتلونکی لپاره له طالبانو سره هر ډول مذاکرات به یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږی.

ښاغلی مرتضوی پهدې اړه ازادی راډیو ته ویلی:

“د امریکا متحده ایالات له افغان حکومت سره په مشوره پهدې لټه کې دی چې د افغانستان د سولې لپاره لارې چارې ولټوی، د افغانستان د سیاسی راتلونکی لپاره هر ډول مذاکرات به یوازې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ وی، د امریکا متحده ایالات به د افغانانو او حکومت ځای ناستی نهوی، دا د افغانستان حکومت
دی چې باید له طالبانو سره په هر ډول اصولی خبرو کې شامل وی.”

دا چې د امریکا د اسانتیاوو له برابرولو هدف څه دی؟

ښاغلی مرتضوی وایی، دغه اسانتیاوې کیدای شی د تشویق او هڅونې تر بریده وی.

نوموړی دا راپورونه رد کړل چې ګوندې امریکا چمتو ده چې له وسلهوالو طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ډیپلوماټانو ته لارښونه کړې چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتوالی ونیسی.

که څه هم دغې ورځپاڼې د کومې سرچینې نوم نهدی اخېستی، خو لیکلی یې دی چې افغان او امریکایی چارواکو یې هرکلی کړی او د یادو چارواکو په وینا د امریکا دغه تازه اقدام به د افغان حکومت او طالبانو د نېږدې والی لامل شی او د دواړو لورو ترمنځ به د رسمی خبرو پیل ته زمینه برابره کړی.

د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته یاد ماموریت په یوه اعلامیه کې ویلی چې په کندهار کې د جنرال جان نیکلسن هغه څرګندونې چې ګواکې امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتوالی نیسی، تحریف شوی دی.

په ورته وخت کې اسوشیټېډ پریس خبری اژانس خبر ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې ویلی، له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره د دوی دروازې پرانېستې دی، څو دغه ډله له افغان دولت سره اوربند ته وهڅول شی.

خو رویټرز خبری اژانس د طالبانو د سیاسی دفتر د یوه ویاند سوهیل شاهین له قوله ویلی، دوی دې خبرې ته په تمه وو او هرکلی یې کوی.

د شاهین په وینا دوی منتظر و چې د دغې ډلې د مشرانو نومونه له تور لېسته حذف شی، څو وتوانېږی چې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړی.

رویټرز همدا شان د شاهین له قوله ویلی، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه مهمه موضوع ده او دوی تمایل لری چې له امریکا سره د دوی په اندېښنو وغږېږی.

خو افغان دولت بیا تل ټینګار کړی چې د سولې د خبرو ملکیت به له افغانانو سره وی.

 

د افغانستان د سولې عالی شورا بیا د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو ته چمتوالی ښودلی ویلی چې دغه حرکت د سولې د خبرو د پیل لپاره یو مهم ګام دی.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته ویلی، چې د واشنګټن او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لامل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید