روزنامه اصلاح

ارګ: د بغدادی وژل کېدل  د افغانستان د امنیت لپاره مهم دی

د افغانستان جمهوری ریاست د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادی وژل کېدل د دغه ډلې لپاره یوه لویه ضربه بولی.

ابوبکر البغدادی وړمه شپه (شنبه ۲۶) مه د سوریې په ادلب ولایت کې د امریکایی ځواکونو د عملیاتو پرمهال ووژل شو.

ارګ د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لخوا د بغدادی د وژنې تر اعلان وروسته په یوې اعلامیې کې ویلی، چې د نوموړی وژنه به په افغانستان کې د تروریستی بریدونو له کموالی او امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړی.

د جمهوری ریاست په اعلامیه کې راغلی:”د داعش د رهبر ابوبکر بغدادی وژل، نه یواځې د تروریستی بریدونو د کموالی او د افغانستان د امنیت د تامین لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات هم مثبت اغېز لری.”

د افغانستان جمهوری ریاست ویلی، چې له تروریزم څخه د خلاصون یوازینۍ لار «دغه راز د چټکو او په موقع عملیاتو تر سره کول دی».

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پرون دوشنبه د اکتوبر پر ۲۹مه د «لړم۶مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې د بغدادی د له منځه وړلو په اړه د هر کلی په څرګندولو سره وویل، چې دغه ډلې په عراق، سوریې او افغانستان کې د زرګونو بې ګناه انسانانو ژوند اخیستی
دی
.

نوموړی په ننګرهار کې وروستۍ چاودنه د داعش ډلې کار وباله:”دوه اونۍ مخکې چې په هسکه مېنه کې کومه خونړۍ پېښه رامنځته شوه او بې ګناه لمونځ کې یې په شهادت ورسول، دا کار د داعش ډلې د جنایتونو څرګندونه کوی.”

د هسکې مېنې په جودری جومات کې چاودنې چې ۷۰ تنه یې شهیدان او ۳۶ تنه یې ټپیان کړل مسؤلیت یې تر دامهاله کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.

دغه ډلې د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې د پاکستانی طالبانو د پخوانی مشر حافظ سعید خان په مشرۍ د افغانستان په ختیځ کونړ او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت پیل کړ، چې د وخت په تېریدو سره شمالی او ځینو نورو ولایتونو ته هم پراخ شول.

داعش ډلې په افغانستان کې هغه وخت د خلکو فکر ځان ته واړوه، چې په ننګرهار ولایت کې څو تنه ملکی افغانان په بمونو والوزول.

تر هغه وروسته افغان حکومت په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې د یادې ډلې پر ضد پراخ عملیات تر سره کړل.

تر دا مهاله په افغانستان کې د ناټو ایتلاف په هوایی بریدونو کې د سعد ارهابی او حافظ سعید خان په ګډون د دغه ډلې پنځه مشران او لسګونه غړی وژل شوی دی.

دغه وسله والو ډلې په ننګرهار، کونړ او شمالی ولایتونو کې له وسله والو طالبانو سره هم سخته نښتې کړی
 دی
.

داعش وسله والې ډلې په کابل کې د واده پر صالون، پر جنبش روشنایی، د افغانستان پر مخابراتو وزارت، میوند ورزشی کلب، امام زمان جومات او ځینو نورو ولایتونو کې د ګڼو چاودنو او ځانمرګو بریدونو مسؤلیت اخیستی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید