روزنامه اصلاح

ارګ: د اسلامی نړۍ د عالمانو فتوا د طالبانو په لیکو مثبت تاثیر کړی

افغان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه راپور په اړه چې طالبان په ښارونو کې انتحاری حملې نهکوی وایی، د هر هغه اقدامه چې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړی هرکلی کوی.

وروسته له هغې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې تازه راپور خپور کړی چې طالبان په ښارونو کې حملې دروی، ارګ وایی، د هر هغې پریکړې ملاتړ کوی چې د جګړې د کموالی لامل کېږی.

د جمهوری ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی وایی، د اسلامی نړۍ د عالمانو وروستۍ فتوا د طالبانو په لیکو مثبت تاثیر کړی.

د نوموړی په وینا یو زیات شمېر طالب جنګیالی د جګړې په وړاندې د عالمانو په فتوا پوهېدلی او د جګړې لیکې یې پرېښې دی.

ښاغلی مرتضوی زیاته کړه:

“روښانه نښې موجودې دی چې د طالب پوځیانو اصلی بدنه له جګړې ستړې شوې، نو پهدې اساس هرهغه اقدام چې د تاوتریخوالی له کموالی او له سولې، ثبات سره مرسته وکړی موږ یې هرکلی کوو.​”

دا پهداسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې تازه د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد په نقل قول لیکلی چې د دغې ډلې رهبرۍ د افغانستان په ښارونو کې د انتحاری حملو د نه کولو دستور صادر کړی او دوی دغه تصمیم عملی کوی.

ورځپاڼې د مجاهد له قوله لیکلی چې دغه پریکړه یې ملکی کسانو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوی په هدف کړی.

خو ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولی پیغام کې ویلی چې د نوموړی خبرې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له لوری تحریف شوی دی.

ذبیحالله مجاهد د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبریال هغه پوښتنې ته چې ولې طالبانو د اختر په ورځو کې د کابل په ګډون د افغانستان په نورو ښارونو کې انتحاری حملې ونهکړې؟ په ځواب کې ویلی؛ په ښارونو کې عملیات زمانګیره وی، مجاهدین خورا احتیاط کوی او هڅه کوی چې اهداف په ډېر دقت سره په نښه شی، څو له عملیات سره ملکی خلکوته زیان ونه رسېږی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالی شورا وایی چې د طالبانو د رهبری په کچه د مخامخ خبرو لپاره تمایل زیات شوی.

د دغې شورا ویاند احسان طاهری پهدې اړه ازادی راډیو ته ویلی:

​”د طالبانو د رهبری په کچه د مستقیمو او مخامخ خبرو د پیل لپاره تمایلات لیدل شوی او د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږی، تمه ده څومره ژر چې کېږی طالبان دې د سولې د خبرو د پیل لپاره پلاوی وټاکی.​”

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمدرادمنش هم د طالبانو دغه اقدام ستایلی او په ورته وخت کې وایی، د پوځی پلانونو د ترسره کېدو لپاره هم بشپړ چمتوالی لری.

د سیاسی چارو یو شمېرکارپوهان ټینګار کوی که د طالبانو دغه فیصله عملی بڼه پیدا کړی؛ افغان حکومت به هم ورته اقدام ترسره کړی.

  رحمت الله افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید