روزنامه اصلاح

ارګ: اوس لومړیتوب د سولې مشورتی لویې جرګې جوړېدل دی

افغان حکومت وایی، د قطر ناسته له لغوه کېدو سره اوس د سولې مشورتی لویې جرګې جوړېدل لومړیتوب دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته په‌دې اړه ویلی:

“اوس زموږ لومړیتوب د سولې مشورتی لویې جرګې جوړېدل دی او په قطر کې جوړېدونکې ناسته د اوس لپاره لغوه شوه.”

ښاغلی مرتضوی دا هم وویل چې د افغان حکومت له لوری د قطر پایتخت دوحې ته د له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره د ورتلونکی پلاوی نوم‌لړ په مقابل کې د قطر له لوری یو بل لېست وړاندې شو چې دا د سولې لپاره د افغانانو د ارادې سپکاوی وو.

د نوموړی په خبره، دا چمتو شوی نوم‌لړ هر اړخېز وو چې د هېواد د بېلابېلو قشرونو استازی په‌کې شامل وو.

ټاکل شوې وه، له قطر ناستې وروسته له طالبانو سره د سولې لپاره د خلکو د نظریاتو د اورېدو لپاره په افغانستان کې د سولې مشورتی لویه جرګه جوړه شی، خو اوس چې د قطر ناسته لغوه شوه، افغان حکومت ټینګار کوی چې په ټاکل شوې نېټه دې د سولې مشورتی لویه جرګه جوړه شی.

د سولې مشورتی لویه جرګې کمېسیون د معلوماتو له مخې دغه جرګه به راتلونکې ثور میاشتې په نهمه جوړه او څلور ورځې به دوام وکړی چې د ټول هېواد په کچه به په‌کې دوه نیم زره کسان برخه واخلی.

له دې سره د سولې مشورتی لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مرستیال ضیاالحق امرخېل وایی چې دغې جرګې ته ټول تدابیر نیول شوی او په خپله ټاکل شوې نېټه به جوړه شی.

ښاغلی امرخېل د دغې جرګې د څرنګوالی په اړه ډاډ ورکړ:

“موږ ټول تدابیر نیولی او موږ خلکو او سیاسونو ته ډاډ ورکوو چې له دغې جرګې نه د کوم کمپاین لپاره ترې استفاده نه کېږی، دلته یوازې یو کمپاین کېږی چې هغه د سولې کمپاین دی.”

ضیاالحق امرخېل وایی، د دغې جرګې لپاره د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او سیمو د علماوو، ښځو، قومی مشرانو، او ژورنالېستانو له ډلو استازی ټاکل شوی او د خلکو نظریات له طالبانو سره د سولې په تړاو شریک کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید