روزنامه اصلاح

اروپا کې سختې ګرمۍ پخوانی رېکارډونه مات کړل

په لویدځه اروپا کې د روانې اونۍ د سختې ګرمۍ څپه لا پسې توده شوه او ځینو هېوادونو کې یې د ګرمۍ پخوانی رېکارډونه مات کړل. په هالنډ کې د پنجشنبې ورځ د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو ګرمه ورځ بلل شوې وه.

د فرانسې شمال کې د ګرمۍ بېړنۍ حالت اعلان شوی او پلازمېنه پاریس کې هم ګرمی د سانتیګراد په کچه ۴۰ ته رسېدلې ده.

د پاریس شاوخوا ۱۹ نورو ولسوالیو کې هم بېړنۍ حالت اعلان شوی او وېره ده چې د فرانسې ځنیو برخو کې ګرمی ۴۲ درجو ته رسېدلی شی.

په برتانیا کې ځینو سیمو کې د حرارت درته ۳۶ نیمو ته رسېدلې، چې په جولای میاشت کې رېکارډ کچه ده. ځینو سیمو کې اورګاډو ته سپارښتنه شوې چې ورو مزل وکړی، چې هسې نه اوسپنیزې پټلۍ یې وېلې شی.

د برتانیا د موسمیاتو ملی ادارې وایی، اقلیمی بدلون په ټوله اروپا کې د ګرمې هوا څپو لامل شوی. په بلجیم او جرمنی کې هم دچارشنبې ورځ د دې هېوادونو په تاریخ کې تر ټولو ګرمه ورځ رېکارډ شوې وه.

بلجیم د سختې ګرمۍ له کبله د ټول هېواد په کچه بېړنۍ حالت کړ او خلکو ته یې د احتیاط سپارښتنه وکړه.

فرانسه کې د کوچنیانو وړکتونونه تړل شوی او خلکو ته ویل شوی چې که امکان ولری نو دفترونو او کارونو ته دې نه ځی. داسې هم ویل کېږی چې دې هېواد کې د پنخو کسانو مړینه هم ښایی د سختې ګرمۍ له کبله
وی.

د جرمنی په ځینو شمالی برخو کې سیندونه او ډنډونه وچ شوی دی او ویل کېږی چې کبان له جدی خطر سره مخ دی.

په هالنډ کې بیا روانه اوونۍ په یوه فارم کې د هواکښ د خرابېدو له کبله سلګونه خنځېران مړه شوی وو. په ټوله کې تېره جون میاشت په اروپا کې د تاریخ تر ټولو ګرمه جون میاشت بلل شوې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید