روزنامه اصلاح

اروپایی ټولنې د افغان سولې له پروسې د خـپل ملاتړ پرېکړه لیک تصویب کـړ

د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په لوګزامبورک کې د افغانستان د سولې له پروسې د دې اتحادیې د ملاتړ پرېکړه لیک تصویب کړ.

د اروپایی هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره اعلان وکړ چې دا اتحادیه چمتو ده چې د افغانستان د سولې د پروسې ضمانت وکړی.

په پرېکړه لیک کې راغلی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښکېلو اړخونو د موافقې په صورت کې دا ټولنه د دې پروسې ضمانت او په دې برخه کې سیاسی او مالی ملاتړ ته چمتو ده.

د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په لوګزامبورګ کې د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسه کې د اروپایی هېوادونو د رول او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

په پرېکړه لیک کې ویل شوی چې د افغانستان د سولې پروسه باید پراخ بنسټه وی، د افغان حکومت له خوا تائید شی، تاوتریخوالی کم کړی، له افغانستانه نړۍ ته د ترورېزم د ګواښ مخه ونیسی، د ټولو افغانانو بشری حقونه خوندی کړی او د افغان دولت او د افغانستان د اساسی قانون دوام یقینی کړی.

د اروپایې ټولنې د بهرنی سیاست مسؤله فیدریکا موګرینی د لوګزامبورک د غونډې تر پیل مخکې وویل، دا ټولنه او متحده ایالات په ګډه کار کوی چې د سولې بین الافغانی خبرو اترو ته زمینه برابره کړی. مونږ له خپلو امریکایې ملګرو سره له نږدې کار کوو چې د بین الافغانی خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړو، زه پخپله هم څو اوونۍ مخکې په کابل کې وم، دا به د اروپایی ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ته یو فرصت وی چې هغه اقدامات تأیید کړی چې اروپایی ټولنه یې د دې پروسې د ملاتړ لپاره کولی شی.” د اروپایې ټولنې د بهرنی سیاست مسؤله فیدریکا موګرینی دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې وه او له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې له پروسې او له بین الافغانی خبرو اترو ملاتړ څرګند کړ. د جرمنی خبری اژانس ویلی دی چې له طالبانو سره د امریکا خبرو اترو د امریکا متحدانو ته دا اندېښنې پیدا کړی چې دا مذاکرات هغو نورو هېوادونو ته چې په افغانستان کې ښکېل دی، څه معنا لری او په افغانستان کې به د بشری حقونو او ډموکراسۍ په برخه کې پر شویو پرمختګونو څه ډول اغېزې ولری.

په همدې حال کې تمه ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په نږدې ورځو کې په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو اترو شپږم پړاو پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید