روزنامه اصلاح

اروپایی ټولنه: د سولې بهیر باید د افغانانو په واک کې وی

د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا ویلی، له افغانستان سره د اروپایی ټولنې د مرستو دوام دې پورې اړه لری چې راتلونکی افغان حکومت به څه ډول وی او څوک به په واک کې وی؟‌

ښاغلی‌ کوبیا پرون یکشنبه کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل،‌ اروپایی ټولنه له یوه داسې”اسلامی‌ امارت” سره مرسته نه شی کولی چې په واکمنۍ کې یې د وګړو اساسی حقونه خوندی نه وی.

د اروپایی ټولنې استازی‌ یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې باید ژر تر ژره پیل شی.

نوموړی ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې د افغان حکومت شمولیت اړین دی او زیاته یې کړه چې دا ځل باید د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ پیل شی‌ او واک یې هم باید له افغانانو سره وی.‌

ښاغلی‌ کوبیا وویل، د سولې په هر ډول هوکړه کې باید د اوربند ټکی موجود وی، ځکه روان تاوتریخوالی باید بند شی.

د اروپایی ټولنې استازی وویل،‌ افغانستان کې ټاکنې او د سولې بهیر دوه جلا بهیرونه دی او باید یو بل ته خنډ نشی.‌

ښاغلی کوبیا وویل،‌ د ټاکنو ګټونکی او بایلونکی باید رسمی‌ اعلان شوې پایلې ومنی، ځکه چې راتلونکی حکومت باید په بشپړ واک او اعتبار سره د سولې په خبرو ګې ګډون وکړی.‌

ممکن است شما دوست داشته باشید