روزنامه اصلاح

اجرائیه رئیس: کورنیو چارو وزارت دې په پیاوړی عزم او ارادې د اصلاحاتو لپاره کار وکړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایی چې په کورنیو چارو وزارت کې پیل شوی اصلاحات بنسټیز دی او د پخوا په پرتله له فساد سره مبارزه، د پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډه، د ظرفیتونو رامنځته کېدل او د شهیدانو کورنیو ته رسیدګی ښه شوې ده.

اجرائیه رئیس چې په سپېدار ماڼۍ کې د پولیسو او نړیوالو ملاتړو ترمنځ یې د همکاریو ګډ بورد ته خبرې کولې وویل، چې پولیس له خلکو او خاورې څخه د دفاع په لومړۍ کرښه کې قرار لری او د دښمن لومړی هدف هم ګرځېدلی دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله له پولیسو څخه مننه وکړه، چې په قربانیو سره یې د دښمن مخه نیولې او دفاع یې کړې؛ خو د پولیسو له لوړو تلفاتو یې اندېښنه وښوده. اجرائیه رئیس وویل، په تاسف سره چې د پولیسو تلفات خورا لوړ دی او دا د دې اړتیا رامنځته کوی چې کورنیو چارو وزارت او نړیوال همکاران یې دې مسالې ته جدی پاملرنه وکړی او له ټولو ممکنه لارو څخه کار واخلی څو تلفات را ټیټ شی.

اجرائیه رئیس له نړیوالو دوستانو څخه هم مننه وکړه، چې د افغان پولیسو د روزنې او تجهیز په برخه کې همکارې کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې تېر کال په دې ناسته کې د پولیسو څلور کلنه ستراتېژی وړاندې شوه چې له مخې په کورنیو چارو وزارت او پولیسو اړوند ټول مسایل په کې په اساسی ډول څېړل شوی و چې په عملی کېدو سره یې پولیسو د مسلکی کېدو خواته ګام اخیست.

اجرائیه رئیس دغه راز وویل، ستره ستونزه دا هم وه، چې د پولیسو تشکیل د تېرو څلوېښتو کالو او د اوسنی نفوس او غوښتنو ته ځواب ویونکی نه و.

ډاکټر عبدالله عبدالله د یوشمېر سیاستوالو وروستیو څرګندونو ته په اشارې نړیوالو دوستانو ته په خطاب کې وویل: یوشمېر مغرضو کسانو ستاسو د حضور په اړه غیر مسوولانه څرګندونې کوی؛ خو ستاسو د کار او همکارۍ پایله ولس اخیستې او هغوی یې په ارزښت پوهېږی چې له افغان امنیتی ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې مرستې څومره حیاتی او ارزښتمنې دی. تاسو د افغانستان د ثبات او ټیکاو لپاره هڅې کوئ چې د مننې وړ ده.

اجرائیه رئیس وویل، چې د ملی یووالی حکومت په کورنیو چارو وزارت کې له ټولو اصلاحی او پراختیایی پروګرامونو چې د پولیسو د وضعیت د بهبود لامل کېږی ملاتړ کوی؛ خو کورنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه وکړه، چې په پیاوړی عزم او ارادې له خپلو نړیوالو دوستانو سره په همغږۍ د اصلاحاتو لپاره کار وکړی.

هغه له کورنیو چارو وزارت وغوښتل چې په تصمیم ګیرۍ کې د ښځو د ګډون لپاره دې خپله طرحه د حکومت رهبرۍ ته ورکړی.

ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنو ته په اشارې وویل، چې د پولیسو وظیفه یوازې د امنیت ساتل دی او پولیس باید په مسلکی ډول او غیر طرفدارۍ ډول د خلکو امنیت تامین کړی څو د رایه ورکولو بهیر ښه ترسره شی. خلکو ته باید مطمینه فضا را منځته شی.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې په کورنیو چارو وزارت کې پرمختګ او ارتقا له هر ډول تړاونو پرته او یوازې د واقعی ظرفیت او قابلیت په نظر کې نیولو سره ترسره شی او خلک په هره کچه په کې ځان ووینی.

ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، چې پولیس له دښمن سره د مبارزې وړتیا لری او هېڅکله له هغه دښمن سره د پرتلې وړ نه دی چې تیاره فکر لری، موخه، لاره او روش یې اشتباه او خلکو ته د منلو وړ نه دی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل: د همکاریو مشترک بورد یو میکانیزم دی چې د کورنیو چارو وزارت ټولې کړنې، ژمنې او اصلاحی پروګرامونه په کې تر بحث لاندې نیول کېږی او له نړیوالو دوستانو سره شریک کېږی.

هغه وویل، چې کورنیو چارو وزارت کې د پلی شویو او روانو اصلاحاتو په لړ کې اوس دغه وزارت له یوې داسې ادارې څخه چې تل به پرې د فساد تورونه وو، په یوې حساب ورکوونکې او شفافې ادارې بدل شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، چې ټولې چارې د یوه منظمې ستراتېژۍ او د یوه منظم سیستم له لوری پر مخ ځی او د څه باندې اوه نوی سلنه پولیسو بایو میټریک شوی، څو د خیالی پولیسو مخه ونیول شی.

ویس احمد برمک اندېښنه وښوده چې لا هم په ځینو سیمو کې زورواکی د خلکو امنیت اخلال او روان یې نارامه کوی خو ډاډ یې ورکړ چې پولیس به یې پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړی.

په همدې حال کې د کاناډا سفارت شارژدافیر په پولیسو کې له پلی شویو اصلاحاتو خوښی وښوده او ویې ویل، چې کاناډا به له افغانستان سره په دې هېواد کې د سولې او ثبات تر تامین پورې خپلو مرستو دوام ورکړی.

په کابل کې د برېټانیا سفیر هم وویل، چې دمګړۍ افغان پولیسو ډېر پرمختګ کړی او د خپلو مرستو له دوام یې ډاډ ورکړ. هغه وویل، چې دی به د دې ګډ بورد د مشر په توګه هڅه وکړی چې د کورنیو چارو وزارت له پروګرامونو او ستراتېژۍ څخه ملاتړ ته نړیوال وهڅوی او په دې برخه کې به مرستې راټولې
کړی.

هغه له پلی شویو او پلی کېدونکیو اصلاحاتو ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې په شفاف ډول به ګډ کار وکړی څو افغان پولیس په یوازې سره د ننګونو پر وړاندې ودرېږی او مسلکی خدمات وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید