روزنامه اصلاح

اجرائیه رئیس: ټول هېوادوال دې د نیالګیو په کېنولو او د ځنګلونو په ساتلو کې خپله ونډه ترسره کړی

په هېواد کې د زرغون کمربند د پراخولو ملی کمپاین د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس له لوری د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو.

په دې اړه جوړې شوې ناستې ته د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی د هېواد ټولو خبریالانو ته د هغوی د ورځې مبارکی وویله او د هغوی له هڅو، قربانیو او سرښندنو یې ستاینه وکړه.

اجرائیه رئیس وویل، چې د نیالګیو د ایښودلو کمپاین فعال مشارکت ته اړتیا لری او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې د هېواد د سمسورتیا او رغونې لپاره دې نیالګی کېنوی. اجرائیه رئیس د هېواد په سمسورتیا کې له اړونده ادارو سره د هېوادوالو همکاری مهمه بولی او هیله ښیی چې راتلونکی کال به د ډېرو ورښتونو له امله سمسور او ښېرازه کار وی.

اجرائیه رئیس دغه راز له هېوادوالو وغوښتل په هغو سیمو کې چې ځنګلونه شتون لری، باید له امنیتی ادارو سره په ګډه د ځنګلونو ساتنه وکړی او له وهلو یې مخنیوی وکړی.

اجرائیه رئیس سره له دې چې له هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو مننه وکړه، له افغانستان سره یې د نړیوالو مرستې مهمې وبللې. اجرائیه رئیس دغه راز ډاډ ورکړ، چې د سولې په پروسه کې به د خلکو په حقونو په ځانګړی ډول د بیان په ازادۍ معامله ونشی.

په دې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وویل، چې سږکال به په ټول هېواد کې کابو ۲۲ میلیونه نیالګی کېنول شی، چې ۲ میلیونه به یې د کرنې وزارت او شل میلیونه به د نورو اړونده ادارو له لوری په هېواد کې کېنول شی.

ښاغلی درانی وویل، د ډېر ورښتونو له کبله به راتلونکی کال ښېرازه او سمسور وی او هېوادوال باید د نیالګیو په کېنولو او ساتلو سره د هېواد په سمسورتیا او ښېرازۍ کې ونډه واخلی.

د کرنې او مالدارۍ وزیر دغه راز له بزګرانو او باغوانانو د ملاتړ لپاره هغوی ته د ترکتورونو د ورکړې او سهولتونو برابرولو خبر هم ورکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید