روزنامه اصلاح

اجرائیه رئیس: ټولې ادارې دې د حفظ و مراقبت لپاره جامع پلانونه چمتو کړی

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس په مشرۍ د حفظ و مراقبت اجرایوی کمېټې په سپېدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د افغانستان برېښنا شرکت مشر امان الله غالب د برېښنا شرکت اړوند تاسیساتو د حفظ و مراقبت په اړه پرنزنټېشن وړاندې کړ او ویې ویل، چې دوی د حفظ و مراقبت لپاره د کال ۱،۲ میلیارده افغانۍ لګوی.

هغه وویل، چې په تېر کال کې یې د ضایعاتو کچه له ۳۹ سلنې څخه ۳۳ سلنې ته راښکته کړې او ۱۸ میلیونه یې صرفه جویی کړی او په روان کال کې د ځانګړو تدابیرو په نیولو سره کوښښ کوی چې دا سلنه ۲۵ سلنې ته را ښکته کړی.

د برېښنا شرکت مشر زیاته کړه، چې په هرات ولایت کې به په نمونوی ډول سره د پیش پرداخت برېښنا سیستم فعال کړی، چې دمګړۍ یې بودیجه د نړیوال بانک له لوری منظوره شوې ده.

د ښاغلی غالب په وینا په تېر کال کې ۲۰۸ ځلې د برېښنا مزی او پایې د وسله والو مخالفانو له لوری تخریب شوی، چې دې شرکت ته یې د ۱۱٫۷ میلیونه ډالره زیان ور اړولی دی او غوښتنه یې وکړه، چې د دې ستونزې لپاره باید حل لپاره پیدا شی.

هغه دغه راز د برېښنا بل د پیسو راټولو په اړه وویل، چې امنیتی او عدلی ادارې ورسره همکاری نکوی او له امله یې په پېرېدونکیو پور پاتې کېږی.

امان الله غالب وغوښتل چې عدلی او قضایی ادارې دې د برېښنا شرکت اړوند دوسیو ته عاجل رسیدګی وکړی او د عوایدو په را ټولولو کې دې ورسره همکاری وکړی.

هغه دغه راز وویل، چې یوشمېر روغتونونه، محابس، سترې خصوصی کمپنۍ او هوایی ډګرونه هم د برېښنا پوروړی دی چې دا مهال ورسره د پورونو د پرې کولوپه برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

ښاغلی غالب وویل، چې په هغو سیمو کې چې نا امنی لری غواړی چې برېښنا خصوصی سکتور او یا هم ځایی مشرانو ته وسپاری چې عواید یې راټول کړی.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان برېښنا شرکت چارې وستایلې او ویې ویل، چې برېښنا شرکت د حفظ و مراقبت لپاره ښه مکانیزم لری.

اجرائیه رئیس سپارښتنه وکړه، چې د برېښنا شرکت تجربې دې له نورو ادارو سره چې پراختیایی او بنسټیزې پروژې پلې کوی شریکې شی.

اجرائیه رئیس له برېښنا شرکت څخه وغوښتل چې د خپلو لویو پوروړو نوملړ دې اجرائیه ریاست ته په لیکلی ډول وسپارل شی او هم دې د خصوصی کمپنیو د ستونزو د حل لپاره له سوداګریزو خونو او د صنعت کارانو له ټولنې سره هم خبرې وشی او که پورونه ادا نشول، له قانونی لارو دې کار واخیستل شی او دوسیې دې څارنوالۍ ته واستول شی.

ډاکټر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چې ټولې ادارې او درانه ښاریان دې د برېښنا بل په وخت پرې کولو کې ونډه واخلی او هم دې د افغانستان برېښنا شرکت او لویه څارنوالۍ د دوسیو د ژر څېړنې لپاره تفاهملیک لاسلیک کړی.

دغه راز د اوبو او برېښنا وزارت چارواکیو هم په یاد وزارت پورې د اړوندو تاسیساتو او بندونو د حفظ و مراقبت په اړه رپوټ وړاندې کړل او ویې ویل، چې دمګړۍ په دې برخه کې د بودیجې، تشکیل او لازمو تجهیزاتو د نه لرلو له امله له سختو ستونزو سره مخ دی.

د هېواد اجرائیه رئیس هدایت ورکړ، چې د لومړیتوبونو په مشخص کولو سره دې د خپلو بېړنیو اړتیاوو لست اجرائیه ریاست ته وسپاری.

اجرائیه رئیس ټولو ادارو ته هدایت ورکړ، چې د حفظ و مراقبت لپاره دې جامع پلانونه چمتو کړی او خپل لومړیتوبونه دې په نښه کړی. هغه دغه راز وویل، چې په دې برخه کې دې د خصوصی سکتور د شریکولو لپاره هم ځانګړې پاملرنه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید