روزنامه اصلاح

اجرائیه رئیس له امنیتی ادارو وغوښتل چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره د تقویتی نوملیکنې په بهیر کې مرسته وکړی

وزیرانو شورا خپله ناسته د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

د هېواد اجرائیه رئیس په سر کې تاجکستان ته د خپل سفر او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په سیمه ییزو کنفرانسونو کې ګډون دا زمینه برابروی، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګډه مبارزې ته لار هواره، د ترهګرۍ ملاتړی تر فشار لاندې ونیسی او د سولې له لپاره له رامنځته شوی فرصت استفاده وشی.

هغه وویل، چې د تاجکستان، ترکیې، ایران، ازبکستان، قزاقستان او آذربایجان له مشرانو سره یې په لیدنو کې د سیمې د ننګونو او فرصتونو په اړه بحثونه او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ګټور خبرې اترې وکړې.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د سولې مذاکراتو خبرو اترو کې د سیمه ییزې اجماع او د مشترکو تهدیداتو د مخنیوی لپاره ښه فرصتونه شتون لری چې بایده ده ترې استفاده وشی، ځکه په دې اجماع سره کولای شو چې په طالبانو او د هغوی په حامیانو فشار راوړو ترڅو د سولې خبرې یوې مثبتې نتیجې ته ورسېږی .

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او د ټولو افغانانو نظریاتو ته په کې باید پام وشی، سوله یو قهرمان ونه لری، بلکې د افغانستان خلک یې باید قهرمانان وی.

اجرائیه رئیس یو ځل بیا، د آیت الله محقق کابلی په مړینه خواشینی وښوده او د افغانستان خلکو، د مرحوم کورنۍ او خپلوانو ته یې تسلیت وړاندې کړ او د هغه مړینه یې د هېواد لپاره ضایعه وبلله.

اجرائیه رئیس له ټولو امنیتی ادارو وغوښتل چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره د تقویتی نوملیکنې په بهیر کې مرسته وکړی او له هېوادوالو یې وغوښتل چې دا بهیر پیاوړی کړی.

د هېواد اجرائیه رئیس دغه راز له افغان امنیتی ځواکونو څخه مننه وکړه، چې لسګونه تنه یې د طالبانو له زندانونو راخلاص کړی او د امنیت د تامین لپاره یې هڅې کړی دی.

اجرائیه رئیس ټولو میندو ته د مور ورځې د مبارکۍ ترڅنګ هیله وښوده، چې په هېواد کې د روانې جګړې لمن ټوله، سوله تامین او بیا هېڅ مور د خپل بچی ویر ونکړی.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې افغانان علم او هنر خوښوونکی خلک دی او له غمونو سره سره یې هم د هېواد د مخکښ سندرغاړی احمدظاهر یاد تازه کړ.

اجرائیه رئیس په غزنی کې د یوه تاریخی برج په نړېدو خواشینی وښوده او اړونده ادارو ته یې په دې برخه کې د لا ډېرې پاملرنې هدایت ورکړ.

وروسته د هېواد اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا د ناستې اجنډه اعلان کړه:

په لومړی سر کې د ملی دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ډګر جنرال اقبال علی د هېواد د وروستی وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دمګړۍ افغان امنیتی ځواکونه د جګړو په لیکو کې له ښه مورال څخه برخمن دی.

هغه وویل، چې په تېره یوه اونۍ کې ۱۳ عملیاتونه، په ۱۴ ولایاتو کې ۲۴ د کومانډو عملیاتونه او ۴۶ هوایی ضربات د افغان ځواکونو له لوری او ۹۱ هوایی ضربات د قاطع ماموریت له لوری ترسره شوی چې طالبانو ته په کې درانه زیانونه اوښتی دی.

نوموړی زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې ۶۴۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوی، ۲۴۳ تنه ټپیان او ۸۰ تنه ژوندی نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابی وویل، چې دمګړۍ د دښمن ټول پلانونه هدف ته نه دی رسېدلی او افغان امنیتی ځواکونه ښې لاسته راوړنې لری.

هغه دغه راز وویل، چې د کابل د امنیتی وضعیت د بهبود لپاره هم سیارې ګزمې جوړې شوی، اسیب پذیره سیمې مشخص شوی او ځانګړی عملیات د مجرمینو او هغو کسانو په خلاف چې په ښار کې مسلحانه سرقتونه او ترورونه کوی روان دی.

نوموړی زیاته کړه، چې د ګروپی جرمی ډلو پر وړاندې هم عملیات روان دی او هغه کسان هم نیول شوی چې د پولیسو په لیکو کې یې له خلکو سره له زور زیاتی کار اخیستی دی.

ورپسې د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینیر محمدخان په ایران کې د افغان کډوالو او هېواد ته د بېرته را ستنېدونکیو د ستونزو په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې کډوالو، عدلیې او بهرنیو چارو وزارت ته د نده سپارل شوې، چې د زندانیانو د انتقال په اړه یوه مخشصه طرحه او وړاندیز وزیرانو شورا ته چمتو کړی. دغه راز مالیې، بهرنیو چارو او کډوالو چارو وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د کډوالو د وکالت، نکاح پاڼو او نورو لګښتونو د کمښت او د ستونزو د حل په اړه خپله طرحه وزیرانو شورا ته وړاندې کړی.

د هېواد اجرائیه رئیس د یادې کمېټې چارې وستایلې او ویې ویل، چې درې واړه وزارتونه دې له مشخصو وړاندیزونو ته سره خپله طرحه وزیرانو شورا ته وړاندې کړی.

اجرائیه رئیس عدلیې وزارت ته دغه راز له تاجکستان څخه د اتیا تنو زندانیانو د ر انتقالولو په اړه هم هدایت ورکړ چې له بهرنیو چارو وزارت او لوی څارنوالۍ سره دې په ګډه کار وکړی څو د بندیانو د را لېږدولو زمینه برابره شی.

ورپسې مالیې وزارت په ۱۳۹۸ کال لومړۍ ربع کې د بودیجې د لګښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې چې یوشمېر ادارو ښه لګښت ترسره کړی او ځینې ادارې په لومړۍ ربع کې له سست لګښت سره مخ دی خو د ځینو ادارو مدغم کېدو د بودیجې لګښت له ستونزو سره مخ کړی دی.

دغه راز د پوهنې سرپرست وزیر د کتابونو د چاپ او نورو برخو د بودیجې د کمښت، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تحقیقاتی پروژو د بودیجې او تدراکاتی پروسې او له طبیعی پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر له طبیعی پېښوسره د مبارزې لپاره د بودیجې د کمښت ستونزې یادې کړې.

د هېواد اجرائیه رئیس له اړونده ادارو وغوښتل چې خپل مشخص وړاندیزونه او درخواستونه په رسمی بڼه اجرائیه ریاست ته وسپاری څو د ستونزو د حل لپاره اقدامات وشی.

دغه راز د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې د زونوز ناروغیو د وقایې په برخه کې د ټولو وزارتونو د همکارۍ او تفاهمپاڼې د لاسلیک په اړه رپوټ وړاندې کړ او له ټولو ادارو یې ووغوښتل چې د کانګو ناروغۍ د مخنیوی او وقایې په برخه کې همکاری وکړی، ځکه دغه دا کار یوازې روغتیا وزارت نشی کولای.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو ادارو وغوښتل چې په دې برخه کې همکاری وکړی او پرېنږدی چې دغه مخ پر زیاتېدونکی کانګو ناروغی د هېوادوالو ژوند وګواښی.

ورپسې د اجرائیه ریاست د هنر و فرهنګ د ودې اجرایوی کمېټې خپل رپوټ وړاندې کړ او له ټولو ادارو ویې وغوښتل چې فرهنګی مسایلو ته په خپلو پروګرامونو کې ځای ورکړی. وزیرانو شورا د دې اجرایوی کمېټې چارې وستایلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو مرستیال په هېواد کې د ولسی تړون پروګرام د تطبیق په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دمګړۍ څلور ستر ښارونه دد ې پروګرام تر پوښښ لاندې راغلی او کار کوی، چې په راتلونکی کال کې لس نور ښارونه هم تر پوښښ لاندې راولی.

د هېواد اجرائیه رئیس ولسی تړون پروګرام مهم او اغېزمن وباله او له ټولو وزارتونو او ادارو یې وغوښتل چې د بریا لپاره یې همکاری وکړی څو لس نور ولایتونه هم تر پوښښ لاندې ونیسی.

د غونډې په پای کې د لوی څارنوالۍ مرستیال په زندانونو په ځانګړی ډول په څرخی پله زندان کې د زندانیانو د روغتیایی ستونزو د حل په اړه رپوټ وړاندې کړ.

هغه وویل، چې دمګړۍ زندانیان له ګڼو روغتیایی ستونزو سره مخ دی او نړیوالې ادارې هم چمتو نه دی چې د روغتیا په برخه کې له زندانونو سره مرسته وکړی.

اجرائیه رئیس هدایت ورکړ، چې روغتیا وزارت دې له ای سی ار سی سره خبرې وکړی چې تر کومې کچې له زندانونو سره مرستې کوی او له هغې وروسته دې یو مشخص وړاندیز چمتو او دی به یې له مالیې وزارت سره د بودیجې په اړه خبرې وکړی څو ستونزې حل شی.

اجرائییه رئیس هدایت ورکړ، چې روغتیا وزارت دې په زندانونو کې د وقایې او ساری ناروغیو د مخنیوی لپاره اساسی اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید