روزنامه اصلاح

اجرائیه رئیس: د ننګرهار امنیتی وضعیت به په نویو اقداماتو سره بهبود پیدا کړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ننګرهار ولایت د شینوارو له یوشمېر قومی مشرانو او مخورو سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د ننګرهار د شینوارو قومی مشرانو او مخورو په هغه ولایت کې شته ستونزې له اجرائیه رئیس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

د ننګرهار امنیتی وضعیت ته جدی پاملرنه، د شینوارو له ولسونو سره مرستې او خپلو مېنو ته یې د بېرته ګرځېدو او هغوی ته د کار موندنه د هغوی اساسی غوښتنې وې.

یادو قومی مشرانو دغه راز په ګوړکو سیمه کې د اسپونو او قچرو درلودونکیو د ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه او ویې ویل، چې د امنیتی ځواکونو له لوری یې د فعالیتونو په اړه ستونزې را ولاړېږی

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د ننګرهار له امنیتی وضعیت څخه خبر دی او د نورو ولایاتو نازک وضعیت به له ننګرهار څخه د حکومت د رهبرۍ توجه بل خوا وانه ړوی.

اجرائیه رئیس وویل، چې د ټول هېواد په کچه نوی امنیتی تدابیر نیول شوی، چې ننګرهار یې هم په لومړیتوب کې شامل دی او د ننګرهار امنیتی وضعیت به نور هم د مثبت بدلون په لور لاړ شی.

اجرائیه رئیس وویل، چې د شینوارو ولسونو د ستونزو د حل لپاره به له اړونده ادارو سره وګوری او له ټولو ممکنه لارو څخه به یې د حل لپاره اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید