روزنامه اصلاح

اجرائیه رئیس د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې له سکرتر جنرال سره ولیدل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دبۍ کې په خپل استوګنځای کې د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې له سکرتر جنرال ښاغلی هولین ژئو سره ولیدل.

په دې ناسته کې اجرائیه رئیس د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې سکرتر جنرال ته په بریالیتوب د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د کنفرانس ترسره کېدو مبارکی ورکړه او ترې مننه یې وکړه، چې په عمومی ناسته کې یې له خپلو شریکانو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.

هغه وویل، چې افغانستان کې دا مهال شپږ مخابراتی کمپنۍ فعالیت لری او دوی د ټېکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره ښه شرایط برابر کړی دی.

په دې ناسته کې له چین سره د واخان کوریډور، د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د ظرفیت لوړونې، ډیجیټالی اقتصاد او په ICT کې د ښځو د ونډې په اړه خبرې وشوې.

د دې ترڅنګ دواړو لوریو په دې هم بحثونه وکړل، چې څنګه کېدای شی چې معلوماتی ټېکنالوژی د هېوادونو په انکشاف او توسعه په برخه کې اغېزمن ثابت شی.

ښاغلی هولین ژئو له اجرائیه رئیس څخه مننه وکړه چې تل یې د معلوماتی ټېکنالوژۍ له پرمختګونو ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې د ودې لپاره ورته زمینه برابره کړې ده. هغه وویل، چې دوی په افغانستان کې د ظرفیت لوړولو او نورو بنسټیزو پروژو له پلی کولو ملاتړ کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید