روزنامه اصلاح

اجرائیه رئیس: د سولې د خبرو له برابر شوی فرصته دې وسله‌وال مخالفین ښه ګټه واخلی

د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس وایی، د سولې د خبرو اترو لپاره ښه فرصت برابر شوی او وسله‌وال مخالفین باید له رامنځته شوی فرصته ښه ګټه واخلی.

د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ کوی او وایی، د سولې د خبرو اترو لپاره ښه فرصت برابر شوی او مقابل لوری باید ترې ګټه واخلی.

داکړعبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۶» د وزیرانو شورا له غونډې وړاندې رسنیو ته وویل:

د دې تر څنګ چې موږ د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له تمرکز او اساسی هڅو ملاتړ کوو، باوری یوو چې دا پروسه د افغانانو او نړیوالې ټولنې په ملاتړ جدی او په متمرکزه توګه به مخ ته ځی او موږ هیله‌من یوو چې د سولې د خبرو اترو لپاره له برابر شوی ښه فرصته مقابل لوری هم ښه ګټه واخلی.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌ز‌اد له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تامین پر لارو چارو خبرې کړی.

کابل ته له سفر دمخه ښاغلی خلیل‌زاد د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له پاکستانی مقاماتو سره هم لیدلی، خو لا معلومه نه‌ده چې په دې لیدنه کې په کومو مسایلو خبرې اترې شوې دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی سیمې ته د خپل ۱۰ ورځنی سفر په ترڅ کې، عربی متحده اماراتو، سعودی عربستان او قطر ته هم سفر وکړی.

۶٧ کلن زلمی خلیل‌زاد په افغانستان کې د امریکا د پخوانی سفیر په توګه له ۲۰۰۳ میلادی کاله تر ۲۰۰۵ میلادی پورې او د طالبانو له پرځېدو وروسته په جریانونو کې اساسی رول لوبولی دی.

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی په توګه له ټاکنې وروسته، دا کابل ته د ښاغلی خلیل‌زاد لومړنی سفر دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید