روزنامه اصلاح

اجرائیه رئیس: د بانکونو سنتونزې او وړاندیزونه دې جدی ونیول شی

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې د خصوصی بانکونو د ستونزو، د امنیتی تدابیرو لپاره د لوړو لګښتونو کمولو او د بانکونو د خوندی کولو لپاره ناسته وشوه.

‎په دغه ناسته کې لومړی د افغانستان بانک مسؤولانو د خصوصی بانکونو د امنیتی لګښتونو او د بانکونو عملیاتی لګښتونو په اړه د هېواد اجرائیه رئیس ته رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې د ۱۳۹۷ مالی کال کې پر ټولو د امنیتی تدابیرو له اړخه یوسلو شپاړلس عشاریه درې میلیارده افغانۍ لکښت راغلی دی.

‎سرتېرو ته په وخت د یونیفورم او وسایلو نه ورکول، دلازمو تمریناتو نشتون او نور د عامه محافظت د تصدۍ له ستونزو څخه و چې له بانکونو څخه یې په وخت د پیسې اخیستل کېدې.

‎هغوی غوښتنه وکړه چې دې ستونزو ته دې پاملرنه وشی او پر بانکونو دې لګښتونه راکم شی.

‎د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د افغانستان اوسنیو امنیتی حالاتو ته په کتو باید د محافظت عامه تصدۍ اړوند پولیسو وضعیت ته دې اساسی پام وشی.

‎اجراییه رییس په معیاری او مسلکی ‌‌‌‌‌‌ډول د سرتېرو په روزلو د ټینکار تر څنګ وویل چې د بانکونو سنتونزې او وړاندیزونه دې جدی ونیول شی.

‎ ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې د سرتېرو لباسونه باید د یوه منظم سټندرد له مخې په لوړ کیفیت جوړ او د تصدۍ اړوندو پولیسو په اختیار کې ورکړل شی.

‎اجرائیه رئیس وویل، چې د تصدۍ د ستونزو د حل لپاره دې د تصدۍ عالی شورا ناسته وکړی او په ټولو مواردو د بحثونه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید