روزنامه اصلاح

اجرائیه رئیس: د اعتدال پالنې ملی ستراتېژی کاری پلان دې په بنسټیز ډول عملی شی

د افغانستان د اعتدال پالنې کمېټې پرون خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د یادې اجرایوی کمېټې سکرتریت د تېرې ناستو او د اعتدال پالنې ملی استراتیژی پلان په اړه رپوټ وړاندې کړ او همدارنګه یې د یادې کمېټې د د شویو کارونو په اړه معلومات ارایه کړل.

دوی زیاته کړه، چې د دې ملی ستراتېژۍ موخه په ټولنه کې د سوله ییز ژوند، د افراطیت پر وړاندې جدی مبارزه، د بیان ازادی لپار کار کول، دولتی او غیر دولتی ادارو سره ښه همغږی، د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه ملاتړ، سولې، ازادۍ، امنیت او د قانون حاکمیت ته د عامه افکارو جلبول او هڅول دی.

هغوی وویل، چې د سواد او عامه پوهاوی د کمښت له امله یو لوی اکثریت خلک په هېواد کې له افراطیت کار اخلی ځکه هغوی نه پوهېږی چې افراطیت یوه خارجی پدیده ده. همدارنګه دوی زیاته کړه، چې په اوس وخت کې ۶۶ فیصده افغانان له زده کړو بې برخې دی، ۳۴ فیصده افغانان سواد لری چې زیاتره یې یوازې لیک او لوست کولای شی .

رپوټ زیاته کړه، چې اوس مهال د افغانستان په لرو پرتو سېمو کې ۹۰ فیصده ښځې او ۶۳ سلنه نارینه د سواد له نعمته بې برخې دی .

هغوی زیاته کړه، په دې ستراتېژۍ کې راغلی چې، د علماوو حقونو ته پاملرنه او د هغوی ملاتړ، د جوماتونو ثبت او د نظام له ملاتړ کوونکیو حمایت ته باید دوام ورکړل شی.

په دې ناسته کې د غونډې ګډونوالو د اعتدال پالنې په ملی ستراتېژۍ، په افغانستان کې د اعتدال پالنې د ملی ستراتېژۍ په موخو، په هېواد کې د اعتدال ګرایی فکر ترویج، د اعتدال ګرایی ملی ستراتیژۍ د تطبیق په چارچوب، په افغانستان د افراط او تفریط موضوعاتو او نورو مسایلو خبرې اترې وشوې.

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله اجرائیه وویل، چې د اسلام مبارک دین د اعتدال دین دی او سپارښتنه یې وکړه، چې د اعتدال پالنې ملی ستراتیژۍ د تطبیق په پلان دې له ټولو اړونده ادارو سره په ګډه کار وشی او یو جامع عملی تطبیقی پلان دې جوړ شی.

د هېواد اجرائیه رئیس وویل، چې د اعتدال پالنې ملی ستراتېژی کاری پلان دې د افغانستان له ملی لومړیتوبونو څخه دی. هغه وویل، دغه پلان باید په بنسټیز ډول عملی شی، چې په دې کار سره به د دې پلان تطبیق هم اسانه شی او ټولې ادارې به یې په اړه خپل مسوولیت وپېژنی.

ممکن است شما دوست داشته باشید