روزنامه اصلاح

آیا د امریکا او طالبانو د سولې خبرې هر اړخیزې هوکـړې مقـدماتـی پـړاو دی؟

  • جوناتهن مارکس
  • د دفاعی او دیپلوماتیکو چارو خبریال، میونخ

په میونخ کې له کلنی امنیتی کنفرانسه ټولې څرګندې شوې اشارې ښیی چې ښایی امریکا او طالبان به په څو راتلونکو ورځو کې یوه هوکړه اعلان کړی چې ورسره به د افغانانو تر منځ مذاکراتو ته لاره هواره او له دغه هېواده د امریکایی پوځ وتلو ته زمینه برابره شی.

د واشنګټن تر ټولو اوږده جګړه ښایی پای ته ورسېږی او ولسمشر ټرمپ به احتمالاً د ولسمشرۍ لپاره د بیا کاندید کېدو په صورت کې له خپلې هغې ژمنې ګټه پورته کړی، چې ویلی یې و، امریکایی پوځیان به بېرته کورونو ته ستنوی.

د ټرمپ ادارې لپاره دا خورا مهم پړاو دی او دغه راز د افغانستان لپاره هم ښایی د ګټې یا بایلود تر منځ حالت دی، ځکه د دغه هېواد راتلونکی مشروط حالت کې دی، چې څه ډول حکومت به هلته بریالی شی؟

هر ډول جوړ جاړی ته له رسېدو مخکې ډېرې پوښتنې راپورته کېږی، د بېلګې په توګه دا چې اصلاً، پر کومو مسایلو خبرې شوې دی؟ او ایا دا روغه جوړه افغانستان شموله ده؟

او که دا یوازې داسې یوه ساده هوکړه ده، چې د امریکایی ځواکونو وتلو ته لار پرانیزی؟

کېدای شی دواړه ډولونه ولری، خو دا هم کېدای شی چې یوازې وروستۍ یاده شوې موضوع راونغاړی، البته تر اوسه داسې ډېر جزیات نه شته چې د کومو موضوعاتو په تړاو پرېکړه شوې ده، خو ګومان دا دی چې هوکړه نژدې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د میونخ کنفرانس په څنډه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سره خبرې کړې.

له دې لیدنې وروسته یو امریکایی چارواکی د جوړ جاړی ځینې جزیاتو په هکله غږېدلی دی، چې وایی، ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ په افغانستان کې یوه اونۍ اوږد اوربند وشی، چې کېدای شی د امریکایی ځواکونو د وتلو پیلامه ثابته شی.

دغه چارواکی وایی، د تشدد کمولو له لومړنۍ هوکړې وروسته به په لسو راتلونکو ورځو کې د سولې بین الافغانی خبرې کېږی چې ټول افغان لوری پکې شامل وی او همدا د لوړو هیلو اوج ته د رسېدو تکل ښکاری.

خبرې به خورا تفصیلی وی. د افغان او امریکایی ځواکونو خلاف تشدد هم د خبرو برخه ده او د امریکایی چارواکی په خبره د تشدد کلیمې معانا پر کاغذ تشریح شوې ده.

د نورو ډلو له لوری د تشدد رامنځته کېدو په صورت کې به هره پېښه توضیح کېږی او د دې لپاره به د امریکایانو او طالبانو تر منځ د اړیکی یوه لاره موجوده وی او طبعاً په دې هر څه کې د تعقیب او توضیح شرایط هم شامل دی.

ویل کېږی، طالبانو منلې چې په اوږده مهال کې به په هغو سیمو کې چې د دوی په واک کې دی، د نړیوالو ترهګرو ډلو کوربتوب نه کوی، د روزنې زمینه به نه ورته برابروی او نه به هم مالی مرستې ورسره کوی.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې به د یوه ”تلپاتې او هر اړخیز ” اوربند له بحث سره پیلېږی. تر دې مهاله هر څه سم ښکاری، خو داسې نښې نښانې هم شته، چې له کومه ځایه د ورانۍ رامنځته کېدو احتمال شته.

تر اوسه معلومه نه ده چې اصلاً امریکایان له چا سره خبرې کوی او دغه کسان تر کومه بریده د ټولو طالب عناصرو استازیتوب کوی.

په افغانستان کې داسې نورې وسله والې ډلې هم شته چې د ستونزو راپورته کولو ته لیوال دی، نو ایا رښتیا د سولې یوه هوکړه به له دوی خوندی وساتل شی؟

بله دا چې تر اوسه معلومه نه ده چې په سیمه ییز تناظر کې د سولې په یوه احتمالی هوکړه کې پاکستان کوم ځای لری؟

یو بل څه چې نه پرې پوهېږو د امریکایی ځواکونو د وتلو سرعت او ترتیب دی. که څه هم په ظاهره به امریکایی چارواکی نه غواړی داسې اړتیا پېښه شی، خو ایا هلته به یو شمېر امریکایی ځواکونه پاتې کېږی او که نه؟

او احتمالاً تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا پر طالبانو دا باور کېدای شی، چې هغه څه به عملی کړی، چې هوکړه پرې کوی؟

که یو ځل امریکایان پر خپله لار لاړ شی، ایا دوی به خپله په افغانستان کې دننه د سولې یوې پراخې هوکړې ته ژمن پاتې شی؟

او که دوی ژمن نه پاتې کېږی، د امریکا بندیزونه به څه وی؟

خو اوس خورا ډېر پرمختګ شوی او امریکایان په څرګند ډول د طالبانو له لوری د جدیت ښوولو لومړنیو او ژر تر ژره اشارو ته په تمه دی.

د یوې اونۍ لپاره د تشدد کمولو دغه بهیر ته غځېدلې لاره ده.

بل لور ته ډېر شمېر امریکایی شنونکی په دې اند دی چې ولسمشر ټرمپ د خپلو سیاسی دلیلونو پر بنسټ ‘له افغانستانه ‘ وتلو ته بېړه کوی.

ځینې امریکایان به خواشینی وی چې د ‘تل پاتې جګړو ‘ اوږد مهاله کمپاین بالاخره پای ته د رسېدو فرصت لری، خو هېڅوک ښایی نه پوهېږی چې له دې وروسته به څه کېږی.

روانه اونۍ د امریکا دفاعی چارو ماهر ټونی کورډسمان یوه اندېښنه راپورته کړه چې هغه ‘سوله ‘ چې ولسمشر ټرمپ یې راولی، ښایی د امریکایی ځواکونو وتلو ‘ویتنامیز ‘ کول وی.

نوموړی زیاتوی:

”داسې ډېرې نښې نښانې شته چې ښیی د سولې دا هڅې د امریکایی ځواکونو ایستلو لپاره د جوړ جاړی یوداسې سیاسی پوښ موندلو یوه هڅه وی چې امریکایانو په ویتنام کې پرې مذاکرات کړی وو. ”

ممکن است شما دوست داشته باشید