روزنامه ملی انیس

یوموټیتوب پرناخوالو دبریالیتوب لامل ګرځی

په نړی کې یوشمیر هېوادوکله دواک پرسرخپل منځی شخړی ګاللی او کله هم دنورو هېوادو سره په جغرافیایې پولو جګړی ترسره کړی دی خو د‏زیاتو جګړییزو ناخوالو وروسته دسولی په رامنځ ته کیدو بریالی شوی او وګړی یې بیا دهوساینی له ژوند څخه برخمن دی.

خو زموږ په هېواد کې ناوړه او خورا پیچلی جګړه چې دلاس وهونکو هېوادوله خوا پرمخ ځی د راقابوکیدو چاره یې اوږد مهاله شوه نوځکه هېوادوال خورا ناهیلی او اندیښمن ښکاری. ددی له پاره چې د‎روانی جګړی بنسټیزی جرړی را‎وسپړل شی او په هېواد کې تل پاتی سوله رامنځ ته شی اړینه بریښی چې په کوردننه او دسیمی او نړی په کچه دیوی اجماع له مخی د مختلفو لارو په لټون سره دسولی دخبرو اترو دپیل کیدو له پاره لار هواره شی څو زموږ په هېواد کې څوکلنه جګړییزه غمیزه دپای ټکی ومومی غوره او مناسبه وه چې د اوسنیو سیاسی او تنظیمی ګوندونو مخکښی څیری چې کله کله د دولت په وړاندی دنیوکو پرمهال را‏ټولیږی دهېواد دڅوکلنی غمیزی له پاره په رښتینی توګه سره را ټول شی او دعملی ګامونو په پورته کیدو سره هغه لارولټوی چې هېواد دیوه اوږد مهاله ویر څخه خلاصون ومومی.

 باور من یو چې زیاتی کورنی جګړی ددی امکان لری چې پخپله هواری شی او را پیدا شوی تاوتریخوالی له منځه یووړل شی خولیدل کیږی چې سیاسی ډلی ټپلی یوازی او یوازی دواکمنی دترلاسه کولو په فکر کې دی هره ډله دخپلو ګټو دخوندیتوب هڅه کوی او تر ډیره په هېواد کې دیوه واحد ایتلافی ځواک چې دسیاسی ګوندونو څخه تر اوږد مهاله رامنځ ته شی او په ډیرو ملی مسئلو کې لاس ته راوړنی ولری بریالیتوب نه ترسترګو کیږی ډیر ایتلافونه رامنخ ته شول خو کله چې دیوه ګوند او یا دکومی ډلی ګټی له‏خطر سره مخامخ شی نو ډیر ژر د ایتلاف څخه دخلاصون لار لټوی اوبیا دبل ایتلاف په فکر کې وی او دنیوکو بازار ګرم ساتی. چې دا ډول کړنی او سیاسی خوځښت دهېوادوالو دیووالی وړنه ګرځی او د اوسنیو شرایطو دسمون له پاره هم ګټه نه لری ځکه دهېواد دروان نازک حالات چې دهېواد او خلکو دښمنان هره شیبه دهېواد دورانی ترڅنګ دبی ګناه هېوادوالو په مرګ  ژوبله بوخت دی اړینه ده چې په کور دننه دیوه رښتینی ملی یووالی په رامنخ ته کیدو سره ټولی شخصی او ګونډی ګټی یوی خواته پریښودل شی او دسولی دټینګښت له پاره نه‎ستړی کیدونکی هڅی څو برابره زیاتی شی څو وتوانیږو ددښمن ناوړه پلانونه په یو موټیتوب سره له منځه یوسو او په راتلونکی کی ټولو سیاسی ګوندونو ته دیوی سوله ییزی فضا په رامنځ ته کیدو سره د ښه خدمت کولو له پاره دسیالی میدان هوار او لازم شرایط وربرابر شی.

ع-متین 

ممکن است شما دوست داشته باشید