روزنامه ملی انیس

ګواښ او ویره اچونه به دسولی خبری بی باوره کړی

په داسی حال کی چی هیوادوال دهیواد دخپلواکی دترلاسه کولو دسلمی کالیزی دنمانځلو په درشل کی دی ورسره جوخت دجمهوری ریاست له پاره دنوماندانو کمپاینی بهیر هم پیل شوی زیات شمیر هیوادوال دولسی واکمنی تداوم او غښتلتوب دشاه امان الله خان یوازینی ارمان بولی ځکه چی هغه دټولنیز عدالت یوازینی مخکښ واکمن و چی دقانون دپراختیا له پاره یی لار هواره کړه او دهیواد دبچو له پاره یی دزده کړی دشرایطو برابرولو ته مټی را و نغښتی هیله یی درلوده چی دهیواد ځلمیان دنورو پرمختللو هیوادو په څیر په علمی پوهاوی سمبال کړی او دهیواد دپرمختګ په وړاندی ټول خڼډونه له مینځه یووسی. په همدی توګه یی په دولت کی دژور بدلون په رامنځته کیدو سره غوره ګامونه پورته کړل او بهرته یی دافغان ځوانانو دزده کړی له پاره دپرمختللو هیوادو سره اړیکی ټینګی او په کور دننه یی دښوونیزو جوړیدو ته پاملرنه راوګرځوله دوخت روڼ اندی چی دځوان شاه امان الله خان کار کړنی ولیدی په راتلونکی ډاډمن شول او په دی هیله چی هیواد به یی دنورو پرمختللو هیوادو په قطار کی ودریږی خو دریغه چی دهیواد دښمنانو په مختلفو پلمو دشاه‎امان الله خان دموکراتیکی هڅی ونه شوای زغملی چی په وړاندی یی دناوړه دسیسو په جوړنی سره خڼډ ونه راپیدا کړل او هیواد یی یو ځل بیا دتورو تیارو سره مخامخ کړو.

اوس چی هیوادوال دډیرو کلونو راهیسی پخپله خوښه دهیواد په واکمنی کی ګډون کوی یو شمیر ځان خوښی چی دجګړی دناخوالو سره مینه لری او په جګړه کی خپلی ګټی لټوی نه غواړی چی په هیواد کی دولسواکی نظام رامنځته شی او هیوادوال په خپله خوښه دخپلی خوښی نوماند ته رایی ورکړی. ترڅو هیواد دڅوکلن وروسته پاتی والی څخه وژغوری او دپرمختګ په لور عملی ګامونه واخلی.

دامهال چی هیوادوال دغازی امان الله خان هیوادنی مینه او دهیواد له پاره پرمختللی طرحی ګوری نو دپردی پالو دسیسه جوړونکو ناوړه او دښمنانه هڅی غندی او دځوان پاچا دارمانونو دتداوم له پاره دهیڅ ډول هلوځلو څخه دریغ نه کوی هیواد والو ولیدل. چی دډیرو امنیتی ستونزو سره سره دتیرو او اوسنیو ټاکنو په بهیر کی هیوادوالو د مرګ ژوبلی په زغملو سره وتوانیدل په ټول ټاکنو کی ګډون وکړی او د ولسواکی ستنی لاپسی پیاوړی کړی.

اوس چی د جمهوری ریاست له پاره د ټول ټاکنو نیټه ټاکل شوی یو ځل بیا ګونګو شی راخپری شوی چی ټول ټاکنی به د ګواښ سره مخامخ شی خو د هیوادوالو د ملاتړ له مخی معلومیږی چی دا ځل به بیا هم د هر ډول ګواښ او ویری اچونی سره سره هیوادوال په ټول ټاکنو کی ګډون وکړی او هغه چا ته به رایی ورکړی چی په هیواد کی تل پاتی سوله او په ټولنیز ژوند کی د ژوند آسانتیاوی رامنځ ته کړی.

همدا وجهه ده چی هیوادوال د تیرو کلونو دتجربی له مخی د نوماندانو په هکله پوره معلومات لری چی څوک د خدمت کولو جوګه کیږی او څوک ددی توان نه لری چی دولسواکی لمن پراخه کړی.

د خپرندویه خبرونو خبر له مخی چی مخالفو وسله والو طالبانو د یوی اعلامی پر ترځ کی ګواښ کړی چی د ټول ټاکنو کمپاینونه به دګواښ لاندی راولی او هڅه به وکړی چی د ټول ټاکنو مخه ونیسی.

خو مخالفو وسله والو طالبانو ته پکار ده چی که د همیشنی سولی رامنځ ته کیدو ته لواتیالری نو اړینه ده چی د یوه مشروع او د خلکو په خوښه رامنځ ته شوی واکمن او یا دولت سره د سولی په خبرو اترو وغږیږی که دولت شتون ونه لری نو مخالف وسله وال طالبان دچاسره چې اجراییوی واک ونه لری خبری کوی دی ټکی ته په پام لرنی سره چې پرته دبین الافغانی خبرو څخه دسولی له پاره وهل شوی مزل به ګټور نه بلکی سوله نه شی رامنځ ته کولی ځکه دا مهال یوازی او یوازی دسولی خبری د امریکا او طالبانو ترمنخ ترسره کیږی که دبین الافغانی خبرو څخه ډډه وشی نوناشونی ده چې په افغانستان کې سوله راشی او یا د افغانانو ترمنخ مرګ ژوبله کمښت ومومی.

پوهیږو چې درښتینی او همیشنی سولی رامنځ ته کیدو له پاره خبری لڼډ مهاله نه بریښی ځکه تردی مهاله بین الافغانی خبری نه دی پیل شوی او که پیل شی دخبرو دواړه غاړی به په کومو ستونزمنو ستونزو خبری کوی آیا داخبری به په لڼډمهاله کې هوکړی ته ورسیږی او کنه نو ښه به وی چې دګواښ او ویری اچونی څخه لاس واخستل شی ترڅو دپیل شویو خبرو اصلی بڼه را بربڼده او رابرسیره شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید