روزنامه ملی انیس

کولی شوپه ګډکار دککړی هوامخنیوی وکړو

دنړی زیات شمیر هېوادونه چې اقتصادی بڼه یې پیاوړی او د ژوند دهوساینی له پاره دمختلفو لارو لټون اړین بولی هڅه کوی چې دچاپیریال ساتنی په برخه کې خورا دپام وړ بدلونونه راولی څو هېوادوال یې په یوه پاکه او دککړتیا هوا پرته ژوند وکړی او د ناوړه ناروغیو څخه وژغورل شی کومی چې د چاپیریال دککړتیا هوا څخه را پیدا کیږی. ډیری هڅی دنیالګیو ساتنی او کښینولوته ورګرځوی او دښکلو او شنو ورشوګانو کار او پراختیا له پاره دپام وړچاری ترسره کوی نوله دی امله د زیاتو تفریحی ځایونو په درلودلو سره یې وګړی دخوښی احساس کوی او په ګډه دهېواد په زرغونتیا کې برخه اخلی او ځان مسؤل ګڼی څو دهېواد او خلکو په وړاندی دهېوادنی برخی دین ادا او دښه ژوند څخه برخمن شی. زموږ هېواد چې د اوسنی روانی جګړی څخه مخکی په لویو ښارونو کې دکم نفوس په درلودلو سره دچاپیریال ساتنی ستونزی زیاتی نه معلومیدی ځکه چې دهېواد په زیاتو سیمو کې دباغونو ترڅنګ شنو ځایونو شتون درلود او دځنګلونو دپراخ جغرافیایی موقعیت له کبله دککړی هوا مخنیوی کیده. خو په خواشینی سره ویلی شو چې دبدمرغه ناوړه جګړی ناوړه سیوری دهېواد په باغونو او ځنګلونو راخپورشو او تردی دمه دغه ملی شتمنی ګواښوی ځکه د خلکو او هېواد دښمنانوته موقع په لاس ورغله او دځنګلونو له منځه وړوته یې ملاوتړله د پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان په ولایتونو کې چې شاوخوا یومیلیون او دری سوه زره هکتاره مځکه یې نیولی په تیرو دری لسیزو کې دکورنیو او بهرنیو سوداګروله خوا په برقی ارو په ډیری بی رحمانه او غیری فنی توګه پری شول پرته له دی چې په کور دننه دهېوادوالو داړتیا دپوره کولو لامل وګرځی په قاچاقی ډول پاکستان ته اوله هغه ځایه نورو هېوادوته لیږدول شوی دی. چې دالړی اوس هم په ځینو سیمو کې روانه ده.

باید ومنو چې دځنګلو په پریکولو سره نه تنها دچاپیریال ښکلا زیانمنه شوی بلکی دهوا ککړتیا ته یې لار هواره کړی ده په خواشینی سره ویلی شو چې دبدمرغه جګړی له امله چې کلونه کلونه یې دوام وکړ په لری پرتو سیمو کې دامنیتی ګواښوونی له کبله دی ته لارنه ده هواره شوی چې دځنګلونو دپریکیدو مخه ونیسی او یایې دقاچاقی انتقال په وړاندی بندیزو لګول شی.

 اوس په تازه رپوټ کې ډاډګیرنه څرګنده شوی چې دپکتیا په ولایت کې دقومی پریګړو پراساس څوک نه شی کولی چې په خپل سرځنګلونه پری کړی او یا د لرګیو قاچاق ته زمینه برابره کړی دا ډول هڅی به نه تنها دسیمی په ښکلا کې ښی چاری ترسره کړی بلکی دملی شتمنیو په ساتنه کې به ښه رول ادا کړی وی.

دکنړ ولایت دکرنی او مالداری دچار ورئیس انجنیر انعام الله صافی په وینا چې دکنړ په ولایت کې په سلوکې څلویښت سلنه ځنګل وهل شوی چې دځنګل ښکلی او زرغونه برخه یې په خړوخاور بدله کړی اوپه خواشینی سره یې ویلی چې په ځنګل کې شتوژیو دځنګل دوهلو له امله یا ځنګل خوشی کړی او یا له منځه تللی دی چې دی کار چاپیریال ته پوره زیان رسولی خو ډاډیې څرګند کړی چې اوس دپخوا په پرتله دځنګلونو دوهلو مخه نیول کیږی او دځنګل په وهل شویو ځایونو کې دځنګل دبیا رغاونی له پاره دغوزانو نیالګی کښینول شوی هغه زیاته کړی اوویلی یې دې چې دا مهال یې ۵۰۰۰۰۰– زره دغوزانو نیالګی د دانګام،ټه پور، اسمار او ماڼوګې په ولسوالیو کې کښینولی چې په ثمر رسیدو سره به یې نه تنها وګړوته مالی ګټه ور ورسیږی بلکی دسیمی په ښکلا او چاپیریال ساتنی کې به ښی چاری ترسره شی نو هیله پردی ده چې هېوادوال دی په خپلو سیمو کې دجګړی دټپونو په رغاونه کې ځانونه نانګاره نه کړی او دهغو ورانیو په وړاندی دی نوی او جوړونکی خوځښت را پیل کړی کوم چې د ژوند دهوساینی له پاره اړین وی. باغونه دی بیاراجوړ اود نیالګیو په کښینولو کې دی بیړه وکړی ترڅو هېواد مو په هره سیمه کې دککړی هوا څخه وژغورل شی او په یوه پاکه هوا کې دهوساینی ژوندته ادامه ورکړو. هرڅوک چې زموږ دملی شتمنیو سره ناوړه چلند کوی او هېواد مو د جګړییزو بدمرغیو ترڅنګ دونو دپریکیدوله امله د ککړی هواسره مخامخ کوی په وړاندی یې غوڅ غبرګون پکاردی څو هېواد مو آهسته آهسته بیا رازرغون او دخړو دوړو او ککړی هوا څخه وژغورل شو.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید