جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
غوره او مناسبه وه چې کله دبن په لومړی کنفرانس کې د دولت په تشکیلاتی جوړښت خبری اتری کیدی باید دبهرنیانو په ګډون دداسی یو حکومت بنسټ ایښودل شوی وی چې ملی ارزښتونه او دخلکو هوساینه پکښی نغښتی وی لاکن په خواشینی سره ویلی شو چې دکنفرانس زیاتو ګډون والو هڅه داوه چې قومونو او تنظیمونو بربنسټ حکومت رامنځ ته کړی او دبی وسلی کولو په وړاندی بی تفاوته پاتی شی. هلته چې دیوه قوی مرکزی دولت دجوړښت ژمنی ترسره شوی وی عملی بڼه یې ونه لیدل شوه ځکه چې تنظیمی وسلی او خپل سری ډلی په وسلو سمبال پاتی شوی او هیڅ واکمن دخلکو وړاندوینوته مثبت ځواب ونه وایه او ډیری وسله والی ډلی دحکومت دقانونی حاکمت په وړاندی سرخوږی رامنځ ته کولی شی دپخوانی جمهور رئیس حامد کرزی دواکمنی پرمهال هېوادوال دغیر مسؤلو وسله والو دناوړه اوغیری قانونی کړو وړوله کبله ګیلمن ښکاریده او په هره لیدنه کتنه کې چې دسیمی سپین زیږو او مخورو دکرزی سره لرله ټینګار پردی ؤ چې زورواکی ډلی چې په کلیو بانډو او حتا په ښارونوکې دخلکو دهوساینی په وړاندی ګواښ ګڼل کیږی مناسبه چاره ولټوی څو دیوی خوا قانون په ټولو یوشان تطبیق او دهر مجرم سره قانونی چلند ترسره شی. لیدل کیږی چې لا اوس هم ډیری زورواکان قومی ناخوالوته لمن وهی چې له امله یې دیوی سیمی څخه بلی سیمی ته کورنی مهاجرتونه ترسترګو کیږی.
دغه راز حکومتی دندی چې په قومونو وویشل شوی کله چې دکارونو دښه سمون له پاره اصلاحی چاری ترسره کیږی نو دتبدیل شوی او یا ګوښه شوی له پاره ځینی ډلی بیادداسی ستونزو را پیدا کیدو ته لمن وهی چې ملی حاکمیت ته تاوان رسوی او د ډیرو ګړندیو او ارزښتناکو پرمختیایې پلانونو په وړاندی خڼډونه را پیدا کوی.
هېوادوال پوهیږی چې دجګړییزو ناخوالو ترڅنګ یو لړ کورنی ستونزی غیر مسؤل وسلهوالی ډلی رامنخ ته کوی چې خپلی ګټی په ګډوډی کې خوندی وساتی او په خپلو ناوړه کړنو پرده وغوړوی. لاکن اوس دپخوا په څیر د ناوړه هڅو په وړاندی چوپه خوله پاتی کیدل به دخلکو تازه را ټوکیدلی هیلی مړاوی کړی او په هیڅ یوه دولتی واکمن به باور ونه کړی چې دقانون دتطبیق له پاره یې ژمنی ترسره کړی وی.
ډیری وسله والی ډلی چې په ډول ډول نومونو یې وسلی له ځان سره ساتلی په وړاندی یې غوڅ چلند پکار دی او هرهغه چاچی ددی مظلوم او جګړه ځپلی اولس سره زور زیاتی کړی باید هرو مرو دمحاکمی میزته راکش شی ترڅو دخلکو څوکلنی هیلی چې دیوی بی پری حکومت څخه یې لری عملی بڼه غوره کړی ډیری هېوادوال تیاری څرګندوی چې که دولتی چارواکې د زورواکو او خپل سرو په وړاندی دقانونی چلند څخه کار واخلی نو دخلکو دملاتړ شمیره به زیاته او دقانون دپلی کیدو له پاره به ټول خڼډونه له منځه تللی وی.
دبن دلومړی کنفرانس مرسته کوونکی هېوادونو ته به جوته شوی وی چې دیوه مرکزی قوی او خدمت کوونکی دولت په وړاندی دځینو لاس وهونکو هېوادو د جګړییزی لاس وهنی ترڅنګ کورنی امنیتی ستونزی څوک زیږوی او له کومه ځایه راټوکیږی باید دیوه قوی او مرکزی دولت دلاپیاوړتیا له پاره دهیڅ ډول مرستو څخه دریغ ونهکړل شی ترڅو دخلکو باور او ډاد په یقین بدل شی او په رښتینی توګه د دولت دملاتړو په توګه په پرمختیایې چارو کې ښی لاس ته راوړنی ترلاسه شی او دکورنیو ستونزو درغاونی پرځای په ټولیزه توګه دبهرنیو لاس وهنو په وړاندی په یو موټیتوب سره ځواب ورکوونکی شو. یقینی ده چې په رښتینی توګه دملی حاکمیت ستنی به هغه وخت مظبوطی شی چې شته کورنی ستونزی له منځه ولاړی شی.
ع- متین