روزنامه ملی انیس

که دلاس وهونکو لاس وهنه بنده شی نو سوله رامنځته کیدای شی

په هیواد کې دراتپل شوی جګړی دملاتړو هیوادو لاس وهنی او دوه مخی سیاست دهری ورځی په تیریدو سره رابربڼدیږی. و به لیدل شی چی دلاس وهنو پایلی به دلاس وهونکو له پاره څومره ګټوری وی وروستیو کلونو وښوده چی دپاکستان لاس وهنی دروسانو دتیری په پرتله ګټوری نه بریښی ځکه چی اوس نړیوالی سیالی بدلون مندلی او پاکستان په دی سیالی کی ګټه نه شی ترلاسه کولی هغه مرستی چی دروسانو دماتیدو له پاره پاکستان ته ورکول کیدلی اوس بندی شوی او اوس چی دترهګرییزی جګړی پرضد کومی مرستی ترلاسه کولی دامریکا دجمهور رئیس دونالد ترامپ له خوا بندی شوی او یا راکمی شوی دی ځکه چی دا مهال دنړیوالو پام دترهګرو دځپلو له پاره راګرځیدلی نه غواړی چی پاکستان دترهګرو ځاله واوسی. پاکستان چی دنړیوالو مرستو په ترلاسه کولو دترهګرو ډلی روزی او دخپلو ناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره یی استعمالوی، اوس مهال پیکه ښکاری او وه به نه شی کړای چی پرته دبهرنیو مرستو څخه په خپل کمزوری اقتصادی مټ تر اوږدمهاله ترهګری ډلی وساتی. همدا اوس لیدل کیږی چی پاکستان دروسانو سره خپل اړیکی دومره ورنیږدی کړی چی مخکی یی دومره نیږدیوالی نه لیدل کیده ځکه چی امریکا له پاکستانه وغوښتل چی دترهګرو ځالی ړنګی او دتمویل او تجهیز څخه یی لاس واخلی نو له دی کبله پاکستان چی دترهګریزی جګړی په اوږدیدو کی خپله موخه او ګټه لټوی دامریکا سیال هیواد روس ته یی داړیکو دپیوند دغښتلتوب هڅی پیل کړی خو ددی ټولو هڅو سره سره دامریکا په اڼډول مرستی روسان نه شی برداشت کولی نو همدا وجه وه چی دپاکستان په اقتصاد کی خورا زیاته کمزورتیا رامنځته شوه اوپه پوځی لګښت کی یی دپام وړکمی رامنځ ته شو. دعمران خان دواک پرمهال د افغان دولت او امریکا سره دیو لړ ژمنو له مخی هڅی پیل شوی چې دپاکستان دتیرو واکمنانو دنیمګړی او ناوړه سیاست دبدلون له پاره به عملی ګامونه پورته شی څو په سیمه کې دتاوتریخوالی دلمن په راټولیدو سره دباور فضا رامنځ ته شی او دښو او مناسبو اړیکو دپیاوړتیا له پاره دلاری په هواریدو کې ځڼډله منځه ولاړشی. خو دژمنو دعملی بڼی نه ترسترګو کیدل راجوتوی چې دپاکستان هرواکمن د دوه مخی سیاست په کارونی سره غواړی چې دسیمی او نړۍ دهېوادونو په سترګو کې خاوری ورو شنډی خو حالات دتیر په څیرنه دی اوس په ټوله کې دنړی ډیر شمیر هېوادونه په دی باوری دی چې ترهګر یو نړیوال ګواښ دی او ددی ګواښ دله منځه وړوله پاره باید دهغو هېوادو په وړاندی ګډه مبارزه پیل شی کوم چې دترهګرو ملاتړی دی. پاکستان چې دنړیوالو دنیوکو پرمهال دترهګرو ملاتړ کوونکی ځان نه ګڼی نوولی دترهګرو ځالی له منځه نه وړی او ترهګروته ولی د اوسیدوځای ذګی برابروی پټه نه ده چې دمخالفو وسله والو طالبانو دکوټی شورا او د پیښور په بالاحصار کې دطالبانو شورا په کومو کارونو بوخت دی او ملا هیبت الله چیری اوسیږی او همدا اوس چې دعمران خان او دڅارګری ډلی دمشر او بهرنیو چارو د وزیر سره دبندو دروازو ترشاه خبری اتری لری دکورنی غړی یې په پاکستان کی نه دی. خبره پردی ده چی پاکستان په سیمه او نړی کی د یوی سرطانی دانی په توګه هڅه کوی چی په سیمه کی تاوتریخوالی ته لمن ووهی او خپلی موخی پکښی ترلاسه کړی. خو په سیمه او په ځانګړی توګه په افغانستان کی د یوه پیاوړی بدلون له مخی به د پاکستان د غولونکی او دوه مخی سیاست په وړاندی مناسب او پرځای چلند غوره شی ترڅو پاکستان افغانان د یوه پیاوړی آزاد او سرلوړی افغانستان په درلودنی سره وپیژنی او دی ته تیار شی چی په خپلو بدو اعتراف وکړی او د تل له پاره د لاس وهنی څخه لاس واخلی ځکه افغانانو د ډیرو کلونو د جګړییزو ستونزو د زغملو سره سره پاکستان ته د یوه ورور ګاونډی په توګه کتلی خو دریغه چی پاکستان په ډیره بی شرمی او سپین سترګی سره زموږ په هیواد کی افغان وژنی ته لمن دوهلی او هڅه یی کړی چی په مختلفو نومونو زموږ په هیواد کی جګړه توده وساتی او د خپلو لمسول شویو په وسیله په افغانانو کی مرګ  ژوبله ورزیاته کړی. خو لری نه ده چی د پاکستان د لاس وهنی لاس به لڼډ شی او د پاکستان واکمنان به دتل له پاره تور مخی پاتی شی ځکه افغانان به وه پوهیږی چی خپل مینځی شخړی پخپله افغانان هوارولی شی نو کیدای شی چی د پاکستان د لارښوونی پرته افغانان په خپلو کی بین الافغانی مخامخ خبری به پیل کړی او د یوه بل په زغملو سره د پردیو د ګټو د خوندیتوب جګړه چی زموږ د هیواد د ورانی له پاره په لار اچول شوی د تل له پاره بنده او د یوی همیشنی او تل پاتی سولی په رامنځ ته کیدوکی به ټول افغانان د وران ویجاړ افغانستان په جوړونه پیل وکړی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید