روزنامه ملی انیس

که اوربند ونه شی نو دسولی خبری به کم رنګه وی

هغه هیلی چې له کوره بهر دسوله ییزو خبرو اترو په هکله را پیدا شوی دی دا مهال کله مړاوی او کله دراټوکیدو په حال کې دی ځکه د امریکا د متحده ایالاتو دبهرنیو چارو دځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په مشری د امریکایی پلاوی او د افغان مخالفو وسله والو طالبانو د استازو ترمنخ په دوحه کې خبری پیل شوی.

تردی مهاله یې لاس ته راوړنی نه دی را برسیره شوی یوازی او یوازی دخبرو دلومړی پړاو راهیسی چې اتم پړاوهم پای ته رسیدلی دخبرو دښه ترسره کیدو په هکله ډاډګیرنه رابرسیره کوی خو پوره جزییات یې لانه دی راسپړلی له دی امله هېوادوال روانی خبری ستونزمنی او دخڼډونو ډکی ګڼی ځکه چې دخبرو وروستی او اتم پړاو په بهیرکې خپرندویه سرچینو په ډاګه ګړی چې د امریکایی پلاوی او طالبانو تخنیکی ډلی په یوه مسوده کار کوی چې د امکان په صورت کې به د اختر په دوهمه اویا دریمه دیوی تفاهم نامی په بڼه لاس لیک شی. خو د اختر وروسته جوته شوه چې یو لړ ستونزی شتون لری چې دتفاهم نامی دلاس لیک په وړاندی خڼډګرځیدلی.

خوپه دوحه کې د افغان سولی په هکله د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو دمرکچیانو له خوا را برسیره شوی چې دخبرو دواړه غاړی اړتیا لری چې دخپلو مشرانو سره ترسره شوی خبری شریکی او هغه غوټه چې تردی مهاله نه ده را پرانستل شوی را پرانیزی.

له همدی کبله امریکایی پلاوی واشنګتن ته دستنیدو په مهال د امریکا دولسمشر دونالد تړامپ په هغه بیړنی غونډه کې ګډون وکړ چې د امریکا د امنیتی لوړ پوړو چاراکو سره یې درلوده هلته په غونډه کې د افغانستان دسولی په هکله په ترسره شویو خبرو هر اړخیزی خبری ترسره شوی او دخلیل زاد درپوټ په اوریدو یې ټینګار کړی چې خبری به ادامه ولری ترڅو دسولی مناسبه لار ومندل شی. ټرامپ چې دغونډی دخبرو اترو په هکله خپله خوښی ښکاره کړه وی ویل چې خبری به ادامه ولری. خو معلومیږی چې دخبرو بهیر پیچلی او دستونزو ډک دی. ځکه امریکایی پلاوی په هر پړاو خبرو کې ډاډګیرنه څرګنده کړی خو خبری اوږد مهاله او په جګړه کې کمښت نه ترسترګو کیږی. هېوادوال ډاډه ښکاریدل چې دخبرو په بهیرکې به اوربند رامنځ ته شی او په افغان وژنه کې به کمی راشی خوخبره برعکس ده ځکه دخیرو دپیل کیدو راهیسی جګړه سخته شوی او دپراختیا له پاره یې مختلفی لاری لټول کیږی چې زیات تلفات او مرګ ژوبله یې ملکی وګړو ته ور اوړی چې په کور دننه او بهر یې په نړیواله کچه دغندنی او کرکې څپه راخپره شوی ده.

داچې امریکاییان اوس هم د افغان دولت سره دملاتړ ترڅنګ خپلو مرستو ته ادامه ورکوی او لوړ پوړی چارواکې یې ډاډ ورکوی چې د افغانانو ترڅنګ به ووسی خوځینی هېوادوال بیا د امریکا روان چلند ته دشک په سترګه ګوری او ډاګیزه کوی چې امریکا یوځل بیا دتیر په څیر دلاس وهونکو هېوادو په لاس وهنه ځان نانګاره کوی او په دی لټه کې دی چې له افغانستانه په څه ډول خپلی پښی سپکی کړی. ځکه چې په هېواد کې میشت امریکایی پوځونه په پوځی عملیاتو کې ګډون نه کوی دترهګرییزو فعالیتونو په مخنیوی کې لازمه مرسته کم رنګه ده. دغه راز دسوله ییزو خبرو بنسټیز حل چې په بین الافغانی خبرو پوری تړاو لری تردی دمه ژمن هېواد چې د امریکا ترڅنګ د افغان لوری سره هم په لیدو کتو کې
دبینالافغانی خبرو له پاره دلاری هواریدلو ژمنه کړی وه تردی دمه یې دلاس ته راوړنو په هکله هیڅ هم نه ترسترګو  کیږی همدا وجهه ده چی یو شمیر سیاسی کارپوهان د امریکا او پاکستان د وروستیو ناستو پاستو په هکله اندیښمن ښکاری او څرګندوی چی امریکاییان دی د پاکستان سره راتلونکی قدمونه د یوی عملی ارزونی له مخی پورته کړی ځکه چی پاکستان د تاریخ په اوږدوکی د یوه ژمن هیواد په توګه نه دی پاتی شوی او د دوه مخی سیاست په کارونی سره یی غولونکی سیاست غوره کړی دی.

یقینی ده چی که پاکستان وغواړی نو په سوله ییزو خبرو کی شته خڼډونه چی خبری یی اوږدمهال کړی له مینځه وړی شی. خو پاکستان چی زموږ په هیوادکی روانی جګړی ته دشندو دغوا په څیر ګوری او یوه سوداګرییزه بڼه یی ورکړی هیڅ وخت په خپلو ژمنو کی رښتینتوب ته پاملرنه نه کوی تل یی هڅه داوی چی دجګړی له لاری امتیاز او پیسی ترلاسه کړی. نو له همدی کبله کارپوهان په دی باور دی چی امریکا دی دپاکستان تیر او اوسنی کړه وړه وارزوی ترڅو مرستی یی دتیر په څیر په سین لاهو نه شی او په جګړه کی تر اوږدمهاله ښکیل پاتی نه وی.

افغان دولت چی له کوره بهر هره سوله ییزه ناسته چی دافغانانو ترمینځ دخبرو پیل کیدو خڼډونه له مینځه وړی او بین الافغانی مخامخ خبرو ته لار هواروی دقدر  په سترګه ګوری. خو ټینګار کوی چی پرته دبین الافغانی خبرو پیل کیدو څخه به جګړییزه ستونزه هواره نه شی جګړه به پایښت ومومی افغان دولت چی په افغانستان کی دتل پاتی سولی له پاره هر اړخیزو هڅو ته دوام ورکوی تمه لری چی دهری تفاهم نامی نتیجه بایداوربنداو دافغان دولت سره دمخامخ خبرو پیل کیدل وی تر څو تاوتریخوالی پای ومومی او دجګړییزو ناخوالو دپای ته رسیدو له پاره په بین الافغانی مخامخ خبرو کی لار ولټول شی او داجراییوی چارو دسمون او تطبیق په هکله یی هم خبری اتری ترسره شی ځکه دخبرو اجراییوی واک چی ددولت دواکمنانو سره دی نو هرومرو به دژمنو په تطبیق فکر کوی او دعملی لارو په لټون کی به دواړه غاړی نتیجه ترلاسه کوی ترهغه چی دستونزو اجراییوی اړخ ته پاملرنه ونه شی ناشونی ښکاری چی ژمنی او موافقی عملی بڼه خپله کړی نو اړینه ده چی مخالف وسله وال طالبان دستونزی دهمیشنی حل له پاره ژور فکر وکړی او په بین الافغانی خبرو پیل کیدو له پاره تیاری ونیسی تر څو خبری رالڼدی او اوږدمهاله جګړه پای ته ورسیږی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید