روزنامه ملی انیس

کمپاینی ژمنی باید عملی بڼه ولری

هیوادوال چی په دی وروستیو جګړییزوکلونو کی دولسواکی سیالی یو په بل پسی تجربه کړی هیله لری چی ددموکراسی په دی سیالی کی چی بری مومی دخلکو دغوښتنو او دژمنو دپوره کیدو له پاره مټی راونغاړل شی ترڅو دهیوادروان ستونزمن او دکړاونو ډک بهیرته دپای ټکی کښیښودل شی ځکه هیواد دډیرو کلو راهیسی دنااعلان شوی جګړی په دام کی راګیری شوی تمه ده چی چارواکی په خپلو کاری لومړیتوبونو کی دسولی رامنځته کیدو او دنیمګړو چارو پوره کیدو ته پام راوګرځوی او هیوادوال دڅو کلن ویرجن حالات څخه دهوساینی په لور وروخوځوی.

دا ځل په هیواد کی دڅلورم ځل له پاره ټول ټاکنی ترسره شوی داسی ټاکنی چی په هر ځل کی په کور دننه او بهر دسختو مخالفتونو سره مخ وی خو هیوادوال چی دولسواکی دستنو دپیاوړتیا او دموکراسی دلا غوړیدنی له پاره دهر ډول ویری اچونی او ګواښ سره سره ټول ټاکنی ترسره کړی او دخپلی خوښی نوماند ته یی رایی ورکړی هغوی تمه  لری چی دهیواد چارواکی چی دمختلفو ژمنو دعملی کیدو له پاره یی واک ترلاسه کړی پرته له ځڼډ څخه په عملی توګه دستونزو په رغاونه لاس پوری کړی او هیواد دڅوکلن فقر او وزګارتیا څخه وژغوری ځکه دبهرنیو مرستو په رالیږنی سره شونی وه چی بنسټیز کارونه چی دهیواد داقتصادی پیاوړتیا لامل ګرځی ترسره شوی وی خو لاچاری نیمګړی او خڼډنی ښکاری چی له امله یی دجګړی دناخوالو اندیښنو ترڅنګ دفقر او وزګارتیا کچه په لوړیدو ده اوس چی یو ځل بیا دازمایښت له مخی کار پیلیږی و به وینو چی دچارو سمبالښت او دژمنو عملی کیدل ترکومی کچی درښتینتوب پړاوته رسی. ښه او مناسبه به وی چی دټول ټاکنو ښکیلی غاړی دهیوادوالو دغوښتنو له مخی دټاکنو روڼتوب ته په کتو سره دغه برخه لیک ټاکونکی بهیر یوځل بیا دپوښتنی لاندی رانه ولی او په ډیره رڼه او بی پری توګه دغه ستونزمن مزل تر پایه ورسوی.

ځکه هیوادوال په سختو او ګواښوونکو ورځو کی دټاکنو دبریالیتوب او دولسواکی دبنسټیزی پیاوړتیا له پاره درایی ورکونی مرکزونو ته راووتل او په جګړییز حالات کی یی رایه ورکړی. صفی الله په نامه چی ډله ییزو رسنیو کی یی څرګندونی خپری شوی وای چی تیرو ټاکنو کی می مخالفو وسله والو طالبانو ګوته غوڅه کړی وه خو اوس می بیا رایه ورکړه ځکه چی زه دافغانستان په راتلونکی باورمن یم هیله می داده چی ولسواکی پیاوړی او هیواد داوسنیو ستونزو څخه وژغورل شی.

ډیری هیوادوال چی دټاکنو درایی ورکونو په مرکزونو کی لیکی جوړی کړی وی دامنیتی اندیښنو سره سره لیواله وه چی رایی ورکړی خو درایی ورکنو ځینی مرکزنونه دټاکلی وخت څخه دیوه ساعت او یا دنیم ساعت په ځڼډ سره دیو لړ نیمګړتیاو په لرلو سره پرانستل شول چی دبایومتریک او دنوم لیکنی په لست کی د نوم نه شتون د هیوادوالو ډیره خوښی او باور مندی پیکه کړه خو ددی ټولو تخنیکی ستونزو او نیمګړتیاو ترڅنګ هیوادوال وتوانیدل چی د خپلی خوښی رایی ورکړی او د خپلی خوښی نوماند ته رای استعمال کړی.

اوس چی ټاکنی د هیواد د زړورو او سرښندونکو امنیتی او دفاعی ځواکونو په میړانه او مظبوط امنیتی تدابیروپه نیولو سره  په بریالیتوب سره پای ته رسیدلی هیوادوال ټولو امنیتی ځواکونو ته د زړه له کومی د مبارکی ترڅنګ د هغوی ملاتړ کوی او باور لری چی هیڅ بلوسګر او پردی پالی به ونه کړای شی چی زمونږ د میړنی او اتل پوځ په وړاندی مقاومت وکړی او یاد پردیو په لمسون ناوړه هدفونو ته ورورسیږی. هیوادوالو ولیدل چی مخالفو وسله والو طالبانو د اعلامیو په خپرولو سره ګواښ کړی و چی ټاکنی به ترسره نه شی خو د ملی وسله وال پوځ په سرْښندونکو هڅو د دښمن ټولی طوطی شڼډی او ونه توانیدل چی د خلکو د ارادی د خڼډ او ځڼډ وړوګر ځی نو له دی کبله هیوادوال په وار وار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه هیله لری چی د ټاکنو ترسره شوی بهیر په رڼه توګه یی پایلی وڅیړل شی ترڅو په هیواد کی د ترسره شویو ټاکنو له لاری واکمن ولسمشر هیوادوالو ته وروپیژندل شی او د یوه دروند مسولیت له مخی چی هیوادوالو یی پر اوږو ورایښی تر منزله ورورسوی.

ځکه چی هیوادوال په بی صبری سره تمه لری چی د نوی زعیم په راتګ سره به په هیواد کی نوی بدلون رامنځ ته کیږی او هغه ستونزی چی هیوادوال یی د ژوند په بهیر کی ګالی له منځه یووړل شی او د سولی د رامنځ ته کیدو راخپری شوی انګازی په رښتینتوب بدلون ومومی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید