روزنامه ملی انیس

کابل ښاریانو ته د هوا ککړتیا دمخنیوی لپاره څو مهمې لارښوونې

په دې وروستیو کلونو کې هر کال د ژمی په موسم کې معمولاً د کابل ښار هوا د ککړیتا موضوع د رسنیو د خبرونو سرټکی او د‌خلکو ترمنځ ګرمه وی.

پرته له شکه د نړۍ په لویو ښارونو‌کې د اقلیمی بدلون اغېزې ددې سبب ګرځیدلی چې هوا ورځ تربلې ککړه شی، نه غواړم دلته د هوا د ککړتیا د لاملونو په هکله بحث وکړم، راځم دې ته چې د هوا ککړتیا د کچې د لوړېدو او د ژمی په موسم کې زموږ ښاریانو ته څه په کاری دی او څنګه کولی شو چې د دې خطرناکې پدیدې پر وړاندې ودرېږو، مبارزه وکړو او د مسئولو ارګانونو سره همکار پاتې شو.

کابل ښاریانو ته پکار ده چې په دې هکله لاندې لارښوونو ته په جدی ډول پاملرنه وکړی:

 هغه ماشومان او د ډېر عمر خاوندان چې له تنفسی ناروغیو کړېږی، پکار ده چې د سهار او ماښام له خوا چې معمولاً د هوا ککړتیا کچه لوړه وی، له غیر ضروری تګ راتګ او ګرځېدو څخه ډډه وکړی.

 ټولو موټرچلوونکو او د موټرو مالکینو ته پکار ده، چې د ښار واټونو ته له دننه کېدو څخه مخکې د خپلو موټرونو انجونونه چک کړی، ترڅو تر یو بریده دډېر دود د تولید مخنیوی وشی.

 ټولو ښاریانو ته پکار ده چې له کورونو او کارځایونو څخه د وتلو پرمهال له ماسکونو څخه ګټه پورته کړی.

 هره هټۍ، کور، شرکت او هر هغه څه چې د ډېر د دود تولید سبب وی، اړوندې مسئولې ادارې ته یې په هکله خبر ورکړئ او یا هم د چاپېریال ساتنې ملی ادارې ۱۶۹ لنډې شمېری ته زنګ ووهئ او په دې اړه ترې همکاری وغواړئ.

 که متوجه کېږئ چې د کورنۍ کوم غړی مو د هوا ککړتیا د لوړې کچې پر مهال تنفسی او ورته ستونزو سره مخ کېږی، نو ژر تر ژره متخصصو ډاکترانو ته مراجعه وکړئ.

 د ښوونځیو ښوونکو  دپوهنتونونو او نورو ښوونیزو بنسټونو استادانو او مسئولینو او همدارنګه د هېواد دینی عالمانو ته پکار ده چې د هوا د ککړتیا پر مهال د لازمو تدابیرو نیولو په هکله عامو خلکو، زده کوونکو او محصلینو ته هر اړخیز معلومات ورکړی.

 پرته له شکه چې اقلیمی بدلون، د هوا ګرمېدل، د هوا ککړتیا او نور چاپېریالی اړوند موضوعات هغه څه دی چې نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ‎یې له ګواښ سره مخ کړې ده. په همدې اساس موږ ټولو ته پکار ده چې د هغو د دولتی او شخصی، ملی او نړیوالو بنسټونو او ادارو سره چې په همدې برخه‌کې کار کوی، د زړه له تله همکاری وکړو.

یادونه: د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د ویبسایت او فیسبوک پاڼې د خبرتیاوو په اساس، یادې ادارې د نورو اړوندو او ذیربطو ادارو په همکارۍ په دې وروستیو کې دکابل ښار د هوا د ککړتیا دکمښت، مخنیوی او مدیریت په موخه پنځه کلن پلان ترتیب کړی دی او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت کابینی  له لوری تصویب شوی هم دی، چې عملی چارې یې پیل شوی دی او د یادې ادارې په حواله تمه ده چې د یاد پلان په پلی کېدو سره به په اوږد مهاله توګه د کابل ښار د هوا د ککړتیا د کمښت او مخنیوی په برخه کې ګټورې پایلې ترلاسه شی.  محمد عزیز پردېس

ممکن است شما دوست داشته باشید