روزنامه ملی انیس

ژمنی یو څه خو عمل بیا بل څه

دهیوادوالو شک ورو ورو په یعین بدلیږی ځکه چی مخالف وسله وال طالبان دخپلی جګړییزی موخی له کبله دسولی دخبرو ترڅنګ زمونږ دبی دفاع او ملکی وګړو په مرګ ژوبله بسنه نه کوی او دهری ورځی په تیریدو سره دجګړی دسختوالی او پراختیا له پاره لاری لټوی په دی وروستیو کی چی په دوحه کی دوه ورځنی بین الافغانی خبری وشوی ګډونوالو یی دډاډمنی زیری درلوده او دڅرګندونو څخه یی جوتیدل چی په غوڼډه کی موافقه وشوه چی په ملکی خکو به تیری نه کوی او دښوونځیو روغتونونو او دملکی وګړو په ګڼه ګونه کی به چاودنی او جګړه نه ترسره کوی.

خو په دی نیږدی څوورځو کی مخالفو وسله والو طالبانو خپله جګړییزه څیره بیا رابربڼډه کړه او دبی ګناه ملکی وګړو په وینو یی لاسونه سره کړل.

دخپرو شویو راپورونو له مخی دجمعی په سهار دکابل پوهنتون په سویلی دروازه ددهبوری څلور لاری ته څیرمه په چاودنه کی ۱۰ کسان شهیدان شوی او ۲۵ نور ټپیان دی دکورنیو چارو دوزارت ویاند نصرت رحیمی ویلی چی بریدګر په یوکرولا موټر کی راغلی ځانمرګی یې کړی چی له کبله یی دطب پوهنځی او شرعیاتو پوهنځی دکانکور آزموینی لپاره منتظر لس کسان شهیدان شوی او ۲۵ نور ټپیان دی خو بلخوا بیا دعامی روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار دبرید تلفات په تړاو پرخپله ټویټر پاڼه کی لیکی چی دکابل روغتونونو ته ۸ مړی او ۳۳ ټپیان ور وړل شوی دی طالبان په دغه برید کی خپل لاس لرل رد کړی خو دکورنیو چارو وزارت ویاند وایی چی ددوی سره اسناد ښی چی برید طالبانو کړی دی.په همدی توګه دکندهار دامنیی قوماندانی باندی په برید کی ملکی وګړو ته مرګ ژوبله وراوښتی چی په کور دننه او بهر دنړیوالو دغندنی ترڅنګ دسخت غبرګون سره مخامخ شوی.

دهیواد روان جګړییز بهیر راپه ګوته کوی چی مخالف وسله وال

طالبان خپلو ژمنو ته ژمن نه پاتی کیږی ځکه هغوی د دوحی په دوه ورځنیو غوڼډوکی منلی وه چی ملکی مرګ ژوبلی ته به پاملرنه کوی خو په هیواد کی وروستی ناوړه پیښی څرګندوی چی طالبان که د امریکاییانو سره په روانو خبرو کی هوکړی ته ورسیږی نو عملی بڼه به یی کمزوری او د تضمین وړ نه وی نو ځکه یو شمیر شنونکی د طالبانو په ژمنو باور نه لری او هغوی د پردیو جنګیالی ګڼی ځکه د مخالفو وسله والو طالبانو جګړییزی هڅی او د دولت سره د مخامخ خبرو څخه ډډه کول د هغوی جګړییز دریځ او بی بیاوری رابربڼډوی خو دافغان دولت لوړ پوړی چارواکو د سولی هغه خبری سوله ییزی نه ګڼی چی د تل پاتی سولی بنسټ پکښی کښینه ښودل شی.

د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یو ځل بیا د افغان سولی په اړه د امریکا روانو هڅو ته په اشاره ویلی چی ((افغانان با عزته او همیشنی سوله غواړی، خو که چیری د سولی روان بهیر د افغان نظام د ړنګولو دسیسه وی پروړاندی به یی ودریږی، نوموړی د پنجشنبی په ورځ د پروان په ولایت کی یوی غوڼدی ته ویلی چی موږ د افغانستان خلک غواړو چی هیواد ته یوه واقعی سوله راشی خو که سوله یوه پروژه وی او یا یوه دسیسه وی چی زموږ نظام ړنګ کړی او د کورنیو جګړو لامل شی نوبیا ټول یی پړوړاندی مبارزه کوو په همدی توګه د افغانستان د ملی امنیت سلاکار ډاډ ورکړو چی افغان حکومت به هیڅکله د افغانستان خلک د یوی پروژی قربانی نه کړی.

هغه زیاته کړه وی ویل: موږ له خبلو نړیوالو همکارانو مننه کوو چی زموږ سره په وروستیو کلونو کی همکاری کړی خو که چیری موږیو فکرونه لرو او اړتیا پیدا شی. چې مونږ خپله لاره بیله کړو دا کار هم کوو ځکه چې هرهېواد خپلی ګټی په نظر کې نیسی نوموږ ته د افغانستان له ګټو څخه پرته هیڅ یوه ګټه لوړه نه ده.))

د دولت لوړ پوری چارواکې چې دمخالفو وسله والو طالبانو تیری کوونکی جګړییزی هڅی څاری جوتوی چې که مخالف وسله وال طالبان په رښتینی توګه دسولی خبرو ته ژمن وی نو په یوه سراسری اوربند دی موافقه وکړی ځکه دسولی دخبرو له پاره دښه نیت ښودل دجګړی په کموالی او داوربند په رامنځ ته کیدو کی معلومیږی خو جوتیږی چې طالبان دجګړی په اوږدیدو ټینګار لری او د افغان وژنی څخه لاس نه اخلی ځکه که په جګړه کې سړوبی راشی نو هرو مرو به د افغانانو په مرګ  ژوبله کې کمی راشی او دسولی په خبرو به باور زیات شی خو که مرګ  ژوبله په همدی ډول ادامه ولری نو په هیڅ ډول خبرو به باور رامنځ ته نه شی او دجګړ په وړاندی به دکرکې څپه لاپسی پراختیا ومومی.

مخالف وسله وال طالبان که د امریکا سره په روانو خبروکې دپرمختګ له کبله په دی باور وی چې د امریکاییانو سره هوکړه لیک او یا توافق به دجګړی پای وی نو خبره به داسی نه وی ځکه امریکاییان باید د افغانانو ترمنځ دمخامخ خبرو له پاره آسانتیاوی ولټوی ترڅو په بین الافغانی خبروکې چې اجراییوی واک ولری لار هواره شی پرته له دی چې د افغان دولت سره د جګړییزو ستونو له پاره دحل لارونه لټول شی نو سوله نه شی راتلای ځکه افغان دولت دسولی د رامنځ ته کیدو یوازینی اجراییوی مرجع ګڼل کیږی ځکه چې دسولی اجرایوی واک لری نوکه هرڅوک پرته له دولت څخه دسولی د رامنځ ته کیدو ټټروهی عملی بڼه نه لری او دیوی رښتینی او همیشنی سولی رامنځ ته کیدو سره مرسته نه شی کولی ښه به وی چې مخالف وسله وال طالبان په هوش راشی او دیوی رښتینی اوتل پاتی سولی له پاره د افغان دولت سره مخامخ خبرو نه کښینی او په ګډه هغه لار ولټوی چې ملی ګټی خوندی او تل پاتی سوله پکښی رامنځ ته کیږی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید