روزنامه ملی انیس

څیړندوی حبیب الله رفیع د افغانستان د علومو اکادمۍ سلاکار ! دآریانا لومړنی پایتخت د بلخ لرغونی اوتاریخی ښار و

افغانستان د نړۍ د لرغونو هېواد په ډله کې یو لرغونی هېواد  دی چې ډیر مخکنی او پخوانی تاریخ لری او همدا وجه ده چې دغه هېواد      د نړۍ په تاریخونو کې د پنځم مدنی کانون په توګه پیژندل شوی او سجل شوی دی

آریایان ددغه هېواد لومړنی میشت وګړی دی چې د پلونو نښې یې له زرګونو کلونو را هیسې را په دغه ځمکه را پاته دی ، دغه وګړی د آریایی مدنیت لومړنی بنسټ ایښودونکی دی او په لومړی ګام کې یې د پایتخت په نوم یو ښارګوټی جوړکړ چې وروسته بیا دغه ښارګوټی د ام البلاد ( ښارونو مور ) په نوم و نومول شو .دافغانستان د علومو اکاډمۍ سلاکارڅېړندوی حبیب الله (رفیع ) دآریایانو د لومړنۍ پلازمېنې بلخ په اړه د انیس ورځپاڼې ته داسې معلومات ورکړل .د هېوادونو پلازمېنه یا پایتخت د مدنی ژوند لومړنی ټاټوبی یا مرکزهم وی چې په ځانګړې پاملرنه او شرایطو جوړیږی .په افغانستان کې یما پاچا ، لومړنی پاچا و، چې زرګونه کلونه وړاندې یې په هېواد کې ددولت موسسه په اساسی توګه جوړه کړه ، ده بلخ ددې مؤسسې د پلازمېنې په توګه ودان کړ او له همدې امله بلخ د ښارونو مور وبلل شوه یما یا جمشېد دلته دیوې داسې پلازمېنې بنسټ کېښود چې نه یوازې پخپل وخت کې یو پرمختللی او بې جوړې ښارؤ ،بلکې په تاریخ کې د یوه نمونه ښار په توګه پاته شوی دی .دآریانا لرغونی سپیڅلی کتاب اوستا شاهدی ورکوی چې کله یما واکمنی ته ورسېد نو دخدای په امر سره یې د (وارا ) په نامه په بلخ کې د یوه پایتخت په جوړولو لاس پورې کړ چې موږ دې ډول ودانیو ته اوس شاهی ارګ وایو ، ده په خپل لاس ددې وارې یا بارې ودانی پیل کړه او ورو ورو د بلخ یا د لوړو بیرغونو ښار ودان شو .د حبیب الله رفیع په وینا : د اوستا یو څپرکی ددې ارګ په جزیاتو خبرې کوی او موږ ته را ښیې چې دغه ارګ څنګه جوړ شوی و او څه لوازم یې درلودل .

د اوستا دا څپرکی وایې چښتن یما ته وویل : ای د ویوانګټ زویه ، ځمکه د پښو په پوندو ووهه او لکه د کلال غوندې خاوره په خپلو لاسونو خیشته او هواره کړه .یما له دې لارښوونې سره سم ځمکه په پونده ووهله او له د کلالانو غوندې یې خاوره په خپلو لاسونو خیشته او هواره کړه بیا یې یوه داسې واره یا باره جوړه کړه چې هر کنج یې د آس د یوې سانګې یانې یوه زغاست په اندازه اوږده درلودل ، ددې احاطې منځ ته یې د اوبو ویاله را تیره کړه ، د ویالې پر غاړه یې چمنونه کښینول او شینلی یې پرې وکرل داسې چې تل سمسور او تازه و او واښه یې هیڅ وخت نه تمامېدل .هلته یې ودا نۍ او ماڼۍ جوړې کړې چې دننه اودباندې یې کوټې او ښکلې برنډې درلودې .

یما باچا د بلخ دشاهی کلا په منځ کې هر لور ته کوڅې وغزولې د میدان په برنۍ برخه کې یې لس ،په منځنی برخه کې یې شپږ او په لاندې برخه کې یې دری کوڅې جوړې کړې .بیا یې په برنۍ برخه کې زر تنه ښځې او نارینه ځای په ځای کړل ، دمنځنۍ برخې په کوڅو کې یې شپږ سوه تنه او په لاندې میدان کې یې دری سوه تنه واچول او بیا یې یوه یوه طلایې دروازه او کړکۍ ورته جوړه کړه چې د اړتیا وړ رڼا ورته راشی .په دې ودانیوکې یې داسې نارینه اوښځې را غونډ کړل چې دونې او (بېـیې) له مخې دنګ او لوړ او د ښکلا له مخې بې جوړې وو ،په همدې ترتیب یې ښکلی مرغان او الوتونکی پکې را غونډ کړل د څاروو ښکلی او تندرست نسلونه یې پکې واچول ، دښکلیو مېوو ونې یې پکښې کښینولې او ګټور نباتات یې پکې وکرل ،مطلب داچې د انسانانو څارویو ،ونو او بوټو ډیر ښکلی او وتلی توکی یې ددې وارې په بیلا بیلو برخو کې ځایپرځای کړل او په دې ترتیب یما دیوې داسې ښکلی او موزونې پلازموینې بنسټ کیښود چې بې جوړې وه اوسېدونکی یې تندرست او هوا او فضا یې موزون او په زړه پورې وه ، اهریمن (شیطان ) یې د اوسېدونکو په منځ کې ځای نه درلود او ټولو د خوښی او نیک مرغۍ ژوند تیراوه .

په دې ترتیب د یما شاهی ارګ دیوې داسې دقیقې نقشې له مخې جوړشوی ؤ چې شاهې ماڼی او نورو ورسره ودانیو یې خاص جوړښت درلود ، دهوا چلېدلو او د ښکلا ددرلودلو بشپړ خیال پکې ساتل شوی ؤ ، داوبو باغونو او باغچو او د بیلا بیلو برخو د منظم ویش پلان پکې تطبیق شوی ؤ ،د نباتاتو او څارویو فارمونه پکې ؤ او د روانو اوبو تابیا یې نېول شوی وه .

دا پخپل وخت کې یو لوی نوښت او ابتکار ؤ او یما یو نوښتګر او نابغه باچا ؤ چې په بلخ کې یې یو ښکلی ارګ چې په لوړو دیوالونو یې د آزادۍ او آبادۍ بیرغونه رپېدل جوړ کړ.له همدې سره د بلخ ښکلی ښار د ښارونو مور شو او دزمانو یادګار !د حبیب الله رفیع په وینا : دبلخ دغه ښکلی او تاریخی ښار د زمانې په تېریدو سره اوس په ویرانو بدل شوی تاریخی اثار یې یا بالکل وران شوی  یا د ورانېدو په حال دی د ساتنې نړیوال او ملی مسؤل مرکزونه باید د افغا نستان څه !بلکه دنړۍ دغه تاریخی ښار ته پاملرنه وکړی او څه چې پکې شته هغه له ویرانۍ نه بچ او وژغوری .

حیات الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید