روزنامه ملی انیس

په ګډه کولی شو دپراخیدونکی جګړی مخه ونیسو

څرګنده ده چې روانی جګړی دهېوادوالو دهوساینی په وړاندی خڼډونه را پیدا کړی او جګړه مار دهری ورځی په تیریدو دجګړی دبڼی په بدلون سره هڅه کوی چې دمرګ  ژوبلی ترڅنګ دجګړی دپراختیا لاری لټوی څو دولمسونکو موخی ترلاسه کړی نوځکه پرجګړه ټینګار کوی او سوله ییزو خبرو اترو څخه ډډه کوی. هېوادوال باید پوه شی چې دملی یووالی دحکومت مشرتابه دیوی خوا دنا اعلان شوی جګړی په وړاندی د لازم تیاری په لټون بوخت دی او دبل خوا دجګړی دناخوالو درغاونی له پاره په اقتصادی پیاوړتیا کار کوی ځکه دهېواد دښمنانو دجګړییزو ستونزو ترڅنګ اقتصادی تاوانونه رامنځ ته کوی څو دهېوادوالو له پاره دهوساینی په لارکې زیاتی ستونزی منځ ته راوړی. خو مخالفو وسله والو ډلو دهر ډول تیری کوونکو هڅو په وړاندی د دولت دواکمنانو حوصله مندی په خپل ځای پاتی ده او په خپلونه ستړی کیدونکو هڅو سره یې دنړیوالو دملاتړ اوباور کچه ور زیاته کړی او په زیاتو نړیوالو غونډو کې په دی توانیدلی چې دمرسته کوونکو هېوادوپاملرنه او ملاتړ لاپسی اوږد مهاله کړی ترڅو په هېواد کې راپاتی شوی جګړییزی ستونزی هواری شی. هېوادوال به خبروی چې دژنیوا په وروستی کنفرانس کې ولسمشر دیوی علمی وینا له مخی وتوانیده چې دسوله ییزی طرحی په وړاندی کیدو سره د نړیوالو ملاتړ راجلب کړی دغونډی ګډوانوالو ومنله چې په سیمه کې روان تاوتریخوالی به دیوی سوله ییزی فضا د رامنځ ته کیدو په وړاندی خڼډونه را پیدا کړی او د روانی جګړی سپرغی به نورو هېوادوته خپری شی نو غوره به وی چې زمونږ په هېواد کې دسولی په رامنځ ته کیدوکې راسره عملی مرسته وشی او هغه خڼډونه چې همدا اوس شتون لری له منځه یووړل شی.

مناسبه به وی چې زمونږ په هېواد کې روانه جګړه په هر اړخیزه توګه وڅیړل شی او دجګړی دراټوکیدو په هکله لازمه پاملرنه له پامه ونه غورځول شی ځکه لری به نه وی چې د همدی جګړی دپراختیا له امله به یو نړیوال ګواښ رامنځ ته شی چې بیا به یې دمخنیوی چاره ستونزمنه او اوږد مهاله وی ځکه ترهګر پولی نه پیژنی تل په جګړه ټینګار کوی. نوله دی امله زمونږ ولسمشر محمد اشرف غنی تل په کورنیو او بهرنیو غونډوکې مخالفو وسله والو طالبانوته دسوله ییزو خبرو اترو وړاندیز کړی او ټینګاریې پردی دی چې هره جګړییزه ستونزه دخبرو اترو له لاری حل کیدای شی نوغوره به وی چې دیوه بین الافغانی خبرو اترو په پیل کیدو سره دیوه بل غوښتنی واوریدل شی او په ګډه ورته دحل لارولټول شی. خو په ډیری خواشینی سره ویلی شو چې دپاکستان تیرو او اوسنیو واکمنانو د دوه مخی سیاست څخه په کار اخیستنی سره دسولی دخبرو اترو دپیل کیدو لار ډب کړی او هیڅ وخت یې عملی ګام نه دی پورته کړی. یوازی او یوازی په تشو او هوایی خبرو اترو سره دسولی
په رامنځ ته کیدو کې دمرستی ژمنه کوی خو بیا دپردی ترشا دجګړی دسختوالی او پراختیا لاری لټوی څه موده وړاندی کله چې دعمران خان حکومت رامنځ ته شوی ددی هیله وه چې عمران خان به دتیرو واکمنانو په استخباراتی سیاست نوی نظروکړی او دیوه سوله ییز بدلون په لټون سره به په سیمه کې دجګړییزو ناخوالو دپای ته رسیدو له پاره مناسب چلند غوره کړی او هغه څه چې د روانی جګړی دپایښت وړګرځی په مخنیوی کې به یې عملی ګامونه واخلی ځکه په سیمه کې دسولی ټینګښت د دواړو هېوادو په ګټه دی او وګړی یې دیوی تل پاتی سولې لیواله دی نو غوره وه چې عمران خان دیوی سوله ییزی لاس ته راوړنی له پاره عملی چار
ی  ترسره کړی وی خو معلومیږی چې عمران خان هم دتیر په څیر د دوه مخی سیاست چاری سمبالوی او نه غواړی چې په سیمه کې اوسنی تاوتریخوالی پای ومومی عمران خان واشنګټن پوست سره په یوه تازه مرکه کې په هغو واقعیتونو سترګی پټی کړی او څرګنده کړی یې ده چې دمخالفو وسله والو طالبانو رهبران په پاکستان کې شتون نه لری عمران خان دګویتی دشورا څخه ناخبره دی او دبالاحصار دشورا څخه هم خبرتیا نه لری او په هغه هیئت هم ځان نانګاره کوی چې دقطر څخه دملاهیبت الله په غوښتنه اسلام آباد ته رسیدلی دی معلومیږی چې دعمران خان معلومات کمزوری دی اویا ځان نانګاره کوی په هر صورت سوله نه تنها زمونږ بلکی دسیمی او نړی په ګټه ده موږ باوری یو چې نړیوال به په دی پوهیدلی وی چې روانه جګړه له کومه ځایه څوک او دڅه له پاره پرمخ وړی او دترهګرو پټن ځایونه چیری دی هیله ده چې نړیوال دیوه نړیوال امنیت دخوندیتوب له پاره دترهګرو دتمویل او تجهیز دسرچینو دوچولو په خاطر عملی ګامونه پورته کړی او په سیمه او نړی کې ددی سرطانی دانی دعلاج له پاره کوټلی ګامونه واخلی څو یوه تل پاتی او همیشنی سوله رامنځ ته شی او په دی سیمه کې یو اوږد مهاله ناورین ته د پای ټکی کښیښودل شی.  

ترسره کړی وی خو معلومیږی چې عمران خان هم دتیر په څیر د دوه مخی سیاست چاری سمبالوی او نه غواړی چې په سیمه کې اوسنی تاوتریخوالی پای ومومی عمران خان واشنګټن پوست سره په یوه تازه مرکه کې په هغو واقعیتونو سترګی پټی کړی او څرګنده کړی یې ده چې دمخالفو وسله والو طالبانو رهبران په پاکستان کې شتون نه لری عمران خان دګویتی دشورا څخه ناخبره دی او دبالاحصار دشورا څخه هم خبرتیا نه لری او په هغه هیئت هم ځان نانګاره کوی چې دقطر څخه دملاهیبت الله په غوښتنه اسلام آباد ته رسیدلی دی معلومیږی چې دعمران خان معلومات کمزوری دی اویا ځان نانګاره کوی په هر صورت سوله نه تنها زمونږ بلکی دسیمی او نړی په ګټه ده موږ باوری یو چې نړیوال به په دی پوهیدلی وی چې روانه جګړه له کومه ځایه څوک او دڅه له پاره پرمخ وړی او دترهګرو پټن ځایونه چیری دی هیله ده چې نړیوال دیوه نړیوال امنیت دخوندیتوب له پاره دترهګرو دتمویل او تجهیز دسرچینو دوچولو په خاطر عملی ګامونه پورته کړی او په سیمه او نړی کې ددی سرطانی دانی دعلاج له پاره کوټلی ګامونه واخلی څو یوه تل پاتی او همیشنی سوله رامنځ ته شی او په دی سیمه کې یو اوږد مهاله ناورین ته د پای ټکی کښیښودل شی.

ع- متین

 

ممکن است شما دوست داشته باشید